ادبي لیکني

لیکوالان او مبارزین باید تاریخ مطالعه کړي

مولوي ضیاءالحق حسان

درنو مبارزینو ملګرو!
لیکوالي هغه مهال زیاته خوندوره او مفیده وي کله چې موږ او تاسو خپل وخت قیمتي او د اسلامي تاریخ مطالعه ولرو، په دې سره به زموږ او تاسو په لیکنو، شننو او تبصرو کې زیات پرمختګ راشي؛ بیا چې کله موږ لیکنه کوو مستنده او پر حقائقو به ولاړه وي.

د تاریخ ځینې ګټې د اسلامي نړۍ نامتو عالم او تاریخ پوه ابن الاثیر د خپل کتاب الکامل په مقدمه کې لیکي: د تاریخ دنیوي او اخروي ګټې زیاتې دي زه به یې ځینې هغه فایدې یادې کړم چې ماته معلومې دي د تاریخ یوه دنیوي ګټه داده چې انسان د تاریخ په مرسته داسې شي لکه د پخوانیو خلکو سره چې حاضر وي، د دوی څخه ګټور شیان زده کړي تاواني شیان لري او دفعه کړي، سم فکرونه ځنې زده کړي، د دوی له پېښو څخه ښه او بد عواقب او تجربې ورته ښکاره شي، پوهه یې زیاته شي د تاریخ پوهنې په وجه په مجلسونو او محفلونو کې دروند معلوم شي.

اُخروي ګټه یې داده چې عاقل سړی کله په دنیا کې سوچ وکړي او هغه انقلابونه او پیښې راپه زړه کړي چې د دنیا په اوسیدونکو راغلې وې نو له دنیا څخه مخ واړوي د آخرت لپاره خواري پیل کړي د همدغه هدف لپاره په قرآن کریم کې قیصې بیان شوې. [سُوۡرَةُ قٓ : 37]

إِنَّ فِى ذٰلِكَ لَذِكْرٰى لِمَن كَانَ لَهُۥ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ.
بېشکه په دغه تاريخ کې د عبرت درس د هر هغه چا لپاره دی چې زړه لري يا په پاملرنې سره خبره واوري.

الحموي د خپل کتاب معجم البلدان په مقدمه کې وایي: د اسلامي تاریخ یوه فایده داده چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د امت علماء په کې ذکر شوي د دوی نیک اعمال او ښه اخلاق په کې ذکر شوي، د دوی مواعظ، علوم د حکمت خبرې او نیک عادتونه په کې یاد شوي.

مبارزو ملګرو!
له پورتنیو څرګندونو د تاریخ اهمیت له ورایه ښکاري؛ که موږ او تاسو د قلمي جهاد په ډګر کې د تاریخي پوهې له ویاړ برخمن وو بیا به کله هم کوم تیریګر دلته د فکري (سړې جګړې)  په ډګر کې بریالی نه شي؛ نو راځئ د خپلو ورځنیو مصروفیاتو سره سره د تاریخ مطالعې ته څو شېبې وقف کړو تر څو مو دا مبارزه لانوره ګړندۍ شي.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx