نړۍ

پاریس: فرانسوي پولیسو اوه تنه شکمن کسان نیولي دي

FRENCH_SODIERS_PATROLE_AT_THE_TOWER(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۰) پاریس: نن سهار فرانسوي پولیسو په پاکستان کي له په اصطلا د ترهګرو سره دتړاو په تور اوه کسه شکمن کسان ونیول، اوه سره شکمن كسان دښار په مرکز کي دسینټ ډانس  په نامه سره سیمی ته څیرمه ونیول شول، فرانسوي سرچینو خبر ورکړی دي چي له دغو اوو کسانو څخه یو تن هغه وخت د پولیسو تر څارني لاندی راغي کله چي له یوي الوتکي څخه دپاریس پر (رواسي شاري ډی ګول) هوایی ډګر باندي راکوز شو، الوتکي له الجزایر څخه  د پاریس په لور الوتنه کړی وه.

دفرانسي بی ایف ایم ټلویژیون خبر نشر کړی دي وایی له ټولو شکمنو کسانو څخه پوښتني رواني دي ترڅو مالومه شی چي له هغو دوو تنو فرانسوي وګړو سره خو به کوم تړاو نه لري کوم چي دروان کال په لومړیو کي دپاکستان دایبټ اباد په ښارکی نیول شوی ول.

په دي وروستیو کي داروپا په لراوبر کی پولیس دتیاری په حالت کي دي ترڅو دهغو بریدونو مخنیوي وکړي کوم چي ګمان کیږي القاعده به یی داسامه دشهادت دغچ اخیستلوپه بدل کي ترسره کړي.

خو دفرانسي دکورنیو چارو وزیر کلود ګیان خبري رسنیو ته په خپلو خبرو کي وویل داسي نښي نښاني نه ښکاري چي القاعده دي په نژدي راتلونکي کي اروپا په نښه کړي

بخت الرحمن بخت……………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x