
د ټولنیزو رسنیو پښتو پالنه شعار دی، نۀ عمل
تمهيد سيلاني
هر کال همدا ورځ، ټولنیزې رسنۍ پۀ پښتو پالنې او مبارکیانو مصروفې وي. پښتانۀ دا ورځ پۀ خورا احساساتو او رنګا رنګ شعارونو نمانځي؛ ځينې یې لا د پیغمبرانو، جنت و دوزخ او حتی د خدای د تکلم ژبه ګڼي. خال خال فرهنګیان او شاعران یې پۀ مشاعرو او سندیز ترنم بدرګه کوي. قومي او ژبنیز نشنلستان یې پۀ مستعجلو غونډو او تشریفاتو د شخصي ګټو وسیله ګرځوي.
زمامدار، حکومت، اکدمیک اماکِن او مُدرسین آرامه او چوپه خولۀ ناست وي. دوی ته نۀ پښتو لومړیتوب لري نۀ هم د مسلک پۀ سترګه ورته ګوري. زمامدار او نظام ته یاده ژبه د خپلو شعارونو، سیاسي ریکلامونو او مفاهیمو لپاره د یوې وسيلې پۀ توګه بسنه کوي. اکدمیک ماحول کې پښتو یوازې د ژوندانۀ د مادي مصارفو او آيندې د تضمین یوه سرچينه ده.
پۀ واقعي معنا حکومت او ملت لا د ژبې، فرهنګ او تاريخ پۀ ارزښت نۀ دي پوهېدلي، پوهان وايي: د کوم ملت ژبه او فرهنګ چې ومري هغه ملت پۀ ژوندينې مړ دی. کۀ ووایم چې پښتانۀ پۀ ژوندینې مړۀ دي، لۀ واقعیته به لرې نۀ وي؛ کۀ چېرې دوی پۀ واقعي معنا ژوندي وی، نو د خوا و شا ۶۵ میلیونه ویونکو پۀ درلودلو سره لا هم دا ژبه د زوال پر لور روانه ده.
د آسيا پۀ کچه ددې ستر توکم ژبه چې ویونکي یې د خدای د تکلم، پیغمبرانو او جنت ژبه ګڼي، نۀ یو « معیاري ګرامر » ته لاره پیدا کړه، نۀ پۀ یو ټول منلی « لیکدود» سره سلا شول، نۀ د ژبپوهنې یو نړیوال او کورنی مرکز لري، نۀ مسلکي کادرونه لري، نۀ هم معیاري نصاب او کریکولم یې جوړ شو، نۀ دا ژبه سیاسي او اقتصادي شوه، نۀ هم د معیاري ژباړې جوګه شوه او بلاخره پۀ سیمه او ګاونډ کې دې ژبې د مقابلې او سیالۍ توان تر لاسه نکړ.
دا ځکه!
چې دا ژبه یوازې د شعار او منفی نشنلیزم او مادي امکاناتو لپاره کارول کيږي، نۀ د سیاست، اقتصاد، فرهنګ او علمي مبارې پۀ پار. ددې پر ځای چې نن دا ژبه د يوې تیوریک سمبول پۀ توګه پۀ رسنیو کې ښکته پورته کيږي، باید پۀ عملي توګه د هر اکدمیک ځای او شخص علمي اثار او کړنې د یو منظم پلان لۀ مخې نوي نسل ته ننداره شوې وی او دولت د یادې ژبې د پرمختګ او بډایتوب لپاره خپل استراتيژیک کلني پلان نندارې ته وړاندې کړی وی، تر څو ددې ژبې محصلین او ویونکي پۀ دې باوري شوي وی چې هم حکومت د نوموړې ژبې پرمختګ ته ژمن دی او هم مُدرسین یې د مسلک پۀ توګه پالي.
همد لامل دی چې د پښتو ژبې او ادبیاتو محصلین چې کله لۀ یاد پوهنځي څخه فارغ شي یوازې معلمۍ ته مخه کوي او دا کار د خپل مسلک کاري ساحه ګني، دا پۀ داسې حال کې ده چې ژبه او ادبیات تر نورو علمو ډېره د کار ساحه لري، مگر افغانستان کې برعکس نۀ ارزښت لري او نۀ هم د کار ساحه. نو د ټولنیزو رسنیو پښتو پالنه یوازې شعار دی، نۀ عمل. ددې پر ځای چې شعار ته لومړیتوب ورکړو راځئ عمل پرې وکړو.
د پښتو ژبې نړیواله ورځ دې هغو افغانانو ته مبارک وي چې پۀ ملي احساس خپله ژبه پرته لۀ تعصبه پالي او خدمت ورته کوي.
درنښت !
سیلانی
دا ورځ دی ټولو پښتو ویونکو ته مبارک وی. که په دولت کی کار کوی او یا غیردولتی موسسو او شرکتونو کی نو لطفآ دفتری کارونه مو په پښتو کوی او په مجلسونو کی پښتو ووایی. همدا راز په شخصی ماحول کی هم پښتوووایی حتی که مقابل طرف مو دری ژبی وی. همدایی د پرمختګ او ودی لار ده. هیڅ وقت شعار مه ورکوی او د بلی ژبی بد مه وایی. فقط په خپله ژبه غږیږی او کاروی یی – بس