شعـــــرونه

غزل

شاعر: محمدالله تبسم

يا به مړ يا به ويده ومه خو شپه وه

تيره شوې مې په ځان باندې لمبه وه

محبته دا دې کومه لاره راکړه ؟
شوکولې مې په پښو کې زولنه وه

د خپل سوري شتون يې هم زغملې نه شو
پټه کړ ې يې د مخ نيمه حصه وه

هغه دار چې د منصور يار په نصيب شو
تصادف وو، تصادف وو، حادثه وه

د حالاتو بې وسي ستا له رخساره
د حالاتو بې وسي زما قيصه ده

دا غزل چې تبسم غزال غزل کړه
دا غزل خو ستا په سترګو کې پرته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x