ټولنیزه برخه

د انساني عمر اینده سازه حصه

ميا نوراغا

انسان سره له دې چې اشرف المخلوقات دی ډیر مختصر عمر لري, له دې امله یې د عمر هر لحضه انتهایي قیمتي ده, د تربې مرحله یې له طفولیت څخه شروع کیږي, چې اکثره حصه یې له مور څخه حاصلوي, له دې امله د بچي په تربیه کې د مور لویه حصه ده.

د تعلیم دوره یې هغه وخت شروع شي چې خوراک څښاک خبرو او حرکاتو کې له مور څخه مستغني شي, باید د دوی د استعداد مطابق ورته تعلیم اغاز شي او مرحله وار په مخکې لاړ شي.

د انسان لپار ه اګر چې ټوله زندګي مهمه او قیمتي ده خو ډیره اهمه او آینده سازه حصه له پنځلسو نه تر پنځه ویشت کالو پورې ده:
1- په دغه وخت کې انسان بالغ کیږي.
2- شهواني قوه یې په جوش کې وي.
3- اعضایې په تیزي سره نمو کوي.
4- نفساني خواهشات په څپو وي.
5- د عواقبو چندان فکر نه کوي.
6- خواهشات یې په عقل د غلبې په حالت کوي.
7- غرائز یې د قوت په لور په تیزي سره حرکت کوي.

1- په دغه دور کې که انسان په خپل شهواني قوت کنټرول حاصل کړ په آینده کې به ترې عفیف انسان جوړ شي.
2- که عقل یې په غرائزو حاکم وګرځاو په آینده کې به د حکمت خاوند شي.
3- که خپل وخت یې له بیهوده کارونو څخه په تعلیم صرف کړ آینده کې به عالم ترې جوړ شي.
4- خپل اعضا یې کنټرول کړل آینده کې به متقي ترې جوړ شي.
5- او که په دې عمر کې خپل سري, خواهش پرستي او لذت پرستي په لور روان شو آیند یې د هلاکتونو په کنده کې ده نه یوازې دا چې خپل شخصي ژوند تباه کوي بلکې د معاشرې لپاره لوی سر درد او فسادکونکی ګرځی.
د فساد عوامل:
1- له فاسدو خلکو سره ناسته ولاړه.
2- فاسدو محفلونو کې ګډون کول.
3- فاسد ناولونه, فلمونه, ډرامې او جرائد کتل او مطالعه کول.
4- خپل فرائض او مسؤلیتونه نه درک کول.
د اصلاح اسباب:
1- د پلار او ښونکي پوره اصلاحي توجه.
2- په تعلیم او تربیه کې زیات مشغولیدل.
3- له نیکو خلکو سره راشه درشه او صحبت کول.
4- خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کیدل.
5- د استطاعت په وخت کې نکاح کول.
6- اصلاحي او عملي مطالعه کول.
7- د نیکو خلکو مناقب او تاریخ مطالعه کول.

پلرونه او ښونکي باید د ځوانانو دغې اهمې او خطرناکې مرحلې ته کامله توجه وکړي, د ځوانانو آینده باید په همد مرحله کې جوړه کړي, د دوی غرائزو او قواتو ته باید د اصلاح , تعلیم او تربې قوي لګام واچوي تر څو یې له هلاکتونو څخه وژغوري او د عفت, عقلانیت, علم په لویه شاه راه یې روان کړي.

د دوی په اصلاح او روزنې سره به معاشره له فساد څخه سالمه او آینده به په هر لحاظ مترقي او کامیابه وي.

همدا الهي سنت دي چې تر څو یوه معاشره په خپله د خپلې اصلاح او ترقي لپاره لاس په کار نشي الله تعالی یې ترقي نه نصیب کوي, لکه چې فرمایي: ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیر ما بأنفسهم.

بیشکه الله تعالی د یو قوم حالت تر هغې نه بدلوي تر څو دوی خپلې تبدیلي ته نه وي آماده شوي.
اللهم احسن عاقبتنا في الأمور کلها و اجرنا من خزي الدنیا و الآخرة!

میا نورآغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx