نظــر

د نواز شریف حکومت د ګړنګ پر غاړه

لیکوال: احمدالله احمدزی

څوارلس مياشتې وړاندې د نواز شريف په مشرۍ پاکستان مسلم ليګ «ن» پاکستان کې پارلماني ټاکنې په پرېکنده اکثريت وګټلې او ميا نواز شريف درېم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزير وټاکل شو.

دغو ټاکنو کې د پاکستان لسګونو ګوندو په ګډون درې سترو سياسي ګوندو تر منځ سخته مقابله وشوه.

د نواز شريف په مشرۍ مسلم ليګ «ن»

د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په مشرۍ پاکستان پيپلز ګوند

او د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحريک انصاف.

په نوموړو ټاکنو کې د ميا نوازشريف ګوند په واضح اکثريت پارلماني ټاکنې وګټلې.

د رايو د پايلو له اعلانه وروسته د اصف زرداري ګوند وويل، چې د يو شمېر نيوکو سربېرده د نوازشريف بريا تسليموي او مبارکي يې ورکړه.

د عمران ګوند اعلان وکړ، چې ټاکنې دوی ګټلي، مګر د ټاکنو کميسيون، د هغه وخت لنډ مهاله حکومت او قاضي القضات په ګډه د دوی پر ضد درغلي کړې او نواز شريف دا ټاکنې د درغلۍ په زور ګټلي دي او دوی دا پايلې نه مني.

هغه مهال هم د عمران خان ګوند ځای پر ځای لاريونونه او مظاهرې وکړې، مګر له يو شمېر سلا مشورو ورسته يې اعلان وکړ، چې دا پايلې نه مني، خو د خلکو او ديموکراسۍ له امله يې ومنلې.

سوال دادی، چې عمران خان هغه مهال څنګه داسې ګڼله، چې دی به د پاکستان لومړی وزير شي؟

د چارو څارونکي وايي، چې د ای ايس ای پخواني مشر جنرال شجاع پاشا د خپلې دندې پر مهال د عمران خان پوره ملاتړ کاو او هغه مهال د شجاع پاشا په مرسته ډېر سياستوال د نوموړي ګوند ته ورغلل. عمران خان لندن کې خپلو زامنو ته هم ويلي و، چې بل وار به موږ تاسې داسې وخت کې سره وينو، چې پلار به مو د پاکستان لومړی وزير وي، خو له ټاکنو څه موده وړاندې جنرال پاشا له دندې تقاعد شو او د هغه وخت د حکومت اصف زرداري او اپوزيسيون نوازشريف په مشوره جنرال ظهير الاسلام د ای ايس ای مشر وټاکل شو.

ويل کيږي، چې جنرال ظهير نوازشريف ته نژدې سړی دی او د نوموړي له راتګ سره د عمران خان د ګوند هغه رفتار هم په کمېدو شو.

عمران خان ته يوازې د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت ور په برخه شو او وخت پر وخت به يې پر حکومت تور لګاو، چې ټاکنو کې يې درغلي کړې ده، مګر د نوازشريف حکومت د ده خبرې جدي نه نيولې او ځان به یې تېرولو.

نواز شريف عمران خان ته چانس ورکړ، چې پښتونخوا کې خپل حکومت جوړ کړي؛ اګر که د مولانا فضل الرحمن په ګډون يو شمېر ګوندونو غوښتل، چې پښتونخوا کې د ميانواز شريف ګوند سره په ګډه ايالتي حکومت جوړ کړي، مګر نواز شريف دا غوښتنه ونه منله.

تېر کال، چې کله د نواز شريف حکومت راغی د پوځ پخوانی سرلښکر جنرال پرويز اشفاق کياني له خپلې دندې تقاعد شو، حکومت کوښښ وکړ، چې نوموړی په خپله دنده پاتې شي، ځکه چې جنرال کياني يو ارام طبيعته او جمهوري پلوی سړی و.

د حکومت په کارونو کې يې په اسانه مداخله نه کوله او نواز شريف هم دغسې يو جنرال ته اړتيا درلوده، مګر جنرال کياني له خپلې دندې استعفا ورکړه او نواز شريف د پوځ سرلښکر لپاره اول دوه وړ او په رتبه پوره جنرالان پرېښودل او جنر راحيل شريف يې د پوځ سر لښکر وټاکه.

دا هر څه د دې لپاره، چې نواز شريف د پوځ سرلښکر د خپل احسان پوروړی وبولي او د ده پر خلاف څه کار ونکړي.

مګر د وخت په تېريدو د پوځ او نوازشريف اړيکې په خړېدو وې. د محمود خان اڅکزي په ګډون يو شمېر سياستوالو په پارلمان کې وويلې، چې د پوځ او حکومت اړيکې ښې نه دي او دوی به کوښښ وکړي، چې د دواړو تر منځ روغه جوړه وکړي.

ويل کيږي، چې محمود خان اڅکزي د پوځ او حکومت تر منځ روغه وکړه او له هغې وروسته محمود خان کابل ته لاړ او ورپسې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد پوځي عمليات پيل شول.

د ښاغلي اڅکزي په منځګړيتوب خو لنډ مهاله روغه وشوه، مګر پوځ بيا هم پوره ډاډه نه و او د حکومت له رويې خوښ نه ښکاريده.

د ازادۍ مياشت د جګړو او کودتا مياشت؟!

اګست مياشت پاکستان کې د ازادۍ مياشت بلل کيږي او خلک خپلې خوښۍ لمانځي ، مګر پاکستان کې د دې مياشتې راتلو سره د سياسي حرارت درجه بې کچه لوړه شوې او د لاريونونو او تاوتريخواي په ترڅ کې ګڼ کسان مړه او ژوبل شوي دي.

عمران خان او ډاکټر طاهرالقادري، چې د پوځ نژدې کسان بلل کيږي او د جنرال پرويز مشرف د واکمنۍ پر مهال چې نوموړي پاکستان کې د يوې ټول پوښتنې په ترڅ کې خپل ځان ولسمشر وټاکه، عمران خان او طاهر القادري نوموړې ټول پوښتنه کې تر هر چا زيات فعاليت کړی و.

بيا چې د پوځي ديکتاتور جنرال مشرف تر مشرۍ لاندې نوی پارلمان وټاکل شو، عمران خان او طاهر القادري د نوموړي پارلمان غړي وو.

د نړيوالو څارونکو له قوله د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو ناپاکې ټاکنې د پروزيز مشرف تر واک لاندې شوې وې او د پاکستان په شپيته کلن تاريخ کې نسبتا پاکې ټاکنې د ۲۰۱۳ کال ټاکنې دي؛ مګر عمران خان او طاهر القادري وايي، چې دا حکومت، ټاکنې او وعدې هر څهيې جعلي دي او دوی يې نه مني.

پوځ، عمران خان او طاهر القادري څه غواړي؟

دلته د پوځ، عمران خان او طاهر القادري هر يو خپلې ګټې دي.

عمران خان فکر کوي، که د نوازشريف اوسنۍ اوږد مهالې پروژې بريالۍ شي نو پنځه کاله وروسته به خلک بيا خپلې رايې نوازشريف ته ورکوي او دی به بيا په ډاګ پاتې وي، نو راځه د حکومت پر ضد لاريون وکړه او خلک راوپاروه، تر څو حکومت مجبور کړي، چې منځمهالو «مډټرم» ټاکنو ته غاړه کيږدي.

طاهر القادري څه غواړي؟

نوموړی يو جذباتي سړی دی او د خلکو په راپارلو کې ښه مهارت لري، مګر په دومره کچه د ووټ اخيستو وس بيا نلري.
ښاغلی قادري خلکو ته وايي، چې دی دا حکومت ړنګوي او پر ځای يې يو انقلابي حکومت راولي، چې خلکو ته به علاج، خوراک، بريښنا او د ژوند ټول اړين توکي وړيا ورکوي.

پاکستاني ژورناليست جاويد چودهري د طاهر القادري د دې شعارونو په اړه له نوموړي وپوښتل، چې دا دومره شيان چې تاسې خلکو ته وړيا ورکوئ، دا به له کومه کوئ؟ نو ده سره يې ځواب نه و.

نوموړي پروسږ کال هم د اصف زرداري پر ضد د انقلاب اعلان کړی و، مګر د څو شپو له مظاهرو وروسته بېرته کاناډا ته ولاړ او دا ځل يې هم که انقلاب بريالی نشي، نو بېرته به کاناډا ته ولاړ شي او ځان به خپلو پلويانو ته مظلوم وښيي.

د نوازشريف حکومت ته رښتيا هم ګواښ متوجه دی؟

هو د نوازشريف حکومت رښتيا د ګړنګ پر غاړه دی. د کارپوهانو په وينا پوځ غواړي د نوازشريف حکومت د عمران خان او طاهر القادري په واسطه وډار کړي او حکومت مجبور شي، له پوځه مرسته وغواړي، مګر پوځ به په کومو شرطونو د نوازشريف مرسته کوي؟

پوځ د پرويز مشرف د محکمې، د وزيرانو شورا د يو شمېر وزيرانو او د نوازشريف د ځينې کارونو له امله له نوازشريفه خوابدی دی، مګر که نوازشريف غواړي، چې خپل حکومت له نسکوريدو وژغوري، نو د پوځ مرستې ته اړ دی او پوځ به ديو شمېر شرطونو په بدل کې د نوازشريف مرسته کوي.

پوځ غواړي، چې د پوځ پخوانی سرلښکر او ولسمشر جنرال پروېز مشرف دې له هر ډول قضايي تور او محکمې پرته ازاد شي. پوځ دې سياسي پرېکړو او بهرنۍ تګلاره کې پوره واک ولري او ځينې نورې داسې خبرې هم شته.

اوس که نوازشريف دا خبرې ومني او مجبور دی، چې ويې مني نو حکومت يې له ګواښه خلاص دی او که ويې نه مني نو د نوازشريف حکومت بیخي د ګړنګ پر غاړه دی.

نوازشريف به پوځ سره په کړو وعدو وفا وکړای شي؟

اخري خبره دا ده، که نوازشريف پوځ سره وعدې وکړي او خپل حکومت وژغوري، نو دی به پوځ سره په خپلو کړو وعدو وفا وکړي که نه؟

کارپوهان وايي، چې دې باره کې په نوازشريف هيڅ باور نشي کيدای او شونې ده، چې څه موده وروسته د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف له دندې ګوښه کړي او يا به هم د پوځ او نوازشريف اړيکې ترينګلې پاتې وي او د پوځي کودتا امکان هم شته.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x