روغتیا

هېواد کې یوځل بیا د کرونا ضد واکسینو کمپاین پېل کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د جون میاشتې په څلورمه نېټه به افغانستان کې د کرونا ویروس ضد د واکسینو کمپاین پېل شي.

یاد سازمان وایي چې ددې کمپاین پرمهال به په هېواد کې پنځه ملیونه نور کسان د کرونا ضد واکسین څخه برخمن شي.

د روغتیا سازمان د وینا له مخې، دا واکسین به د هېواد په ټولو ولایتونو کې پېل شي او هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۸ کلنۍ لوړ دي له دې څخه برخمن شي.

روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د کووید-۱۹ د نوې څپې خپرېدو نښې ښکاره شوي او د ناروغانو شمېر د تېر په پرتله زیات شوی دی.

د راپورونو له مخې د افغان-جاپان روغتون ډاکتران وایي چې هره ورځ سلګونه کسان د تشخیص او درملنې لپاره روغتون ته ورځي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، «په پام کې لرو چې د روان کال په جون میاشت کې په افغانستان کې کرونا ضد واکسین پېل کړو».

دغه کمپاین به په ۱۲ ولایتونو کې د روغتیا نړیوال سازمان او په پاتې ۲۲ ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په همکارۍ پېل شي او تر یوې میاشتې به دوام وکړي.

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وایي، «د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق په مالي ملاتړ په ټول هېواد کې د کرونا ضد واکسین پېلوي».

یاد وزارت زیاتوي چې تر دې دمه په ټولو ولایتونو کې د کووید-۱۹ مرکزونه فعال دي او په ټول هېواد کې له ۸ ملیونو زیاتو کسانو ته واکسین لګول شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx