افغانستانروغتیا

روغتیا وزارت هېواد کې د «بیزو تڼاکې» ویروسي ناروغۍ مثبتې پېښې ردوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): وروسته له هغه چې د هېواد په هرات، کابل او نیمروز ولایتونو کې د بیزو تڼاکې ویروسي ناروغۍ مثبتو پېښو راپورونه ورکړل شوي وو، روغتیا وزارت دغه راپورونه رد کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر رسنیو ته ویلي، «د هېواد په ځینو برخو کې د بیزو تڼاکې ویروس مشکوکې قضیو راپورونه ورکړل شوي وو چې د خلکو اندېښنې یې راپارولې وې، خو د معایناتو وروسته منفي تشخیص شوې دي».

د راپورونو له مخې، د هرات حوزوري روغتون ډاکتر محمد عارف جلالي ویلي چې دغه روغتون ته یو ۱۲ کلن ماشوم راوړل شوی و چې د بیزو چیچک نښې یې درلودې چې اوس هم بیستر دی. راپورونه زیاتوي چې دغه ماشوم په وروستیو کې چیرته سفر هم نه دی کړی.

دغه راز د نیمروز او کابل ولایتونو څخه هم ځینو سرچینو د مثبتو پېښو راپور ورکړی و، خو روغتیا وزارت یاد راپورونه رد کړې دي.

د نیمروز ولایت روغتیا ریاست مشر مولوي عبد الله ویلي چې په دغه ولایت کې د بیزو تڼاکې دوه قضیې ثبت شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې اغیزمن کسان په وروستیو کې له ایران څخه راستانه شوي وو.

خو بل لوري ته جاوید هژیر ددغو پېښو په اړه رسنیو ته ویلي چې په نیمروز او کابل کې مشکوک کسان ددې ناروغۍ په تړاو قرنطین شوې دي، دوی به له تشخیص وروسته رخصت کړل شي.

نوموړی زیاتوي چې بیزو تڼاکې ته ورته یو شمېر نورې لکه د مرغانو تڼاکې، هرپیس او سفلیس ویروسي ناروغۍ هم شتون لري.

د یادونې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، تر اوسه له شلو زیاتو هېوادونو کې د بیزو تڼاکې ویروس څه کم۳۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د بیزو تڼاکې لومړنۍ نښې څه دي؟

تبه، ستړیا، د پوستکي خارښ او زخمونه، سر درد، د رګونو او دفاعي سیستم د عقدو پراخېدل یې لومړنۍ نښې دي.

دا ویروسي ناروغي څرنګه خپریږي؟

له ناروغ سره فزیکي او جنسي تماس نېول.

د ناروغ کس د بدن مایعات (لکه د پوستکي د زخمونو څخه مایع، پيپ یا وینه)، کالي، بستره یا هغه څيزونه لکه د خوړلو لوښي چې د اخته کس سره د تماس له امله په ویروس ککړ شوې وي کولی شي نورو ته هم ویروس خپور کړي.

ویروس د خولې د لعاب له لارې هم خپریږي. دغه راز امیندوارې میرمنې د هغې ماشوم ته یا د زیږون پرمهال یا وروسته د مور بدن د زخمونو سره د تماس له لارې خپریږي.

د ناروغۍ پایله څه ده؟

دا ناروغي کولی شي په څو اونیو کې په خپله له منځه ولاړه شي، مګر په ځینو کسانو کې د طبي اختلاطاتو او آن د مړینې لامل شي.

نوي زیږیدلي او یا هم نور ماشومان او هغه خلک چې د معافیت سیستم یې نیمګړتیاوې ولري ممکن له جدي نښو او د مړینې له خطر سره مخ شي.

د بیزو تڼاکي ناروغي نور اختلاطات ممکن د پوستکي انتانات، سینه بغل او د سترګو میکروبي کېدل وي چې د لید د له منځه تللو لامل هم کېدلی شي. خو ددې ګواښ په کمه توګه پېښیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx