ټکنالوژي

واټساپ اوس په کومو ځانګړتیاو کار کوي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د میټا ملکیت سمدستي پیغام رسولو اپلیکیشن د سوداګرۍ حسابونو لپاره نوې ځانګړتیا رامنځته کوي تر څو د پوښ عکس (cover photo) اضافه کولو سره ددوی پروفایل ته وده ورکړي.

د واټساپ تازه معلومات خپرونکې ډله WABetainfo راپور ورکړی چې د IOS سیستم موبایل لرونکو حسابونو کې د پوښ عکسونو لګولو ځانګړتیا رامنځته شوې، خو د اندراید کاروونکو لپاره د واټساپ بیټا نسخه کې تر پراختیا لاندې دی.

راپور زیاتوي، کله چې د واټساپ تازه اپډیټ وړاندې شي نو کاروونکي که وغواړي خپل د پروفایل عکس تنظیم کړي وبه کولی شي د کوَر عکس هم د خپلې سوداګرۍ اړوند تنظیم کړي.

په دې سره کاروونکي کولی شي خپل سوداګریز پروفایل ته وده ورکړي، که څوک ددوی حساب ته مراجعه وکړي کولی شي پر کوَر عکس شته معلومات هم ولولي.

دغه پلیټ فارم په ډاګه کړې چې دا د سوداګرۍ یوه بله وسیله ده چې د عادي واټساپ کاروونکو لپاره شتون نه لري.

په تېره نږدې کې واټساپ پر خپل اپلیکیشن پر یو شمېر نوې ځانګړتیاوې وړاندې کړي چې عکسونو ته عکس العمل ښودل، د میدیا معلوماتو خپرولو وړتیا تر ۲ جي بي لوړول، په ګروپونو کې د ګډون کونکو شمېر لوړول او په یوځل تلیفون کې تر ۳۲ تنو د ګډون ځانګړتیاوې دي.

دغه راز په چیټ لیست کې د سټوري کتلو ځانګړتیا باندې هم کار روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx