نظــر

مرحوم ثالث عمر رحمه الله د سنتو د اتباع پر مهال د چا پروا نه ساتله

قاري عبدالستار سعيد

د ملا صاحب یو مهم صفت بې تکلفي وه، عموما معاصر سیاسي مشران ډیر تشریفات او آرګاه بارګاه لري،هغوی هر څه د یوه پروټوکول له مخې کوي.  خو ملا صاحب د صدر اسلام د خلفاوو په شان ډیر ساده ژوند درلود و هغه په دفتر کې د کار پر مهال په تخت یا څوکۍ نه کیناست بلکې پر ځمکه او یا کټ کې به ناست و.  د تشریفاتو کومه قطعه یې نه درلوده.

مفتي عبدالحکیم صاحب کیسه کوي چې یو وخت د پاکستان څخه علماء کرام د ملاصاحب ملاقات ته راغلي وو په دوی کې د پاکستان د مدارسو د لویې اتحادیې وفاق المدارس مشر شیخ الحدیث مولانا سلیم الله خان صاحب هم و. کله چې دوی د ملاصاحب ځای ته ورغلل،  دا وخت ملاصاحب له خپل ځای څخه راوتلی و . له روغبړ وروسته ملاصاحب د دفتر مخته پر ځمکه خپل څادر وغوړاوه او له میلمنو یې غوښتنه وکړه چې پر څادر کیني . ملاصاحب هم همدلته کیناست او له میلمنو سره یې مجلس وکړ.  له مجلس وروسته کله چې علماء راووتل نو د وفد دځینو غړو له حالته داسې معلومیده چې د ملاصاحب دې ساده او بې تکلفه چلند خوند نه و ورکړی.  خو مولانا سلیم الله خان صاحب چې لوی عالم و،  ویې ویل:  ملا صاحب عجیبه کار وکړ،  د رسول الله یو سنت چې له موږ څخه هیر و نه یوازې موږ ته یې راپه زړه کړ بلکه عملي یې هم کړ.  رسول الله چې په حنین کې و،  که یې چې رضاعي خور (شیماء)  ورته راغله ، نو نبي علیه السلام ورته خپل څادر په ځمکه وغوړاوه او هغه پرې کیناسته.  په دې کې دا تعلیم دی چې میلمه ته پر ځمکه له کیناستو مخکې باید څادر وغوړوو،  چې نن ملا صاحب هم همداسې وکړل.

ثالث عمر  صــ ۴۸۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ. حضرت

د ځکندن ( جان کندن ) په شېبه او قبر کی هم د خپلی دې عقیدې د دفاع جرئت لرم چی:
” د امریکائیانو لخوا د سپټمبر د ۱۱ پېښی د ادعا تکذیب او د ملا عمر پنوم د یو کس د شتون د ادعا تکذیب د حقائقو یوه مُسلّمه برخه او یو اخلاقی عبودیت ګڼل کیږی”.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx