ټولنیزه برخه

چاپلوسان او د وخت زامن

رضوان الله فیضاني

ځينې تش په نوم د نظام خواخوږي او د وخت زامن، په حقيقت کې د نظام لپاره زهر قاتل او ناسور زخم، د ځينو دردېدليو ملګرو د اصلاح په نوم تنقيدي ليکنو څخه سوځيږي.

وايي چې دا نيوکې مسؤولينو ته مخامخ وکړئ؛ هغه او دغه، ډېرې بې ځايه اوتې بوتې غږوي او ټاپې لږوي.

وه چاپلوس مخلوقه!
مونږ مو ښه پېژنو چې په پخه خټه چاپلوسان يئ، تاسو ته به کوم مسؤول چارواکی کومه کورولا ډوله يا فيلډر موټر يا نور ماديات په لاس درکړی وي، نو ځکه ورته لاس په نام ولاړ يئ او هر وخت ورته غبرګ غبرګ پرتوګونه کنډئ.

تاسې راشئ چې دلته له ډېری مسؤولينو سره مخامخ ملاقاتونه کيږي او کنه…؟

د دردېدليو او کړېدليو غازيانو ستونزه او فرياد په اسانۍ سره اورېدل کيږي او کنه…؟

تاسې غوندې ميراثي چاپلوسان او غوړه مالان به خود په اسانۍ سره مخامخ ملاقاتونه کوي.
خو هغه د سنګر خړ پړ او زورېدلی مجاهد د وزارت، ولايت او رياست په دروازه کې هم په اسانۍ نه پرېښودل کيږي، ملاقات خو غټه خبره ده، د ډېرو مسؤولينو د دفترونو اکثره دروازې ستاسو په څېر نا اهلو چاپلوسانو د چاپلوسۍ او غوړه مالۍ په منتر اشغال کړي دي.

تاسې د حقپرستو مبارزينو خولې او قلمونه هېڅکله نشئ خاموشه کولای، که وخت او زمینه مساعده شوه نو د دې پست او رذيل عمل رد عمل به هم ووينئ.

ان شاءالله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx