
“زه باغي نه يم”
ژباړه: عرفات پردېس
يوه ورځ مرحوم مولانا کاشي اودس کاوه يو کس ډېر وارخطا راغی د ده تر څنګ کېناست زر زر يې اودس وکړ په منډه جومات ته لاړ مونځ يې پيل کړ…
مرحوم مولانا په ډېر دقت د ټول ادابو او مسنونه اصولو مطابق اودس وکړ… ورو ورو ، د جومات په لور روان شو دومره وخت کې هغه کس لمونځ وکړ جومات نه راووت
دواړه د جومات دروازه کې مخامخ شوه
کاشي ترې وپوښتل… :
څه دې کول…؟
هغه کس وويل…:
هيڅ…!
مرحوم کاشي… ښه تا هيڅ هم نه کول…؟
” هغه کس خپله تېروتنه احساس کړه ، فکر يې وکړ ، که مې مولانا صاحب ته حقيقت خبره وکړه…: چې لمونځ مې کاوه لانجه جوړېږي “منکر شو چې هيڅ مې نه کول…!
کاشي صاحب… :
آيا تا لمونځ نه کاوه…؟
هغه کس… نه… !
مرحوم کاشي… ما وليدې چې لمونځ دې کاوه…
نه مولانا صاحب… ! ما لمونځ نه کاوه… !
مولانا… نو تا په جومات کې څه کول… ؟
هغه کس وويل… : حاضرۍ ته راغلی وم مولانا صاحب…! خپل رب ته مې حاضري ورکړه… : چې “باغي نه يم… ! ”
دې جملې مولانا صاحب ډېر اغېزمن کړ…
د مرګ تر وخته که به چا د احوال پوښتنه ترې وکړه… : ده به يو خاص حالت کې ورته ويل… :
” باغي نه يم”…!!
الله جل جلاله ښه پوهېږي دا عبادات چې موږ يې کوو د ده د شان او مرتبې کيفيت او خاصيت نه لري…: زموږ لمونځونه ، روژې او نور عبادات چې ډېره کمي او کاستي لري ، موږ بايد په ډېره عاجزۍ د دغه ناقصه عباداتو په ذریعه خپل رب ته دومره ووايو
چې… ” ای… ! زموږ بې همتا ربه… ! موږ باغيان نه يو”… !!