ادبي لیکني

د ماشوم د ادبیاتو منځپانګه

فاطمه حجاز

د ماشومانو هېلې، خوبونه، اهداف او لرلید د یو قوم او ملت د راتلونکي د څرنګوالي ښکارندویي کوي ځکه همدا ماشومان دي چې د ملت راتلونکی ورپورې تړلی دی او سبا به د خپلو ټولنو رهبري پر غاړه ولري.

نن ورځ هغه ملتونه د قدرت، پرمختګ او نوې ټکنالوژی خاوندان دي، چې ماشوم او په ټوله کې د نوي نسل لپاره موثر او دقیق تعلیمي، تحصیلي او روزنیز پلانونه او برنامې لري او د دې تر څنګ د ماشوم د ادبیاتو منځپانګه یې داسې مواد لري چې ماشوم هڅې، کوښښ، علم، خلاقیت، پرمختګ او فکر ته هڅوي.

د ماشوم د شخصیت او فکر په جوړولو کې کورنۍ، دوستان او تعلیمی او تحصیلي نصاب رغنده رول لري خو پر دې سربېره د ماشوم ادبیات د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د فکر او شخصیت په جوړولو کې هم تر یو حده رول لري.

له بده مرغه زموږ په ټولنه کې له کورنیو او فامیلونو سره د ماشوم د شخصیت او فکر جوړونې په اړه کوم پلان او برنامه شتون نلری پر دې سربېره د هېواد ټیټ کیفیت لرونکی تعلیمي نصاب چې د اسلامي فکر جوړونې له مفاهېمو او اصولو څخه چاڼ کړل شوی دی او پر ځای یې د ولسواکۍ، نړیوالتوب، همزیستۍ، سیکولریزم او انسانګرایي مفاهیم پکې ځای پر ځای کړل شوي دي، تر وروستی کچې یې زموږ د ماشومانو شخصیت او فکر منحرف کړي دي.

د تېر اشغال پر مهال د کورنیو له بې لارې کولو او د تعلیمي او تحصیلي نظام د ورانی سربېره د ماشوم د ادبیاتو په ډګر کې هم زموږ د ماشومانو شخصیت او فکر تر برید لاندې ونیول شول. په تېرو کلونو کې چې د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې څه نا څه کار وشو، دغه فعالیتونه د نوي نسل د Westernization یا غربي کولو په موخه ترسره کېدل او د بهرنیو بېلا بېلو جهتونو لخوا څخه تموېلېدل.

هغو اشخاصو او افرادو ته پراخ فرصتونه رامنځته کړل شول چې غوښتل یې د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې له غرب څخه پر متاثر فکر، کار وکړي.

ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د اروپایي داستانونو او کیسو د راژباړلو تر څنګ له اسلامي ارزښتونو او اصولول څخه لیرې، په بداخلاقی رنګ او له غربیانو څخه په متاثر فکر کیسې او داستانونه ولیکل شول او په پراخه توګه چاپ کړل شول.

دغه کیسې او داستانونه نه یوازې دا چې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د علم او پوهې د ترلاسه کولو، خلاقیت، پرمختګ او ترقی انګېزه نشي ورکولی، بلکې په ماشومانو کې د منحرف او پوچ فکر د رامنځته کېدلو، له پردیو څخه تاثر او د اسلامي امت د برم او عظمت نه د ډک ماضي څخه د لیرې کېدلو سبب هم کیږي.

موږ د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې هغې منځپانګې ته اړتیا لرو چې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د اسلام عقاید او اصول وروښایي، د واحد امت، اسلامي خلافت او زموږ نور مفاهیم ورترزیق کړي، دوی د اسلامي امت له تېر برم څخه خبر کړي او د اسلامي امت له ماضي سره د نوي نسل دغه شلېدلې اړیکه پیوند کړي، په دوی کې د ولاء او براء عقیده راوټوکوي او پخه یې کړي، د علم او پوهې د ترلاسه کولو، د پرمختګ او ترقی انګېزه پکې راوټوکوي او د خلاقیت قوه راژوندی کړي.

نن د ماشوم ادبیاتو د منځپانګې د اصلاح او بډایه کولو لپاره، وخت او د بېدارو لیکوالانو هڅې او کوښښ ته اړتیا لرو ترڅو په دې برخه کې په اسلامي فکر ولاړ کتابونه ولیکل شي او یا د اسلامي نړی د نورو لیکوالانو آثار راترجمه کړل شي.

د اوس لپاره باید په دې برخه کې پر پردي فکر ولاړې کیسې او داستانونه راټول او له منځه یووړل شي. د دغو کیسو او داستانونو غوره بدیل د رسول “صلی الله علیه وسلم” سپېڅلی سیرت، د انبیاوو او سلف صالحو کیسې کېدلی شي.

همدارنګه د نسیم حجازي، عنایت الله التمش، اسلم راهي، نجیب ګیلاني، ابو علي عبدالوکیل، جرجي زیدان، الماس، مسکین علي، صادق حسین صدیقي، ادریس آزاد او نورو لیکوالانو داستانونه او کیسې هم د ماشومانو د ادبیاتو د منځپانګې د بډایه کولو په موخه په پراخه پیمانه نشر کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx