ورزش

میسي ایټالیا ته په ماتې ورکولو د خپل کیریئر ۴۰مه ټرافي په خپل نوم کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د نړۍ نامتو ستوري لیونل میسي د خپل فوټبال کیریئر ۴۰مه ټرافي هم په خپل نوم کړه.

د لیونل میسي ارجنټینا چې تېره شپه د ایټالیا پر وړاندې د «فینالیزما» سیالي ترسره کړه، په ۳-۰ بریا خپله او یو بل جام د خپل ریکاردونو په کتاب کې ثبت کړ.

تېره شپه د اروپا (اروپایي جام ۲۰۲۰) او سویلي امریکا (کوپا امریکا ۲۰۲۱) جامونو اتلولې لوبډلې مخامخ شوې چې ارجنټاین په غوره کارکردګي ښودلو خپل سیال ته ماتې ورکړه.

د میسي ملي لوبډلې ارجنټاین چې تېر درې کلونه یې په ۳۲ لوبو کې هیڅ ماتې نه ده منلې، ایټالیا ته هم په ۳-۰ ماتې ورکړه او یوه بله ټرافي یې په خپل نوم کړه.Finalissima - Italy v Argentina

دغه سیالي د لندن په ویمبلي لوبغالي کې ترسره شوه چې د لوبې لومړی ګول ارجنټایني لوبغاړي لوتارو مارتینیز د میسي په مرسته په ۲۸مه دقیقه کې راوړ.

دوهم ګول د مارتینیز په مرسته انخیل دي ماریا په ۴۶مه دقیقه کې او دریم ګول د پالو دیبالا له لوري په ۹۱مه دقیقه کې راوړل شو.

دغه لوبه کې میسي په زړه پورې کارکردګي وښوده او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، خو د یو شمېر نږدې فرصتونو سره په ګول وهلو ونه توانېده.

باید وویل شي چې د تېر کال په جولای میاشت کې د کوپا امریکا جام په پایلوبه کې ارجنټاین لوبډله د برازیل پر وړاندې مخامخ شوه چې ارجنټاین په ۱-۰ بریا خپله او میسي د ملي لوبډلې سره لومړۍ ټرافي ګټلې وه.

نوموړي تېره شپه ایټالیا ته په ماتې ورکولو د ملي لوبډلې سره دوهمه خو د خپل کیریئر ټولټال ۴۰مه ټرافي خپله کړه.

یوازینی لوبغاړی چې په دې تړاو له میسي وړاندې دی د برازیل دانې الویس دی چې ټولټال یې ۴۳ جامونه ګټلې دي.

بل لوري ته ایټالیا تېر کال د اروپایي هېوادونو جام پایلوبه کې له پینالتیانو وروسته انګلستان ته ماتې ورکړې وه.

د اروپایي او سویلي امریکایي فوټبال فدراسینونو ګډه پریکړه کړې وه چې ددې جامونو اتلولې لوبډلې به له یو بل سره مخامخ کیږي، چې له دې وړاندې یوازې دوه ځل په ۱۹۸۵ او ۱۹۹۳م کې ترسره شوي دي.

https://www.youtube.com/watch?v=0uBISr-6FDU

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx