دیني، سیرت او تاریخ

په تاريخ کې اسلام ته درې سترې صدمې

حسان مجاهد

يو وخت مسلمان پوهانو د اختراعاتو او چاپ اسبابو په نشتون کې زيات کتابونه وليکل او د انکشافاتو، معلوماتو او تحقيقاتو لويې ذخيرې(کتابخانې) يې له ډيرو هڅو سره راتلونکو نسلونو ته برابرې کړې.خو کله چې مسلمانان د خپل عیش او هوس له امله له خپل دين نه غافله شو؛ نو کفارو دمسلمانانو له غفلت نه په استفادې؛ د اسلام بیخ کيندنې ته نوره هم پاملرنه زياته کړه او داسلام د تخريب په موخه يې له ډېرو لارو کار واخيست. خو د کفارو يوه داسې کړنلاره، چې په نيتجه کې يې اسلام ته درې سترې صدمې ورسېدې، هغه ددغه اسلامي کتابونو سوځول او دځمکې له مخه ورکول و.

۱_  وحشي تاتاریانو صرف د بغداد په «دجله» درياب کې دومره کتابونه واچول، چې تر څلويښتو ورځو د درياب اوبه دکتابونو له رنګ(سیاهي) څخه توري ښکاريدې.

۲_ د غرناطې د سقوط په مهال (کارډ نيل کيسې ملنس) په ښار کې دهر عربي کتاب دسوځولو امر وکړ او د « باب رحلت» نومي ميدان کې دمشهور قول له مخې «لس لکه اويا زره» کتابونه وسوځول شو، تاسې فکر وکړئ چې ددې اندازې له مخې به په ټول اندلس کې دعلم څومره سرمایه ضايع شوې وي؟

۳_ د صليبي جګړو په مهال هم اسلامي کتب خانې دکفارو هدف وګرزېدې، د طرابلس مشهورې کتب خانې « بنو عمار» نه ماسوا د بیت المقدس، عسقلان، غزه او معره ښارونو  ډيرې کتاب خانې وسوځول شوې، دمؤرخينو له قوله صرف په طرابلس کې چې دمختلفو کتاب خانو کوم کتابونه وسوځول شو؛ تعداد يې «دیرش لکه» ته نږدې کيږي، چې په دې سره د علم او دانش له لويې سرمایې څخه مسلمانان محرومه پاتې شو.

انا لله وانا اليه راجعون

مأ خذ: (اسلاف کے طالب العلمانہ زندگی) ص 48

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx