نظــر

په ولس فقر ولې حاکم دی؟

عبدالجبار وحدت

په فقر، ډولونو، اغېزو او علتونو یې ما په مختلفو برخو کې بېل بېل بحث کړی دی، د نظام مسؤلیتونه، د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه اوضاع مې شاربلې ده.

په کلي ډول ما دا بحث په لاندې ډول کړی:
د نړیوال بانک د تازه راپورونو په اساس تر ۷۳۶ میلیونه پورې وګړي په مطلق فقر کې ژوند کوي، چې هند تر ۲۴٪ مطلق فقیرو وګړو اوسیدو په لحاظ په لومړۍ درجه او شمالي امریکا د ۱٪ غریبو وګړو پّه اوسېدو سره په وروستي قطار کې ځای لري او ۶٪ غریبان په نړیواله کچه د اسیا د جنوب پورې اړوندېږي چې له بده مرغه افغانستان هم پکې شامل دی.

په هرو دوو کې یې یو بېوزله دی د احصایې د ملي ادارې د تخمین په اساس ۳۵ میلیونه ته نفوس رسېږي چې تقریبا تر ۱۷ میلیونه زیات وګړي د فقر په حالت کې ژوند کوي، ممکن دا ارقام اوس نور هم تغیر شوي وي.
د فقر اړوند مختلف اقتصادي نظامونه بېلابېل نظریات لري:
د راهبانو اند دا دی چې فقر یو داسې مرض نه دی چې باید علاج یې وشي، بلکې هغه څه دي چې موږ خدای پاک او اخرت ته نږدې کوي، مانا دوی فقر ته د بد څيز په سترګه نه ګوري، مګر د اسلام کامل دین دا نظریه بالکل ردوي او ان د رسول الله(ص) هغه دعا ښه ثبوت دی چې له فقر څخه پنا غواړي، کپیټلیزم یې د انساني ازادۍ نشتون د اساسي علت په توګه بولي، مګر سوسیالیزم یې ازاد بازار او انساني ازادي اساسي علت بولي.
یو تعداد یې بیا د خدای تعالی له لوري بولي، چې باید په لوږه صبر وشي.
مګر د اسلام اقتصادي نظام یې د منابعو څخه درسته استفاده نه کول، درستې پالیسۍ نشتون او انساني غفلت اساسي علتونه بولي.

د فقر اساسي ریښه په دوو برخو وېشل شوې ده، چې یوې ته یې ټاکنیز یا انتخابي او بل ته یې نا ټاکل شوی، یا تحمیلي غربت وایي.

ټاکنیزه لوږه:
پدې مانا چې پخپله فرد د لوږې سبب شوی وي، یا دا حالت د ده د کړنو سره تړلی وي، که یو کس درست مالي مدیریت نه کوي، د ژوند په چارو کې درست اقتصادي پرنسیپونه نه کاروي، نو همدا لوږه ترې رامنځته کېږي.
چې ټنبلي یې اساسي علت کېدلی شي، ځکه حضرت علي (رض) فرمایي : څوک چې د کار له امله د سختي زغم نه لري، نو لوږه دې وزغمي.
تحمیلي لوږه : باید یو داسې حالت دی چې افراد په دې کې رول نه لري ، بلکې په غیر ارادي ډول رامنځته کېږې چې محیطي، سیاسي او اقتصادي عوامل په ځان کې رانغاړي.

زلزله، وچکالي یا توپانونه ، همدارنګه اقتصادي ناسم روابط ، انفلاسیون ، اقتصادي نوسانات ، د عاید نا عادلانه وېش،د کاري فرصتونو نه موجودیت ، د حقیقي عاید ټیټوالی،د بشري پانګې کمزوری یا نه مدیریتول ، هغه څه دي چې په پایله کې یې تحمیلي فقر رامنځته کیږي.
• د دولتونو بې پلاني: حتی د دې سلنه ان تر اویا(۷۰) پورې ښودل شوی دی. د یوې منظمې ستراتيژي نه شتون هرڅه د سوال او ګډوډي سره مخ کوي ، ستراتیژي هغه څه ده چې موږ ته د ټاکلو اهدافو تر لاسه کولو لارې چارې روښانه کوي، له بده مرغه چې دلته ډېری وخت دولتونه بې پلانه پاتې شوي دي، په ځانګړي ډول په اقتصادي لحاظ دلته منظم اقتصادي موډل نه دی جوړ شوی.

• بیکاري:
بیکار هغه چاته وابي چې د (۱۵-۶۵ ) کلنو تر منځ عمر ولري او د کار په لټه کې وي، خو بیا هم د درامد او کار منبع پیدا نه کړي. کار هغه څه دی چې پر مټ یې تولید تر سره کیږي، سړي سر عاید ورسره زیاتيږي، د کورنیو د ژوند سطحه ورسره لوړېږي، د ګڼ شمېر افغان بېکارو ځوانانو شتون د دې ستونزې اساسي عامل دی، بیکاري لوږه زیږوي او لوږه په سلونو ستونزې زېږوي.

• دوامدارې شخړې:
د ټولو زیربناوو له منځه وړلو اساسي عامل همدا جنګ دی ، اوږدمهاله جګړې هغه څه دي چې د هیواد فابریکې او اقتصادي بنسټونه له رکود سره مخ کوي، د بوديجې زیاته برخه نظامي لګښتونو باندې مصرفوي، ځوانان فرار ته مجبوروي او هېواد بالکل له صادراتي حالت څخه وارداتي حالت ته ورګرځوي. د یوې څېړنې په اساس روانو جګړو په افغانستان کې د 200 میلیارده ډالرو شاوخوا کې زیان اړولی دی او د جګړو په پایله کې د۵۷۴ شاوخوا کې فابریکې له بده مرغه ویجاړې شوي دي.

• وچکالي، نباتي ناروغي د ملخانو هجوم:
زموږ هېواد کرنیز هیواد دی، اقتصاد یې هم زراعتي دی، زیاته کتله ځوانان ان تر ۸۵ سلنې پورې په زراعتي سکتور کې په کار بوخت دي، نو په دې اساس وچکالي نباتي ناروغي د دې سترې سلنې ځوانانو د بیکارۍ سبب ګرځي او دا حالت خپله لوږه زېږوي.

• بېسوادي:
د ۶۵ سلنه بې تعلیمه وګړو شتون ددې ستر ثبوت دی او د یو میلیون او دوه سوه زرو ماشومانو بوختیا په شاقه او درنو کارونو کې.بې سوادي هغه څه دی چې د عدم تخصص ستونزه زېږوي او تولیدي اغېزمنتوب او مولدیت له بینه وړي، له بده مرغه د درییمې نړۍ هېوادونه دا ستونزه لري.

• د نفوسو د زیاتوالې ستونزه:
سره له دې چې الله تعالی د رزق وعده کړې ده او په قران پاک کې فرمایي چې تاسو اولادونه د لوږې له وېرې مه وژنئ، مګر د فقر اړوند کلاسیک او معاصر اقتصادي نظریات متفاوت دي، څومره چې نفوس لوړېږي، سړي سر عاید ورسره ټیټېږي او برعکس هم.

• مالي مدیریت نه شتون:
دلته مالي منابع په درست ډول نه مدیریت کيږي، همدارنګه مالي سرچینې په تخصصي او مسلکي ډول نه لګول کېږي، د فقر له اساسي علتونو څخه د ښه مالي مدیریت نه شتون دی.

• د عوایدو غیر عادلانه وېش:
د عوایدو غیر عادلانه وېش لویه ستونزه راولاړولی شي، موږ ګڼ مثالونه لرو چې په تېر کې هم یوه طرف سوپرسکیل معاش اخیستل مګر، بل لوري دومره معاش هم نه درلود چې کم تر کم ورځني لومړنۍ اړتیاوې مرفوع کړي.

• د کرهنې سکتور کې په غیر تخصصي ډول د ګڼ نفوس بوختیا:
یاد سکتور کې ګڼ تعداد اشخاص بوخت دي، مګر موږ بیا هم د غله جاتو او حبوباتو په برخه کې پر ځان متکي نه یو ، ښه مشینري نه لرو، پټه بیکاري بیخي پرېمانه په همدې سکتور کې لیدل کېږي.

• د پټې بیکاري موجودیت:
د وروسته پاتې هیوادونو ډېری وګړي ظاهراً بوخت مګر په حقیقت کې بېکاره دي، ځکه دوی د سړي سر عاید په لوړوالي کې هیڅ بارز رول نه لري.

• دود، عنعنات:
عنعات په پرمختیايي هېوادونو کې د زیاتو بېځایه لګښتونو اساسي علت دی او لوږه یې زېږولې ده.

• اقتصادي نوسانات او انفلاسیون:
د قیمتونو نوسانات ، انفلاسیون د Real income کموالي د فقر زیاته ستونزه زېږولی شي.پیسې په ورته حالت کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او Purchasing power یې بیخې کمزوری کېږي.

• د نړۍ سره د اقتصادي تعاملاتو نشتون:
د نړۍ سره د سمو اقتصادي تعاملاتو نه شتون تجارتي بندیزونه زیږوي او دا بندیزونه قیمتي زیږوي او قیمتي لوږه زیږوي.

• د ازاد بازار او همدارنګه د مافیایي بازار شتون: د ډالرو د قاچاق په شمول ډېری بازارونه دلته انحصاري او مافیایي بڼه لري چې ملي اقتصاد نړوي او شخصي /فردي اقتصاد پیاوړی کوي.

• زکات ته د توجه نه کول:
یو اهم دیني مسؤلیت دی چې د فقر په ختمولو کې رول لري ، مګر په اسلامي هېوادونو کې دې مسلې ته پاملرنه بیخي کمه شوي ده.

• اداري فساد او اختلاس:
فساد هغه څه دی چې د دولتي امکاناتو او صلاحیت څخه شخصي ګټه پورته شي، د دولتي بودجې د کسر له اساسي علتونو څخه یو علت اختلاس دی، له بده مرغه چې دلته له ډېر پخوا فساد ریښې درلودې او لوږه یې زېږولې وه ،هیله لرو چې اوسني نظام کې به دا ستونزه په ټولیز ډول حل شي.

• د کرونا وبا له وجې پراخ ګرځبندیز(قرنطین): له بده مرغه د افغانستان غریب ولس د ټولو ستونزو سره سره د کرونا له بدمرغه ناروغي سره مخ شو ، چې په پایله کې هټۍ، کارځایونه ، هوټلې او حتی ټول کاروبار په ټپه ودرېدل چې د افغانانو اقتصادي وضعیت یې نهایت خراب کړ، کرونا د ټولې نړۍ په اقتصادي وضعیت بده اغېزه کړې وه ، مګر د داسې کم عاید لرونکې هېوادونه ولسونه یې نهایت ضعیف کړل، هغه متل دی وې چې په مېږي شبنم هم توپان وي.

• درست مالیاتي او عایداتي سیتسم نه شتون:
له بده مرغه په وروسته پاتې هېوادونو کې عایداتي سیستمونه خراب او د قناعت وړ نه دي، نو پدې اساس دلته هم یاد سیستم لکه څرنګه چې اړین وو نشته ، او د دې سیستم نشتون دولت غریب کړی او ددولت غربت خودبخود ولسي فقر زېږوي.

دا عمومي برخې مګر ولس ته هم یو سلسله مسؤلیتونه متوجه دي ، چې باید تر سره یې کړي:
1. د سپما فرهنګ او فکر نشتون:
افغانان له بده مرغه چې د سپما او سبا اقتصادي ستونزو هیڅ فکر نه لري ، څه چې ګټي هغه بیرته مصرفوي ، د سپما فکر هغه څه دی چې تولید ، پانګونه او د پانګې دوهم ځلي تولید رامنځته کوي او دلته د سپما نه شتون په انفرادي ډول د فقر زیږوونکی دی ممکن ځينې لوستونکې ماته په غوسه شي، یا یو بل ډول فکر وکړي، چې وحدت په ډکه خېټه فارسي وایي ، هدف دا دی چې د سپما د تابع له مخې او همدارنګه موږ د کلي عایدو یوه برخه باید مصرف او یوه یې حتما سپما کړو، د غیر مترقبه پیښو او سختو اقتصادي شرایطو لپاره باید هر وخت اماده واوسو ، دلته ډېرو خلکو ډېرې پیسې درلودې ، مګر مدیریت یې نه کړې او په بېلو بېلو لارو ترې لاړې، په افغانستان کې تر ټولو زیات چې له فقر څخه رنځ وړي ، د لوړو معاشاتو لرونکې بې بندوباره لګښت کوونکې کسان، دي ، بنا هدف دا دی چې ولس باید د سپما فکر ولري ، دا بخل ، کنجوسي او یا بله کومه بده چاره نه ده ، دا اړتیا ده، که لږ سپما هم وکړو ، راتلونکی اقتصادي بحران مدیریت کولی شو او له لویو اقتصادي ستونزو او تشویشونو ځان پرې ژغورلی شو.

2. د نوښت او په ځان بسیاینې فکر نه درلودل:
دا اولس تر ډېره مفت خور عادت شو، له بده مرغه موږ د لومړنیو اړتیاوو په برخه کې هم و نه توانیدولو چې حداقل په ځان بسیا شو، زه عملي بېلګو ته راځم.

موږ غوا لرو ، مګر کوچ،پنیر او ملایي اوس هم ایراني کاروو، دا د مستۍ، لټۍ او مفت خوړنې نهايي حد دی ، نو ولې؟

همدارنګه چرګې لرو ، بیا هم هګۍ او غوښه د پاکستان څخه واردوو ولې؟ حدا قل د کورنیو په کچه خو دا ستونزه حلولی شو.

3. د ځینو غلطو متلونو حاکمیت:
مثلا وایي چې یو یې ګټي ، سل یې څټي،ولې داسې وشي؟ ولې یې سل سره نه ګټي؟ حداقل سل واړه ولې هڅه نه کوي؟

یا وایي ، چې چا د هغو هدیرې لیدلې دي، چې د لوږې له لاسه مړه شوي وي، نو دا هغه موارد دي چې افغانان یې د فقر منحوسې دایرې ته ورکش کړي دي، یا وایي، چې زموږ هدف دې دنیا ته بل څه دی ، په سترګو یې منم ، دا مسله نه نقضوم، مګر لطفا لدې مسلې څخه غلطه استفاده مکوه، ته د کورنۍ او د هغوی د نفقې مسؤل یې،دا هم هغه موارد دي ، چې موږ یې کمزوري کړي یو او دولت پکې مسؤل نه دی.

4. د تشثب فکر نه لرل:
ډېری ځوانان کوښښ کوي، چې مسلک اړوند کار ومومي ، که يې پیدا نه کړي، نور کار نه کوي، یا کوښښ داکوي چې له بل چا سره کار مند شي، مګر دا فکر بېخي نه کوي، چې باید داسې تشبث وکړم ، چې له ماسره بل څوک کار وکړي،نو همدغه وجه ده ، چې په انفرادي ډول موږ د فقر طرف ته را کاږي.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خورا په زړه پوری مضمون ماشاءالله. هیله مند یو چی د امارت مسؤلین یی په غور سره ولولی او کار اهل د کار ته وسپاری. تاسو وویل: (مګر د اسلام اقتصادي نظام یې د منابعو څخه درسته استفاده نه کول، درستې پالیسۍ نشتون او انساني غفلت اساسي علتونه بولي). په ریښتیا هم همداسی ده. درسته استفاده هغه وخت له منابعو څخه کیدای شی چی کار متخصصو او مسلکی اشخاصو ته ورکړل شی متاسفانه چی اوس ګورو ټول ملایان په ډیرو مهمو اقتصادی چوکیو ګمارل شوی ته به وایی چی ټولو د آکسفورد له ینورستی څخه دوکتورا راوړې په غټو چوکیو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx