نظــر

د ډبرو سکاره او د برښنا انرژۍ توليد

ابوالياس جهادوال

د افغانستان اسلامي امارت کابينې څه موده مخکې د اوبو او برښنا او د کانونو او پټروليم وزارتونو ته دنده وسپارله څو په صنعتي پارکونو او لويو ښارونو کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا انرژۍ توليد په برخه کې خپلې هڅې پيل کړي.

دا چې اوسمهال په افغانستان کې ډېری کاريدونکې برښنا وارداتي ده او ډېری فعالې توليدي فابريکې د برښنا له شديد کمښت سره شکايت لري، نو له دې کبله د اسلامي امارت کابينې د دغو ستونزو د حل په موخه له ډبرو سکرو څخه د انرژۍ د توليد طرحه تصويب کړه.
د څېړنو له مخې د ډبرو سکاره څخه د نفتو او حتا طبيعي ګازو په پرتله برښنا په آسانه او ارزانه بيه توليدېږي او افغانستان د دغو ډبرو پريمانه کانونه لري، نو روان وضعيت ته په کتو مو د دغې موضوع بېلابېلو اړخونو ته کتنه کړې ده:
د ډبرو سکاره (Coal )هغه کاني انرژي لروونکې ماده چې ډېره برخه يې حتی ۲۵۰ ميليون کاله مخکې د ونو، بوټو او نورو ګياوو له پاتې شونو څخه رامنځته شوې او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د سونګ توکيو په بڼه او صنعتي فعاليتونو کې کارول کېږي.

د دغې مادې د کشف په اړه کره سرچينې نشته خو ويل کېږي چې له ميلاد څخه ۱۰۰۰ کاله مخکې د ډبرو سکرو له Fushun کان څخه د چين په شمال ختيځه سيمه کې د اوسپنې ويلې کولو په برخه کې استفاده شوې ده.

د ډبرو سکرو هغه سینلډرونه چې په انګليس کې له رومي کډوالو څخه موندل شوي، ښيي چې روميان هم له ميلاد مخکې کلونو کې د د دغو توکيو له استعمال سره بلد وو. همدارنګه په اروپا کې د ډبرو سکرو د استخراج لومړني مدارک د Liège له‌خوا وړاندې شوي دي.

که څه هم هغه مهال له ډبرو سکرو په کمه کچه استفاده کيده، خو په امريکا متحده ايالتونو او اروپا کې دوامدارې صنعتي پرمختيا له دغې مادې څخه د استفادې کچه لوړه کړه.

اوسمهال د نړۍ په کچه له ډبرو سکرو څخه له نورو مواردو سربېره د حرارتي برښنا په توليد کې هم استفاده کېږي چې په لوړه کچه حرارت سره اوبه په بخار بدلوي او دغه بخار د توربينونو څرخونه په زيات سرعت سره په يو پياوړي مقناطيسي ميدان کې تاووي او په برښنا بلدېږي چې اوس‌مهال د نړۍ په کچه ۴۰ سلنه برښنا ورڅخه ترلاسه کېږي چې هند ۹۴ سلنه، سويلي افريقا ۹۲ سلنه، چين ۷۷ سلنه او استراليا ۷۶ سلنه د استفادې وړ برښنا له ډبرو سکرو څخه ترلاسه کوي.

افغانستان هم يو له هغو هېوادونو څخه دی چې له ډېرې مودې راهيسي له دغې مادې څخه د کورونو ګرمولو، آهنګرۍ صنعت او توليدي فابريکو کې استفاده کوي. دغه هېواد د ۱۰۰ ـ ۴۰۰ ميليون ټنو په وړتيا د ډبرو سکرو کانونه لري چې له بدخشان څخه نيولې تر بغلان، سمنګان، باميان،سرپل او هرات ولايتونو پورې د هندوکش غره په لمنو کې موقعيت لري:
په افغانستان کې د ډبرو سکرو کانونه:
1. د بغلان د برفک سيمې د کوتل خاکي کان؛
2. د اش پشتې کان؛
3. د پروان ولايت د فرح کرد سرخ پارسا ګاوپران کانونه؛
4. د بغلان ولايت د نهرين د شيندرې، چنارک او يخپجکانونه؛
5. د ځدران سيمې کان؛
6. د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ د چهل دختران سيمې د ګرمک کا؛
7. د سمنګان ولايت د دره صوف او د سرپل ولايت تر منځ ګوله يدري کان؛
8. د هرات ولايت د کرخ ولسوالۍ د سنجور کان؛
9. د دره کوټ غره د لاغرجوی په سيمه کې د انزري او شهيدانو کانونه؛
10. د سمنګان د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د ايزنګي کان؛
11. د ارزګان ولايت د مداخيلو د کندلان کان؛ او
12. د پلخمري د کرکر، دود کش او آهن درې کانونه.
چې اوس‌مهال يوازې د دره صوف، آش پشتې، سبزک، کرکر، اهن درې، دود کش، نهرين او بلخاب کانونو د استخراج چارې رواني دي او له توليد شويو محصولاتو څخه يې د کورنو ګرمولو، صنعتي فابريکو او خښتو بټيو کې استفاده کېږي او يوه اندازه يې له هېواده بهر هم صادرېږي.

دا چې افغانستان د سيمې په کچه د ډبرو سکرو پريمانه کانونه لري نوکه چېرې د چاپيريال ساتنې مواردو ته په پام کې سره په مسلکي توګه استخراج او د برښنا توليد په برخه کې ورڅخه استفاده وشي، له يوې خوا به صنعتي فابرېکې او ښارونه له دوامداره او باثباته برېښنا څخه برخمن شي، له بل لوري به دغه توليد شوې برښنا له وارداتي هغې څخه ارزانه پرېوځي او پر بهرنۍ برښنا به مو تکيه راکمه کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx