نړۍ

مصر: دسیاحت پخوانئ وزیر په ۵ کاله بند باندي محکوم شو

zuhair_garranah_tourism_minister_if_egyp(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۰) قاهره: دمصر هیواد دسیاحت پخوانئ وزیر زوهیر جرانه په پنځه کاله بند باندي محکوم شو. له قاهري څخه ځینو خبري سرچینو خبرورکړی دي چي جرانه لدي وجي دمصر یوي محکمي په پنځه کاله بند باندي محکوم کړ، ځکه چي نوموړي دخپل وزارت په دوران کي ځینو سیاحتي شرکتونو ته دکارکولو غیر قانوني اجازت نامي ورکړي وي.

په مصر کي دحسني مبارک دحکومت له راپرزیدو څخه وروسته نوي اداري دمبارک اوزامنو په شمول دمصر دپخواني حکومت واکداران او کارکونکي یو په بل پسي دمحاسبي ومیز ته راکشوي

 

، چي څو ورځي مخکي دمصر دمخکیني حکومت دکورنیو چارو وزیر حبیب العدیل هم یوي محکمی په ۱۲ کاله بند باندي محکوم کړي وو. مصري چارواکي وایی چي جرانه او دمصر هیواد دوه مشهور سوداګر لدي کبله به بند باندي محکوم شوی دي، چي دهیواد همه شتمنیو ته یی زیات زیان رسولی دي، یوي خبري رسنئ خبر ورکړی دي چي جرانه دخپل واک په دوران کي دهیواد ملي بودیجي ته ۵۱ ملیونه ډالره زیان اړولي دي ‎، نوموړي ډیري دولتي ځمکي په خپله خوښه له مارکیټ څخه په ډیره کمه بیه پلورلي دي . دحسني مبارک له لري کیدو څخه وروسته دمبارک او زامنو په شمول تراوسه پوري دپخوانئ اداري ۲۰ تنه لوړرتبه چارواکي دمحاسبي میز ته راکش کړل شوی دي، او همدغه د مصر د ولس له مهمو غوښتنو څخه یوه غوښتنه وه، خو حسني مبارک چي سخت ناروغه دي تراوسه پوری په شرم الشیخ کي په یوه روغتون کي بستردي، که څه هم اوسني حکومت غوښتي وو چي حسني مبارک دي هم زندان ته کش کړل شي، خو لا تراوسه پوری په روغتون کي دي. حسني مبارک چي د دروان کال دفروری په میاشت کي له واک څخه لري شوی او تر تحقیقاتو لاندي دي، پرنوموړي باندي شک دي چي د هغو ۸۴۶ تنو په وژنه کي یی لاس درلود کوم چي دنوموړي دحکومت په خلاف په مظاهرو او لاریونونو کي وژل شوی وو، ویل کیږي چي د۱۸ ورځو توندو مظاهرو او لاریونونو په ترڅ کي ۸۴۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي وو، چی ډیری یی په سرونو او سینوکي په مرمیو لګیدلي وو. بخت الرحمن بخت……………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x