
شعـــــرونه
لکه اوښکې له لېمې درپسې لاړ شم/ حيدري
محمد اغا حيدري
لکه اوښکې له لېمې درپسې لاړ شم
په خیالونو څو شېبې درپسې لاړ شم
بس تر څو دې چې ښکاريږي قدمونه
په دې لاره تر هغې درپسې لاړ شم
ستا تصویر ته غلی غلی وژړېږم
ډک زړګی تر مقبرې درپسې لاړ شم
غم ځپلی یم وجود مې ټول لړزیږي
په ورو ورو تر دروازې درپسې لاړ شم
کړم قیصې د ستړي ژوند دې تصویرو ته
شبګیرو کې آن تر شپې درپسې لاړ شم
پاڼې پاڼې شم زړګی مې نه صبریږي
آخر هم تر هدیرې درپسې لاړ شم
حیدري! قلم، کاغذ لاس کې را واخلم
تر غزل او قصیدې درپسې لاړ شم
محمدآغا حیدري