نظــر

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام ته سرخلاصې لیک

دکتور رحمت الله زاهد

محترم عالیقدر اميرالمؤمنین، رئيس الوزراء، د رئيس الوزراء معاونينو او د سترې محکمې محترم رئيس صاحبانو (حفظکم الله جمیعا)

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

موضوع: د لوړو زدکړو د محترم وزير صیب لخوا ولې د حاضرۍ له امضاء کولو ممنوع ګرځولی شوی يم؟

له هر څه مخکې تاسې محترم د مشرتابه مقام ته د لوی او متعال الله څخه صحت او ستاسې په اوږو باندې د پروت دروند مسئوليت د ښه ترسره کېدو توفیق غواړم، الله دې وکړي چې ستاسې په وسيله د مليونونو شهيدانو، کونډو، يتيمانو، معلولينو، مهاجرينو او کړيدلو، ځوريدلو افغانانو ارمانونه پوره شي او په افغانستان کې يو داسې عادلانه اسلامي نظام حاکم شي چې د هغې تر سيوري لاندې ټول افغانان پرته له سمتي، ژبنيز، نژادي، قومي، مذهبي او فکري توپير څخه آرام او هوسا ژوند ولري، په حقیقي معنا د هر اړخيز امنيت څخه برخمن شي او هيواد او ملت مو له سيالانو سره سيال شي.

عالیقدر د رهبرۍ مقام!
زه چې ځان ددې هیواد او ملت مخلص بچی بولم او ټوله هڅه مې د اسلام د مقدس دين د لارښوونو په رڼا کې د ګران هيواد او کړيدلي ملت خدمت دی، په يوه دينداره کورنۍ کې زيږيدلی يم، نيکه مې حافظ عظيم الله په خپل وخت کې د قرآن کريم حافظ و، پلار مې مولوي غلام يوسف ديني جيد عالم او د جرګو مرکو سړی و، په ګران هيواد باندې د شوروي د يرغل سره سم مو ګاونډي هيواد ته هجرت وکړ، هغه وخت چې زما عمر به نږدې څلور کلونه وو، د خپلې کورنۍ سره مهاجر شوم، د لسو کلونو په عمر کې مې د ديني تعلیم ترلاسه کولو لاره خپله کړه او د مختلفو مراحلو د تېريدو وروسته په دوه ويشت کلنۍ کې د ګاونډي هيواد له يوې ديني مدرسې څخه په لومړۍ درجه بريالی شوم، پدغه موده کې د ګاونډي هيواد د ديني مدارسو د يو بورډ (رابطة المدارس الاسلامية) د عالميې د مرحلې په ازموينه کې په ټول هيواد کې په لومړۍ درجه بريالی او د بل بورډ (وفاق المدارس العربیة) د عاليې مرحلې په ازموينه کې په ټوله خيبر پختونخواه ولايت کې لومړۍ درجه او د عالميې په مرحله کې په ممتازه درجه بريالی شوم.

لدې وروسته مې د نړيوال اسلامي پوهنتون څخه په تفسیر او حديث کې ماستري او په حديثو کې دکتورا ترلاسه کړه او د دکتورا په موده کې مې په نوموړي پوهنتون کې د استادۍ مقدسه دنده ترسره کوله او پدغه توګه ددغه پوهنتون اړوند دعوت اکادمۍ کې د محقق په توګه دوه کاله دنده ترسره کړه.

هيواد ته د ستنيدو وروسته مې ټول وخت دعوت او تدریس ته وقف کړ، د ځوانانو د اسلامي تربيتي او دوی د اشغال د فکري يرغل څخه د خوندي ساتلو لپاره مې پراخه دعوتي کارونه ترسره کړل او د هيواد په دوه ديرش ولايتونو کې مې د ځوانانو د روزنې په خاطر فعالیتونه ترسره کول او وخت په وخت مې دغه ولايتونو ته سفرونه کول او زرګونو ځوانانو ته مې د اسلام پيغام رسولو او پدغه کار کې مې سلګونو ځوانانو ملتيا کوله چې الحمد لله دغه ځوانان اوس د هيواد لويه اسلامپاله سرمايه ده، پدغه توګه مې لس کاله د هيواد په سطحه په معتبر علمي درسګاه سلام پوهنتون کې د لسانس او ماسترۍ په برخه کې د تدريس چارې سرته رسولې او د سلګونو ځوانانو او علماء کرامو د علمي کچې په لوړولو کې مې مستقیما برخه درلوده.

په تيره شل کلنه دوره کې مې په هيڅ داسې دولتي ارګان کې وظيفه ترسره نه کړه چې زما د فکر او عقيدې سره په ټکر کې وي او ټوله موده مې د اشغال او د اشغال د انډيوالو پر ضد ويناوې او ليکنې کولې چې زما فکري ملګري او مخالفين ټول ددغه کار شاهدان دي، هغه وخت مونږ په ډير صراحت سره په اشغال، نظام او واکدارانو نيوکې کولې او دغه کار مو خپل ايماني او ملي مسئولیت ګڼلو او ددې هر څه سره مونږ په هيواد کې د يو باثباته، پياوړي اسلامي نظام او د يو خپلواک او پرمختللي افغانستان ارمانجن وو.

د رهبرۍ عاليقدر مقام!
د تېر نظام په اواخرو کې په ۱۳۹۸ لمريز کال کې مې هوډ وکړ چې په دولتي پوهنتون کې د استاذۍ له لارې خپل د ديني پیغام ساحه نوره هم پياوړې کړم، لدې امله د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت په څانګه کې د علمي کادر په توګه شامل شوم، دا هغه وخت و چې ورته بست په کابل پوهنتون کې هم شتون درلود خو ما د کونړ پوهنتون ته لدې امله ترجیح ورکړه، چې زه هم ددغه سيمې اوسيدونکی وم، حق يې راباندې زيات درلود او بله دا چې د کابل او ننګرهار پوهنتون د لويو اوسترو علمي کدرونو څخه ډک و نو ما وغوښتل چې هغه پوهنتون کې کار پیل کړم چې استادان يې نسبتاً د ځوان عمر درلودونکي وو او پدغه توګه زه په دغه پوهنتون کې د لومړي دکتورا لرونکي استاذ په توګه مقرر شوم.

د خپلې استادۍ په تيرو دوه نيمو کلونو کې مې کله هم د لوړو زدکړو د وزارت د لوائحو او مقرراتو څخه سرغړونه نه ده کړې، کله هم د تدريسي بهير څخه غير حاضر شوی نه يم، صنف ته په خپل وخت حاضريدو کې ريکارډ لرم، کله مې هم د اداري پرسونل او د علمي کادر د غړو سره شخړه نه ده راغلې، کله مې هم د محصلينو سپکاوی نه دی کړی او الحمدلله په اخلاقي فساد کې د ککړيدو خوب هم نه شم لیدلی او په پورته کارونو د ياد پوهنتون ټول علمي او اداري پرسونل شاهد دي او الحمد لله دوی ټول ما د يو ښه استاد په نوم پيژني، دا هر څه د خپل ځان د تزکيې په خاطر نه بلکه د تحديث بالنعمة په خاطر ستاسې مخې ته ږدم.

د رهبرۍ محترم مقام!
د اشغال د پای ته رسيدو او د اسلامي امارت د واکمنيدو سره مونږ د اعتزاز او استقلال ساه واخسته او په ټول توان مو خلکو ته د اوسني وضعيت په اړه قناعتونه ورکول او ځوانان مو د هيواد څخه له تېښتې منع کول چې په دغه موده کې زما ليکنې او ويناوې پدې خبره دلیل دی، خو ددې هر څه سره مو هغه نيمګړتياوو ته هم ګوته نيولې او نيول يې خپل حق بولو کوم چې د نظام د ضعف او بدنامۍ سبب ګرځي، خو دغه نيوکه مو کله هم د نظام د تخريب او سپکاوي په نيت نه ده کړې، د مخلصو خلکو مسئوليت هم دا وي چې په هر هغه څه نيوکه وکړي چې د نظام د سقوط او يا ضعف سبب ګرځي، د تخريبي فعالیتونو او اصلاحي نيوکو ترمنځ لوی توپیر شتون لري چې هر عقلمند انسان پرې پوهيږي.

د رهبرۍ محترم مقام!
زما د ټولنيزو رسنیو له پاڼو څخه مغرضو افرادو هغه لیکنې چې يو قسم نيوکې پکې وي اقتباسونه د لوړو زدکړو محترم وزير صیب ته رسولي او زه يې ورته د نظام مخالف معرفي کړی يم او زما هغه لسګونه ليکنې چې د نظام په تائيد او د نظام د مخالفينو پر ضد مې کړي، شاته غورځولي دي، محترم وزير صیب پرته زما د شخصيت د څيړلو، زما د فعالیتونو څخه د ځان خبرولو او زما د پوهنتون د رهبرۍ او د زون د رهبرۍ څخه د څېړنې او تحقیق او يا هم زما څخه د سپيناوي د غوښتلو پرته د تېر ثور په شلمه نيټه د حاضرۍ د امضاء کولو څخه ممنوع وګرځول شوم او د پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د محترم رئیس لخوا راته پيغام راکړل شو چې د پوهنتون محترم رئيس راته پيغام راکړی چې د محترم وزير صیب امر دی چې نور دکتور رحمت الله زاهد د حاضرۍ امضاء کولو ته پرينږدئ، ما چې کله له دوی څخه د علت پوښتنه وکړه، نو هيڅ جواب يې رانکړ، بلکې ويې ويل چې دا د محترم شيخ صیب امر دی او مونږ يې په عملي کولو مکلف يو، مونږ د سپيناوي او يا د لاملونو د غوښتلو حق نه لرو.

ددغه پیغام په تعقیب ما په پوهنتون کې ځانګړي استازي او د پوهنتون علمي معاون سره اړيکه وکړه، ځانګړي استازي په لومړي سر کې ناخبري څرګنده کړه او علمي معاون وويل چې مونږ د سپيناوي غوښتلو حق نه لرو، خپله ستونزه په خپله حل کوه.

زه مجبور شوم، د لوړو زدکړو د محترم علمي معين او د کابل پوهنتون د محترم رئېس سره په اړيکه کې شوم او د بيلا بیلو اړخونو سره مې دغه معامله مطرح کړه خو چا هم قناعت ورکوونکی ځواب رانکړ او نه د مسئلې په حل کې کوم ګام پورته شو، البته د کونړ پوهنتون د محصلانو محترم معاون او د زون محترم ځانګړي استازي پدغه اړخ کې پوره هڅه کړې ده چې ترې منندوی يم.

د دوه اوونيو په تېريدو راته د شرعياتو محترم رئيس پيغام راکړ چې خبره راغونډه شوې ده او د پوهنتون د محترم رئيس سره مجلس کوو او د مجلس موخه يې راته دا وښوده چې د وزارت لخوا لارښوونه دا ده چې د استاد سره کينئ او دوه غوښتنې ترې وکړئ، يو دا چې کوم نقدونه يې چې کړي د هغې بخښنه دې وغواړي او دوهم دې دا تضمين ورکړي چې بيا به کله هم نيوکه نه کوي، دغه دواړه غوښتنې زما لخوا رد شوې، ځکه هيڅ داسې کومه ګناه مې نه وه کړې چې له امله يې زه بخښنه وغواړم او د يو مصلح استاد په توګه دا تضمين هم نه شم ورکولی چې زه دې په هر څه سترګې پټوم او کله دې هم نيوکه نه کوم، نیوکه د هر افغان په څير زما حق دی او پدې باور لرم چې په اسلامي نظام کې د نيوکې حق د هر چا لپاره خوندي دی.

دا چې تر اوسه درې اوونۍ تيرې شوې چې زه د حاضرۍ له لاسليکولو څخه ممنوع يم، سره چې پدې ټوله موده کې مې تدريسي چارې جاري ساتلي دي او غیرحاضري مې نه ده کړې، د تدريس بهیر د جاري ساتلو سره د حاضرۍ د امضاء کولو څخه منع کيدل زما په حق کې ستره بې عدالتي ده چې زه يې جبرانيدل غواړم.

د رهبرۍ عالیقدر مقام!
کله چې زما په څير د يو اسلامپال افغان چې غوښه، هډوکی، پوستکی، دماغ، فکر، زړه او ټول کړه وړه يې د اسلام څخه عبارت دي، ټول عمر يې په اسلامي فکر کې تير کړی، په اسلام او اسلامي نظام باندې قناعت نه بلکه ايمان او باور پرې لري، ددې کار لپاره يې ټولې هڅې مصرف کړي او پدې هم باوري دي چې د اوسني حالت بدیل ډير خواشينونکی دی او په ټوله معنا بايد دغه نظام د سقوط څخه وژغورل شي او دې نظام ته د يو اخرې فرصت په نظر ګوري، چې د هغه سره د لوړو زدکړو د محترم وزير لخوا دغه د سپکاوي ډک چلند کيږي، نو د عامو افغانانو سره به چلند څه قسم وي، یو اړخ ته د نظام د محترمې رهبرۍ لخوا د هيواد څخه بهر علمي کدرونو او سياسي شخصيتونو ته د راتلو بلنه ورکول کيږي او بلې خوا ته د پوهنتون د يو اسلامپال استاد سره په يو عادي نيوکه دغه چلند کيږي، آيا دغه کړنه به د نظام لپاره ګټوره وي او که تاوان رسوونکې.

د رهبرۍ محترم مقام!
زه ځان ددې نظام يو مخلص فرد بولم، ددې نظام د تخریب لپاره هر قسم هڅې که د هر چا لخوا ترسره کيږي په شرعي توګه ناروا بولم، ددې نظام پر ضد وسله پورته کول، د افغانانو وينه تويول، امنيت اخلالول د شرعي نصوصو په رڼا کې ناروا بولم، خو د اصلاح او سمون لپاره نيوکه د هر افغان په څېر خپل حق هم بولم، پدې کار سره يو اړخ ته مونږ خپل ديني مسئوليت پوره کوو، بل طرف ته د هغه خلکو خولې ټپوو چې مونږ ته پیغور راکوي چې په تېر نظام خو مو نيوکې کولې او اوس خاموش يې او د هغه خلکو بهانې هم له منځه وړو چې اوسنی نظام په ديکتاتورۍ او زورواکۍ تورنوي، مونږ ورته دلیل وړاندې کولی شو چې مونږ په نظام کې يو او په نظام نيوکه هم کولی شو، که چېرې له مونږ څخه د نيوکې حق هم واخيستل شي نو ددې دوه معناګانو پرته دريمه معنا نه شي کيدی، يا دا چې دا واقعا يو ديکتاتوري نظام دی او يا دا چې دا نظام له معصومو خلکو څخه جوړ دی چې سل په سله کې اسلامي نظام يې قايم کړی او ټول واکمن يې د ګناه څخه لکه دپيغمبرانو معصوم دي، که دا نه وي نو بيا بايد د نيوکې له امله زما په څير د کوم استاد يا بل کوم مسئول شخص دنده نه تعلیق شي او نه له خپلې دندې څخه لدې امله ګوښه شي چې تا ولې په نظام نيوکه کړې.

د رهبرۍ محترم مقام!
هیله ده زما دغه لیک تاسې ته درورسيږي او تاسې د لوړو زدکړو د محترم وزير څخه ددغه کار سپيناوی وغواړئ، زه ددغه چلند له امله نور نه غواړم چې دغه مقدسه وظيفه سرته ورسوم، خو لږ تر لږه دغه کار بايد د بل استاد سره تکرار نه شي، استاد عزت نفس لري، استاد د ملت د روزنې دروند مسئوليت پرغاړه لري، استاد بايد تشویق شي، نيوکې يې ومنل شي، عزت ورکړل شي، اړتياوې يې پوره شي او په ټوله معنا ونازول شي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

داسلامي نظامي خادم
دکتور رحمت الله زاهد
دکونړ سيدجمال الدين افغاني پوهنتون داستادۍ څخه ممنوع شوی استاد
۲ ذوالقعده ۱۴۴۳ هجري قمري/۱۲ جوزا ۱۴۰۱ لمريز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

جالبه خبره ده. دوه خبری نن باید استاذان په نظر کی ولری: اوسنی حساس وخت او دمعصیت په ضد تبلیغ. دهغه معصیت په ضد تبلیغ چه کبیره اوصغیره وی. دتبلیغ طریقه هم ورته مالومه وی. استادان ددولت غړی دی نو باید سیاسی خبری ونکړی. که دقانون خبره سی استادان باید دپوهنتون قانون ومنی. که اداره لدوی وغواړی چی نور خپل فعالیت بند کړی هغه باید ومنی. ددولت غړی باید دحکومت په کارو کی مداخله ونکړی مګر هغه اکادمیک شکل ولری. دقانون له مخی دا رښتیا ده چی باید اول اداری تحقیق وسی او بیا جزا ورکړل سی. خو دلته دا… نور لوستل »

فقير سيد هاشمي

دکتور رحمت الله زاهد يقينا يو مؤمن او مجاهد شخصيت دې بهترين دعوت ګر داشغال په ضد يې قلمي او دعوتی مبارزه بې سارې توګه د ستائلو ده

هدايت الله حبيبي

الله دې د افغانانو مل شي،يو ظالم څخه خلاصيږو په بل ظالم اوړو

امان الله شیګلی

دلوړوذدکړووزیرصاحب کچیری ددوکتورصاحب رحمت الله ذهد پشان احل اولایقه کسان ددندولری کړی لری نده چی دپوهنتونونونه کباړخانی جوړی شی

شعيب

نشرات مو اوس پيکه غوندي دي څنګه چې لازم دی یا ورته اړتيا ده هغسي نه دي

نصر الله

دكتور رحمت الله ذاهد یوعلمی شخصیت دی باید ترینه استفاده واخستل شی. ..دیر حیرانونكی خبری اوری سری حیران شی چی زمونگ ملک کی سه بد بختی روانه ده۔ مونگ کله جوریگو۔ کله په یونطام کی د عمومی منافع په زای قومی سمتی ژبنی او فکری مطرح شوو بیا پکی خیر بنوی۔

سيد زرغون شآه آغا

محترم استاد! اسلام عليکم ورحمةاللّه و برکاة, اما بعد: ستاسى محترم ليکنه مى ولوستل, رشتيا هم په حق کى مو ظلم سوى دى. مګر ملا هيبت اللّه اخند به دونده وخت ولرى چى : دا ستا اوڔ.ده ليکنه ولولى او غور مو وکى? زما په نظر دا ليکنه لڔ. څه لنډه کړه او شخصاً و کندهار ته ولاړ سه. که دى ملا صاحب وليدى کار به دى وسى او که نه دکندهار چکر به دى سو او د کندهار خوڔ.ى ميوى به نوشجان کى.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx