
غرب کوم ډول ازادي غواړي؟
ميا نوراغا
د جهالت له دور څخه په ټوله نړۍ کې د غلام او اقا, د لوړ ذاتو او ټیټ ذاتو یوه بې خیره طبقاتي لړۍ روانه وه, سپین په تور رنګ شریف ګڼل کیده, همدا رنګه له ښځو سره غیر انساني د وینځې چلن کیده.
چې کله اسلام راغی, د نسلونو او ذاتونو توپیر یې بلکل نیست او نابود کړ, تور او سپین یې د انسانیت او اسلامیت په یوه صف کې ودرول, سلمان له فارس څخه, صهیب له روم څخه بلال بن رباح له حبشې څخه راټول په مسجد نبوي کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اقتدا کې عرب او عجم ټول بلا توپیر په یو مسجد کې په یو امام پسې په یو صف کې ودریدل رضوان الله علیهم.
ټولو توپیرونو او طبقاتي نظریاتو ته د پای ټکی کیښودل شو, د کرامت او لوړ والي معیار یوازې تقوا وګڼل شوه.
نسل او قوم یوازې د پيژاندل کیدو تعارف لپاره وګرځول شو.
د عدل او انصاف اصل او معیار دومره قوي او عملي شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که چیرته زما لور فاطمه غلا وکړي خامخا به یې لاس قطع کړم.
او دا اعلان وشو چې هیڅ عربي په عجمي, سور په تور فضیلت نه لري.
همدا رنګه ښځه له انساني او اسلامي حقوقو څخه برخورداره وګرځول شوه.
د مور حق درې چنده په پلار زیات وګرځول شول, هغه ښځه چې اول لور وزیږوي بهترینه معرفي شوه.
د لوڼو پالونکي ته د جنت زیری ورکړی شو.
له دې سره د غلامانو ازادولو لپاره تدریجا قوانین او ترغیبات مقرر کړی شول.
د غلامانو ګرځولو لارې وتړل شوې یوازې د حربي کافر د جنګ حالت کې نیولو سره غلام کیدای شو.
د ازادي لپاره یې ترغیب او ثواب ذکر شو, په کفاراتو کې د غلام ازادیدل د کفارې ادا کیدل وګڼل شول.
همدا رنګه له دوی سره انساني او بشري حسن سلوک لازم وګنل شول.
له اسلام څخه مخکې د غلامانو په هکله دا یو ترحم هم نه وو.
یهودانو ښځه ناچیزه ګڼله د حیض په حالت کې یې ډوډۍ شریکه نه ورسره خوړله, یورپ د طبقاتي نظام په اور کې سوزیده.
تنګ نظیرې عامه وه بې ځایه نسل پرستي او په نسل فخرونه رواج وو, چې د لوي دښمنیو سبب ګرځیده.
د اسلام له برکته فکرونو وسعت پیدا کړ, بشریت او انسانیت قدر پیدا کړ.
اسلام د فطرت , عدل , او اصولو دین دی له هر قسم افراط او تفریط څخه پاک دی, د بشریت اقدار یې د فطرت او خلق موافق په عدل استواره کړل.
خو غرب له تفریت څخه له راوتو وروسته په افراط کې مبتلی شو د ازادي معیارونه یې بې نظمه او افراطي شکل پرمخ یوړل.
غرب څه قسمه ازادي غواړي؟
غرب د ښځو په ازادي کې هیجاني او د فطرت خلاف موقف ته ورسیده, ښځه چونکې د نر پرتله نرم مخلوق دی, دو د مساوات په ډنډورې سره ښځه د نر برابره وګرځوله یعنې هغه شاقه کارونه چې نر یې د خپل خلقي صلابت له امله پر مخ وړلی شي په ښځې هم لازم وګرځول چې دا له ښځو سره سراسر ظلم دی.
همدا رنګه یې د فطرت او د نسل معیارونو خلاف ښځه د فحشاء او شهوت پوره کولو آله وګرځوله چې هیڅ سالم میزاج یې نشي برداش کولی.
له دې سره له ښځو څخه د تجارتي اعلاناتو لپاره د وسیلې کار اخلي.
د ماشومانو روزنه چې زیاته حصه یې تر ښځې پورې تړلې ده د مساوات په ترڅ کې تخریب شوه.
غرب کوشش کوي چې دغه ولیدلی حالت د میډیا او کاذبې مزخرفې پالیسې او نشریاتو په مټ د ښځو په حقوقو توجیه کړي, دا فحشاء او ظلم په شرق بالخصوص په اسلامي ټولنه تحمیل کړي, چې د اسلام له سپیڅلو معیارنو سره بلکل په ټکر کې ده.
اسلام د عدل, فطرت, انسانیت دین دی, معیارونه یې اسماني او د خالق له خوا د بشریت خلقیت او فرطت موافق کیښودل شوي, له د غسې ولیدلو وضعي قوانینو څخه بري او پاک دی.
اسلام د عفت پاکدامنۍ, عدل, حسن سلوک او د نسل حفاظت درس ورکوي, پاکه سالمه جامعه او نړۍ غواړي.
میا نورآغا