نظــر

نظام ته د خدمت په نيت ورشئ!

حسان مجاهد

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې چې د اسلامي نظام بنسټ کيښودل شو، له هغه وخته تر ننه اسلامي نظام کله د امارت او کله د خلافت په نامه را روان دی، کله مسلمانان ترې محرومه او کله يې لاسته راوړي. په افغانستان کې اوسنی حاکم اسلامي نظام هم د محمدي دور اسلامي نظام سپېڅلې مورثه او نمونه ده، دا نظام د الله تعالی يو ستر نعمت ده او دغه نعمت د ډيرو قربانیو په بدل کې رامنځته شو، تر اوسه د نظام حاکميت مهم و او اوس د نظام ساتنه مهمه ده، د حاکميت لپاره يې چې کوم مسؤلیتونه مسلمانانو ته ور له غاړې وو، په ښه توګه يې  ترسره کړل، اوس  په کار ده چې د نظام د ساتنې اصول او مقررات په ښه توګه عملي شي.

نړيوال د خپلو نظامونو برپا کولو ته له دين نه متجاوز دي، خو موږ بايد د نظام د مصلحت او بقا انعکاس له خپل دين څخه وکړو؛ ځکه زموږ دين (اسلام) د نظام د ساتنې لپاره غوره تګلارې وړاندې کړې دي.

يوه ډيره مهمه تګلاره چې نظام ته د تګ پر مهال لومړی بايد په پام کې ونيوله شي، هغه نظام ته د «خدمت» په نيت تګ دی، هغه کسان چې د الله تعالی په لاره کې يې ستونزې، زخمونه او اسارتونه ګاللي دي، په نسبت نويو ګمارل شويو ته؛ دوی ته نظام ډير اهم دی، خو نويو ګمارل شويو کسانو ته (چې د نظام له راتګ سره سم په حکومت کې دننه شو) په کار ده، چې نظام ته له ورتګ نه لومړی هدف د نظام مصلحت او خدمت وټاکي، د نظام فعال کس بايد دا نيت ولري، چې مخکې جهاد د نظام د حاکميت په موخه کيده، اوس به د نظام د ساتني لپاره کار کوم، اسلامي خاوره او د اسلامي نظام ساحه به له يرغلونو او د نظام په وړاندې له ګواښونو څخه (چې په هره بڼه او هر ډګر کې وي) ساتم، چې دې کار ته «رباط» ويل کيږي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم قول ده: « په رباط کې يوه شپه تېرول تر دنيا او ما فيها غوره ده»البخاري (2678) ابو هريره رضی الله عنه وايي: ماته په رباط کې يوه شپه تېرول؛ د حجر اسود په څنګ کې(چې بهتره ځای دی) د قدر د شپې تر عبادت (چې بهتره شپه ده)ډېر ارزښت لري. په نظام کې فعال کس  بايد په دې نيت دنده ترسره کړي، چې بندګان د احکامو په اجراء کولو کې د الله تعالی خلفاء دي او دا کار هله کيږي، چې بندګان د اسلامي نظام واګي په لاس کې ولري. دا ډول نيت ځکه اړين دی، چې دغه نظام د تلليو سپېڅلو شهيدانو ميراث ده او له میراث څخه د بقا تمه هغه وخت کيدای شي، چې وارث يې د مورث له نظر سره مطابق وپالي، په هيواد کې د يو سوچه اسلامي نظام قيام؛ په رأس کې د امارت د مؤسس مرحوم ملاصاحب بیا ورپسې د هر شهید ستر ارمان و، هر استشهادي مجاهد به عملياتو ته د تلو پر مهال په وصيت کې دا خبره کوله « په اورونو کې د ځان سوځولو او په ځان د باردو تړلو نه مې هدف په هيواد کې د سوچه اسلامي نظام قيام ده…! » ځکه نو باید د هغوی ددې ارمان د احياء لپاره په حکومت کې له دندې لومړی هدف نظام ته خدمت وي، د داسې نيت لرونکی هر حکومتي غړی به د الله تعالی په نزد د يو مزدور او شخصي ګټو ته ژمن په نامه نه، بلکې د يو مجاهد او اسلامي خاورې نه مدافع په نامه ثبت وي(ان شاء الله تعالی) او خدای مکړه که يې لومړی هدف شهرت، منصب او د پيسو ترلاسه کول وي بیا ددې شيانو د حصول لپاره د نظام مصلحت او بقا غير مقصودي او له پامه غورځول کيږي او نورو شيانو ته په نظام ترجيح ورکول؛ نظام د زوال په لوري بيايي، الله تعالی دې نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشوره

مهمه هم داده چی هر سه د الله لپاره وی. خو اسلامی امارت باید متوجه شی چی په وزارت مالیه او نورو وزارتونو کی سلهاو حتی زرهاوو د دوی نفر شته چی تر پنخوس زره ۵۰۰۰۰ زیات معاش اخلی علمی سطحه یی هم د لیسانس هغه هم د خصوصی پوهنتون خخه، خو د پوهنتون استاد ته چی دوکتورا ولری ۲۵ تر ۳۰ زره افغانی معاش ورکوی چی زده کری یی په چاپان ترکیه هند او داسی نور هیوادونو کی کری وی. دا کوم عدل کوم منطق دی؟؟؟ اسلامی امارت دیر ستر کارونه کری خو دا نیوکی یا انتقاد په دخاطر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx