ورزش

د زمبابوې او افغانستان ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ سبا پېل کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د زمبابوې او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو سیریز سبا شنبه د زمبابوې په کوربه توب په هراري لوبغالي کې پېل کیږي.

افغان لوبډلې چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په دغه هېواد کې د چمتو والي تمرینات پېل کړي د راتلونکو لوبو لپاره اماده دي.

د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت شهیدي رسنیو ته ویلي چې په ځانګړې توګه له ځوان لوبغاړو ډیرې هیلې لري چې په بریا خپلولو کې مهم رول ولوبوي.

کرکټ بورډ دوه اونۍ وړاندې د یادو سیالیو لپاره د پنځلس کسیزې لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ چې په کې ځينو نوي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

ټاکل شوې ده د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د غرمې په ۱۱:۴۵ دقیقې پېل شي چې د ملي سپورت تلویزون له لارې به په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

تر دې دمه زمبابوې او افغانستان لوبډلې ۲۵ واره په یو ورځنیو لوبو کې مخامخ شوي چې افغان لوبډلې ۱۵ بریاوې او زمبابوې ۱۰ خپلې کړې دي.

ددوی ترمنځ تېر ځل د یو ورځنیو سیریز په ۲۰۱۸م کال کې ترسره شوی و چې افغان لوبډلې په ۲-۱ لړۍ پخپل نوم کړې وه.

رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، ریاض حسن، ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علي خېل، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، ضیاء الرحمن اکبر، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او یمین احمدزی». نور احمد لکڼوال او نجات مسعود دوه نور هغه لوبغاړي‌ دي چې د اړتیا پرمهال به د بل لوبغاړي پرځای له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

له زمبابوې سره درې یوه ورځنۍ لوبې ځکه مهمې ګڼل کېږي چې دا د ۲۰۲۳ یو ورځني نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ مستقیمه لار ده او په هرې بریا سره ۱۰ نومرې ترلاسه کېږي.

افغانستان تر دې دمه په ۹ دا ډول لوبو کې یې ۷ ګټلې دي. افغانستان شاوخوا ۲۳ نورې لوبې لري او که ۶۰ سلنه وګټي، مستقیما نړیوال جام ته لار مومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx