افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د ۷۹۳ ملیونه ډالرو په ارزښت درې پروژې منظورې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): نړیوال بانک او د افغانستان د بیا رغونې صندوق (ARTF) مدیریت کمیټې افغانستان لپاره په ټولیز ډول د ۷۹۳ ملیونه ډالرو په ارزښت د درې بیړنۍ پروژو منظوري کړې ده.

نړیوال بانک وایي چې د دغه بیړنۍ پروژو له لارې به د افغانستان ولس ته بیړني او اړین خوراکي توکي، د ژوندانه توکي او روغتیایي خدمتونو برابرول دي چې په وینا یې د ملګرو ملتونو د ادارې او نادولتي موسسو له لارې به پلي شي.

نړیوال بانک وایي چې دغه پیسې افغانستان کې په زراعت، روغتیا او معیشت باندې مصرفوي.

یاد بانک زیاتوي چې دغه مرسته به په دوه برخو کې وویل شي تر څو د بیا رغونې صندوق تمویل کونکو ته د پروژو د تطبیق د بیا کتنې فرصت ورکړل شي، او وګوري چې د افغانستان سرپرست حکومت یادو ادارو ته ددې پروژو د خپلواک کارولو اجازه ورکړي.

نړیوال بانک وایي چې دغه پروژه کې به ۱۹۵ ملیونه ډالر د بیړني خوراکي خوندیتوب پروژه کې تطبیق شي چې ښځو ته د کار او په ځانګړې توګه کوچنیو بزګرانو ته به د غنمو په تولید او خونديتوب کې د کار زمینه مساعده شي.

په دوهمه پروژه کې به ۲۶۵ ملیونه ډالر په دوه برخو کې تطبیق شي چې په کلیو او ښاري سیمو کې به کورنیو لپاره عاید، د معیشت فرصتونه او بنسټیزې اسانتیاوې چمتو کولو کې مرسته وکړي.

نړیوال بانک وایي چې دریمه پروژه کې ۳۳۰ ملیونه ډالر مختص شوي چې په دوه برخو کې پلي شي. دا به په بیړني روغتیایي خدمتونو او کیفیت لوړولو برخه کې مرسته وکړي، ددې پروژې موخه په ټول هېواد کې ۲۳۰۰ څخه زیاتو روغتیایي مرکزونو کې لومړني روغتیایي او تغذیوي خدمتونه وړاندې کول دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بیا رغونې صندوق له منځه یو میلیارد ډالر د مارچ د میاشتې په لومړۍ نېټه نړیوال بانک له کنګل کېدو ویستي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبر.ګرچه لویه برخه د دغو پیسو به بیرته همدوی ته ولاړه شی. اوس مهمه خبره داده چی د بانکونو غم وخوړل شی او مسلکی اشخاص وګمارل شی چی بانکونه په درسته توګه سمبال د بین المللی خدماتو لپاره آماده کړی. همداسی چی امارت هوایی ډګرونه یوه بهرنی هیواد ته وسپارل همداسی دی ستر بانکونه هم بهرنیو هیوادو ته تر یوی مودې پوری وسپاری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx