نظــر

د کونړ پوهنتون استاد د موضوع په اړه اړین سپیناوی

قاضي خالد صداقت
په ختیځ کې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال

دکتور رحمت الله زاهد د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو تن استاد، چې له څه مودې راهیسې یې د اسلامي امارت په خلاف په فیسبوک کې ځینې پاروونکي او تخریبي لیکنې او تبلیغات کول او دغه راز یې د پوهنتون په داخل او له پوهنتون څخه بهر په مجالسو کې د حاکم اسلامي نظام د پرېکړو او تصامیمو پورې تمسخر او استهزاء کوله، چې د ځینو بېلګو یادونه یې په لاندې توګه کوو:

• د فیسبوک په پوسټونو کې د اسلامي امارت نظام، چې د افغان مجاهد ملت د شلو کلونو په جهاد، سرښندنو، قربانیو او د نړیوال کفر په ماتې رامنځته شوی، د تېر فاسد او لاسپوڅي جمهوري نظام سره پرتله کول.

• امر باالمعروف او نهی عن المنکر چې د وروستي او غوره امت په توګه د هر مسلمان او مؤمن ایماني دنده او مسؤلیت دی او د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري، د محتسبینو په اړه یې د استاد زاهد له خوا د استهزاء او سپکاوي نه ډک پوسټونه کول.

• د اسلامي امارت او جهاد په ملاتړ شعرونه او ترانې، چې د جهاد پر مهال به یې د مجاهدینو احساسات او جذبات په ولولو راوستل، چې نوموړی یې سندریز غومبر بولي او د غزاله جاوید او نازیه اقبال په نومونو ډمو د سندرو سره یې پرتله کوي.

• د دیني علماوو په اړه د سپکاوي ډک نظر، چې د فیسبوک په یوه پوسټ ورته په کنايي شکل د نالوستو او جاهلو خطاب کوي، چې دده په اصطلاح (( خیر دی له علماء کرامو ګیله مه کوئ، دوی ټول عمر د مکتب څخه لرې پاتې شوي دي.))

• د اسلامي امارت مجاهدینو ته د کوڅه ډبو او لنډه غرو خطاب کول.

• سره له دې، چې نوموړی د لوړو زده کړو وزارت سره وظیفوي تړاو هم لري، خو بیا هم د یاد وزارت مقام په ځینو احکامو ملنډې وهي.
او په لسګونو نورې منفي لیکنې او ویناوې، چې اسناد، شواهد او مدارک یې موجود دي.

د یادو منفي تبلیغاتو او پروپاګندې په اړه د امارت د یو شمېر مخلصو او خواخوږو ملګرو له خوا د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه ته، چې نوموړي استاد ورسره وظیفوي تړاو درلود، د شواهدو او مدارکو سره په مستنده توګه خبر ورکړل شو، چې د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه په ختیځ کې د یاد وزارت فوق العاده استازي او همدارنګه د کونړ پوهنتون رئیس ته دنده وسپارله، چې نوموړي استاد ته قناعت ورکړي او لازمه توصیه ورته وکړي، چې په دې حساسو او نازکو شرایطو کې چې زمونږ هېواد او هېوادوال ورسره مخ دي، له دغه ډول پاروونکو منفي لیکنو او تبلیغاتو څخه ځان وساتي او که کومه سالمه نیوکه او رغنده انتقاد لري، نو د امارت د مسؤلینو او مشرانو دروازې د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاصې دي او په خصوصي توګه دې ورسره شریکې شي، نه دا چې په ټولنیزو شبکو او عامه مجلسونو کې ترې د خلکو د اذهانو د مغشوشولو په توګه استفاده وشي، چې په ختیځ کې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او همدارنګه د کونړ پوهنتون رئیس یاد استاد راوغوښت او یادې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې او هم یې په راتلونکې کې ورته د یادو منفي تبلیغاتو د نه کولو سپارښتنه وکړه؛ په ډېر تاسف سره چې نوموړي استاد یادو توصیو او سپارښتنو ته هیڅ اعتنا ونه کړه او د یادو مکررو ناستو او مجلسونو وروسته یې هم ورته لیکنو او تبلیغاتو ته دوام ورکړ، چې یاده لړۍ له فیسبوک او عامه مجلسونو نړیوالو ویب سایټونو ته ورسېده او اوس مهال یې د نن ټکي اسیا په ویب پاڼه کې د امارت د مشرتابه په نوم یو پرانیستی لیک خپور کړی او په هغې کې یې خپلو تېرو تخطیو او سرغړونو ته د اسلامي او قانوني رنګ ورکولو هڅه کړې ده، چې مونږ یې په تمامه معنی ردوو او د یادو تورونو او همدارنګه د تېرو بې باکانه لیکنو او څرګندونو په اړه د نوموړي د عدلي او قضایي تعقیب غوښتنه کوو.

درنښت
قاضي خالد صداقت
په ختیځ کې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx