ورزش

افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د زمبابوې او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالي کې افغان لوبډلې خپل سیال ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه چې له سوکه پېل وروسته یې زمبابوې ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۲۷۷ منډو هدف وټاکه.

رحمت شاه د لوبې زیاتې منډې کونکی لوبغاړی و چې په ۹۴ منډو وسوځېد، دغه راز حشمت شهیدي ۸۸ منډې وکړې.

که څه هم ددوی ترمنځ د ۱۹۴ منډو ملګرتیا وشوه خو د زیاتو توپونو میس کول او د یوې او دوه منډو نه کولو دوامداره ستونزه لا هم د توپ ددوی د توپ وهنې اساسي برخه وه.

د لوبې په وروستیو څلورو اورونو کې راشد خان په زړه پورې چټکه توپ وهنه وکړه چې په ۱۷ توپونو یې ۳۹ منډې وکړې. ددې سربېره ابراهیم ځدران ۵ او رحمان الله ګربز ۱۹ منډې وکړې.

په ځواب کې زمبابوې د لومړۍ ویکټې له لاسه ورکولو وروسته غوره توپ وهنه وکړه، خو محمد نبي پرلپسې ویکټې واخیستې او زمبابوې یې له هدف پوره کولو پاتې کړه.

زمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۱۶ منډې وکړې. ددوی له لوري سکندر رضا ۶۷ زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو.

د افغانستان لخوا محمد نبي په لسو اورونو کې د ۳۴ منډو په بدل کې ۴ ویکټې واخیستې. دغه راز فاروقي او راشد خان ۲-۲، عظمت عمرزي او فرید احمد یوه-یوه ویکټه واخیستله.

په دې سره افغان لوبډله د ۶۰ منډو په توپیر بریالۍ شوه چې دوهمه لوبه به د دوشنبې په ورځ ترسره شي. د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی رحمت شاه ونومول شو.

افغانستان چې په لسو لوبو کې ۸ بریاوې خپلې کړي، د کرکټ نړیوالې شورا په سوپر لیګ کې دریم نمبر ته پورته شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx