شعـــــرونه

د ابادۍ مزل/ احمد بريالی

احمد بريالی

چې یې زما له سکونته سره نه لګیږي
داسې بې نومه وطندار مې په بلا وهمه

له تعاونه انتظار ورلره نه ساتم چې
د ابادۍ مزل په هوډ یک تنها وهمه

په لالهانده ورځ دې ونیوه خوږمنه ګوته
ما د سفر جامې تړلي لار جلا وهمه

له سکونته کډه اخلم د سمون تر کوره
دا پروسه د ژوندانه تر انتها وهمه

د تحرک شومه مې نه ده له قدمه تللې
په سپینه ږیره لاره ماته د بابا وهمه

له قدمونو مې و چاته اندازه نسته چې
د تورتمونو طوالت تر سپین صبا وهمه

د جنازو له تجارته مو توبه ایستلې
د فسادیانو مجموعه په ږغ رسا وهمه

له بریالي احمده وپوښته سکون په لڅه
چې قدمونه د راحت او د بریا وهمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعلي عمري

سلامونه .نن اسيا داډيروخت کيږي شعرونه وراستوم خونشرکوي يې نه نه پوهېږم کارکونکي يې بدل سوي که هغه زاړه مغروره شوي دي دهری رسنۍ چي کتونکي ډيرسي بيا هغه مغروره شي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx