نظــر

د اسراييلو ناجايز تولد او تاريخي حقايق

ليکوال: ډاکټر مجاهد منصوري

ژباړن: احمد جرس

اوله برخه
د اسراييلي ترهګرو لخوا د فلسطين په بې دفاع ولس د اسراييلو ترهګريزو بريدونو ګردې نړۍ ته دا روښانه کړه، چې اسراييل يو ظالم، وحشي او د انساني کرامت له مداره وتلی يو هېواد دی؛ مګر د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امريکا په ګډون ګرده نړۍ د اسراييلو د ظلمونو په اړه پټه خوله دي او دا لا څه، چې د اسراييلو تر شا ولاړ دي او د حماس د هغو ګوډو ماتو راکټي بريدونو غندنه کوي، چې له ډېرې مجبورۍ يې پر اسراييلو ولي، چې کوم ځانګړی هدف هم نشي ترلاسه کولای، مګر بيا هم خپله خواري کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون او د امريکا ولسمشر بارک اوباما په ګډون ټولو د حماس د وړو راکټي بريدونو پسې خولې پرانستي دي او د اسراييلو د جيټ او بې پيلوټه طيارو او اسراييلي توغنديزو بريدونو په اړه د هغو دفاع کوي.

د قراني مطالعې له مخې د نړۍ ټول کفار د فلسطين په اړه د جاسوسۍ کردار ادا کوي او هر يو غواړي د فلسطيني ماشومانو په وينو او شل و شوټ بدنونو کې خپلې ګټې ولټوي.

غزه کې، چې څه روان دي، دا يوازې د عربې نړۍ او اسراييلو لانجه نه ده، بلکې د صهيوني رياست په ګډون د ګردې کفري نړۍ او مسلمانانو تر منځ يوه اوږده تاريخي لانجه ده او د دې لپاره بايد د اسراييلي صهيوني رياست د قيام په اړه تاريخي پلټنې وشي او خلک د اسراييلي صهيوني رياست په اړه له تاريخي حقايقو خبر شي.

د فلسطين مسئله له تېرو شپږو لسيزو د نړيوال امنيت تر ټولو مهمه او خطرناکه موضوع ده.

د اسرييلو ترهګريزو بريدونو د ګردې نړۍ امنيت له ګواښ سره مخ کړی او نړۍ کې يې د انساني پرمختګ عمل په ټپه درولی دی.

د امريکا په ګډون ګردې نړۍ تر اوسه کوښښ کاو، چې د اسراييلي وحشت لپاره يو پرتوګ وکړي، مګر له دې وروسته د اسراييلو ټولو پلويانو او دوستانو ته دا ناشونې ده، چې د اسراييلو د وحشت، ظلمونو او تېريو کيسې دې د نړۍ له خلکو پټې وساتلی شي.

پر غزه د اسراييلي چنګيزيت په اړه خو له نړيوالې ټولنې ګيله نه ده پکار، مګر اسلامي نړۍ خو بايد په دې اړه پوښتنه وکړي، چې دا دومره ظلمونه ولې او د څه لپاره.

که نور مو څه پر وس نه دي پوره، خپل نوی نسل خو بايد د اسراييلو د ناجايز تولد په اړه له تاريخي حقايقو خبر کړو.

د يهودي عقيدې مطابق الله تعالی ابراهيم عليه السلام «چې يهود يې هم خپل نيکه بولي، حال دا چې د قرانکريم په استناد ابراهيم عليه السلام يهودي نه و»ته زيری ورکړی و، چې د کنعان «فلسطين» پر خاوره واړوي او هلته اباد شي.

اسراييل فلسطين «الارض الموعود» وعده شوې خاوره بولي.

د يهودو له قوله الله تعالی دغه ځمکه د ابراهيم عليه السلام اولاد، يعنې يهودو ته ورکړې ده.

د حضرت عيسی عليه السلام له وفاته ۷۰ کاله وروسته، له ننه ۱۹۰۰ کاله وړاندې روميانو پر يروشلم«بيت المقدس» بريد وکړ او د يهودو مزعوم معبد «هيکل سليماني» يې ونړاو، مګر د هيکل سلیماني لويديځ ديوال يې روغ پريښود.

د اسلام تر راتلو پورې يروشلم د روميانو په واک کې و.

اوسني يهودان ادعا کوي، چې د هيکل سليماني د وران شوي ديوال لاندې اوس هم تورات ژاړي او دغه د هيکل سليماني پاتې شوني دي.

يهود په دې عقيده دي، چې د هيکل سليماني لاندې يو طلاي صندق و، چې د تورات اصلي نسخه پکې ساتل شوې ده او وروسته يهودو هم د انجيل په څېر تورات کې له خپل ځانه تحريفونه وکړل او اصل تورات له منځه ولاړ، چې نتيجه کې يې يهود پر دوو برخو وويشل شول.
پخواني يهودان او نوي صهيونيان.

۱۹۰۰ کاله وړاندې، چې روميانو بيت المقدس ونيولو، يهود له خپلې خاورې ووتل او در په در شول، مګر زړه کې يې دا خبره ټومبلې وه، چې يوه ورځ به خپلې خاورې ته بېرته راګرځي، ځکه چې د ابرهيم عليه السلام سره دا وعده شوې ده.

مګر د حضرت عيسی عليه السلام له زوکړې بيا اسمان ته له ختلو وروسته د اسلام تر ظهوره د يهودانو شمېر په ډېره تېزۍ په کمېدو و. د حضرت عيسی عليه السلام له راتګ سره هم د يهودو شمېر کم شوی و، مګر له دې وروسته نور هم په کمېدو شو.

کله چې حضرت عيسی عليه السلام په پيغمبرۍ مبعوث شو، نو يهودو يې پر ضد هر ډول دسيسې پيل کړې.

د عيسايانو د عقيدې مطابق عيسی عليه السلام همدې يهودو په صليب کړی دی او له هماغه وخته د يهودو او عيسايانو تر منځ د شخړو او دښمنۍ بنسټ کيښودل شوی دی.

له دې وروسته عيسايانو په هر ډګر او هر ځای کې پر يهودو خپل ظلمونه او بريدونه پيل کړل او هر ځای به يې ښه ډبول. دا خبرې د عيسايانو او يهودو ټولو مؤرخينو ليکلي دي.

د اسلام له ظهوره وروسته د فلسطين او شاوخوا سيمو خلک ډلې ډلې په اسلام مشرف کېدل او دغه انقلاب د مسلمانانو او عيسايانو تر منځ د شخړو او لانجو لومړی بنسټ شو او صليبي جګړې پيل شوې، چې بالاخره الله تعالی مسلمانانو ته د صلاح الدين ايوبي په واسطه فتحه او نصرت ور په برخه کړ.

بايد وويل شي، چې د اسلام د ظهور له پيله بيت المقدس د مسلمانانو اوله قبله وه او له همدې ځايه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د معراج سفر وکړ او له همدې امله نوموړی ښار د مسلمانانو لپاره يو مقدس او سپيڅلی ځای ګڼل کيږي. بل پلو له الله تعالی باغي يهودان، چې تورات يې د خپلې خوښې او هوسونو په مطابق تحريف کړی و او ځانونه يې د نړۍ تر ټولو غوره خلک بلل، د عيسايي عقيدې مطابق حضرت عيسی عليه السلام په صليب کېدو وروسته د خونړيو جګړو په ترڅ کې يهود د نړۍ هر ګوټ کې در په در شول.

له دې ورسته، چې عيسايانو عيسی عليه السلام د الله تعالی زوی وباله «نعوذ بالله» نو دا هم د يهودو د هغې دعوې غبرګون و، چې ځانونه یې د نړۍ تر ټولو غوره او بهترين نسل باله.

علماء کرام بايد خلکو ته دا روښانه کړي، چې د حضرت عمر رضي الله عنه پر مبارکو لاسونو د فلسطين له فتحې بيا د سلطان صلاح الدين ايوبي پر لاسونو د فلسطين د بيا ازادولو پورې، د نوموړې سيمې ټولو يهودو او عيسايانو سره د اسلامي لارښوونو په رڼا کې تر ټولو غوره او مثالي سلوک شوی دی. يهودو او عيسايانو ته د خپل دين او عقيدې بشپړه ازادي ورکړای شوې وه.

منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د عثماني خلافت له قيامه، بيا هسپانيا کې د مسلمانانو اته سوه کلنه حکومتي دروه کې يهودو د خپل ۴۰۰۰ کلن تاريخ په اوږدو کې تر هر وخت ارام، ازاد او بې غمه ژوند کړی دی. يهودي تاريخ پوهانو هم دا خبرې په خپلو کتابونو کې ليکلي دي.
نور بيا.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x