نظــر

ایا غرب او امریکا په رښتیا ازادي غوښتونکي دي؟

ميا نور اغا

تیره لیکنه کې مو د غرب په فردي ازادۍ بالخصوص د ښځو په اړه د دوی افراطي کړنو اړوند ذکر کړی و، خو ازادي تر فرد پورې محدوده نه ده بلکې قومي، ملکي او سياسي ازادي هم د مطلقې آزادۍ شاخونه دي.

1- قومي ازادي:
هر قوم د احترام حق لری، هیڅ قوم په بل قوم من حیث القوم برتري نه لري، د قومونو ازادي داده چې له دوی سره د عدل چلند وشي او طبقاتي انډول یې تر منځ ونه پالل شي، هر قوم ته د خپلو منابعو واک او قدرت ورکړل شي، د دوی منابع باید غلا او غصب نشي.

امریکا کې اوس هم له تور پوستو سره توکمیز چلند کیږي، همدا رنګه غربیانو بالخصوص امریکایان په دنیا کې د ډیرو قومونو مالي منابع غصب کړي، د دوی ازادي یې سلب کړې، تاسې د هغو ملکونو حال وګورئ چې چېرته دوی خپلې قواوې مستقر کړي، غربي نړۍ، جاپان او کوریا یې ښه مثالونه دي.

2- ملکي ازادي:
هر ملک په خپل قلمرو کې د خپل قانون په تطبیق کې ازاد دي، د هر ملک ټولې ادارې باید د خپل ملک لخوا کنټرول شي او هر ملک خپل قوانین د خپلو اساساتو په رڼا کې تصویب او عملي کړي، دوی باید په داخله او خارجه پالیسۍ کې ازاد وي، په پورتنیو امورو کې هر قسم مداخله د ملک ازادي سلبولو په معنا ده.

بدبختانه له لویه سره د امنیت شورا پنځو غړو: امریکا، روس، برتانیه، فرانس، چین، د دریمې نړۍ ملکونه په استعماري شکل تقسیم کړي هر یو په خپله حصه ملکونو کې هر رنګ مداخله کوي.
له دې سره امریکایانو د نړۍ زیات ملکونه په دې مجبوره کړي چې د دوی پوځي حضور ومني او له مالي منابعو یې د غصب په ډول استفاده کوي, خارجي او داخلي پالیسیانې یې اشغال کړي، په ځینو ملکونو یې حربي تیری کړی چې له هرقسمه ازاد یې بې برخې کړي.

3- سیاسي ازادي:
هر ملک او قوم باید په خپلو نظریاتو, د بهبود په طریقه یي کار کې ازاد او خود مختار وي, دوی باید د خپل ملک او قوم ترقي, تعلیم او راتلونکې پخپله د خپلو اصولو په رڼا کې وټاکي, د دوی حکومتي جوړښت باید د دوی لخوا تر سره شي, همدا د دوی سیاسي ازادي ده چې د مداخلې په صورت کې دا ازادي ټکنۍ کیږي او له سوال لاندې راځي، خو غرب د خپلو مفادو تر لاسه کولو لپاره هر چېرته د غربي ډيموکراسۍ او جمهوریت ډول ډنګوي, سره له دې چې ډیموکراسي یو وضعي نظام دی خو بیا یې هم دوی په تشریح کې په یوه خوله نه دي, مثلا: برتانیه کې پارلماني نظام دی او ملیکه هم لري چې هغه خپله د کاملې ډیموکراسۍ تنقیص ده, امریکا کې بیا صدارتي نظام دی, همدا رنګه د انتخاب طريقې د ډیرو ملکونو سره متفاوتې دي, له دې سره دوی په خپلو مستعمره ملکونو کې کاملې ډیموکراسۍ ته اجازه نه ورکول کیږي, بلکې اکثره ټاکنې د دوی د خواهش مطابق کیږي نه د عوامو د رايې مطابق.

دوی په دنیا کې د ډیموکراسۍ ډول د خپلو منافعو خوندي کېدو له امله وهي, کنه ډیرو ملکونو کې چې د دوی منافع خوندي دي پکې په شاهي نظام او په ځینو کې په ديکتاتوري راضي دي, دوی دا هر څه د مفادو پر بنا کوي او د ملکونو سیاسي ازادي سلبوي.

که د دوی سیاستونه او استخباراتي نظامونه و څېړل شي لکه لمر داسې به روښانه شي چې دوی څنګه او ولې د خلکو سیاسي ازادي ختموي, دا به په ډاګه شي چې د دوی د ازادۍ شعارونه په حقیقت کې د خلکو او ملکونو لپاره دامونه دي تر څو د هغوی سیاسي, قومي او ملکي ازادي سلب کړي, د هغوی اقتصادي منابع غصب کړي او په نړۍ خپله زورواکي رائج کړي.

دوی ته وایو که په ریښیا ازادي غواړی راځۍ ازادي په تمامه معنا تعریف او هر چا ته کامله ازادي ورکړو, د ټولو تر منځ متقابل احترام ته قائل شو او عملي یې کړو.

که داسې نه وي بیا ستاسو د ښځو ازادي غوښتل هم دروغ دي, یوازې د فحشا بازار ګرمول او د صالحې معاشرې فاسدول دي.

همدا رنګه هر ملک په خپلو عنعناتو، مذهب کې مستقل دی، هر څوک باید خپله فردي ازادي د خپل مذهب په رڼا کې خپله تعریف کړي، ستاسو تعریف د انتشار او فساد سبب کیدای شي.

مونږ په خپلې هر اړخیزې ازادۍ باور لرو او ورته متعاهد یو, د نورو ازادي د دوی حق ګڼو او له خپل حق څخه دفاع کوو او کړې مو ده، ازادي زمونږ تاریخ ده او وي به ان شاء الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx