خبرتیاوی او پیغامونهخبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د روان کال (1443 هـ ق – 1401هـ ش) د حج مراسمو ټولو هغو ګډونوالو ته چې سهم یې تثبیت شوی او د حج په بهیر کې شامل وي، خبر ورکوي، دا چې سږ کال د حج کارونه ناوخته پیل شوي دي، د ټاکل شوي سهم د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره لاندې ټکو ته جدي پاملرنه وکړي:

1-  هغه حاجيان چې پخوا یې نوملیکنه کړې او سږ کال د حج په بهير کې شامل شوي وي، خو تر اوسه د دویم قسط د پیسو تحویلولو لپاره مرکز او ولایتونو ته نه دي حاضر شوي، په ډېر ټینګار سره خبر ورکول کیږي، چې د دغه خبرتیا له نشرېدو سره سم په (3) دریو ورځو کې د دغه بهیر د بشپړېدو لپاره حاضر شي او که چېرې په ټاکلې موده کې حاضر نه شول، د حج سهمیه به یې نورو منتظرینو ته ورکړل شي او له هغه وروسته د شکایت حق نه لري.

2- د اسلامي امارت ټولو هغو ادارو څخه چې د حج پروسې یوه مشخصه برخه ورته ټاکل شوې، خبر ورکول کېږي، چې د ټاکلې ونډې سره سم خپل اړوند حاجیان په (3) دریو ورځو کې د هغوی د اسنادو د طی مراحل لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج مرکزي ریاست ( د زړو مکرویانو د ملي بس څلور لارې ـ مرنجان تپې ته څېرمه ـ د مرکز زون د حاجیانو مجتمع) ته وروپېژني، که نه نو وزارت مجبور دی د ونډې بشپړېدو لپاره نورو کسانو ته چانس ورکړي.

3- د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزارت ولایتي ریاستونه مکلف دي، چې حاجیانو ته د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته د حج سهمیې د بشپړولو په موخه، له طرز العمل سره سم له مخکیني ترتیب شوي لیست څخه منتظرو حاجیانو ته نوبت ورکړي.

4- هر کله چې اداري واحد (ولسوالي/ ناحیه) تر ټاکلې نېټې پورې د خپلې تعیین شوې سهمیې په پوره کولو کې پاتې راشي او د راتلونکو کلونو لپاره اض‍افي راجسترېشن ( ثبت نام ) هم ونلري، اړوند رییسان کولای شي له ولایتي ادارې سره په موافقت د نورو اداري واحدونو (ولسوالیو / ناحیو) د ثبت شویو نوبت لرونکو متقاضیانو څخه د سږني کال لیست تکمیل کړي.

5- د ولایتونو د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونه مکلف دي، چې په ټول توان سره د حج پروسه ګړندۍ کړي او د سهمیو د بشپړېدو ډاډ او تکمیل شوي اسناد دې وزارت او د حج مرکزي ریاست ته ورکړي.

6- د ولایتونو او پروازي زونونو مسئوولین دې د الوتنو لپاره، چې په نږدې راتلونکو ورځو کې یې لړۍ پیل کیږي، لازم چمتووالی ونیسي او مرکز ته دې په دې اړه ډاډ ورکړي.

7-  د حج متقاضیان کولای شي د نورو معلوماتو د اخیستلو لپاره له لاندې آدرسونو څخه استفاده وکړي:
1- د وزارت ویب سایټ:
https://www.mohia.gov.af
2- د فیسبوک صفحه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست
3- د ټویټر صفحه:
https://twitter.com/nasharathajj?t=ZHsfCc-nartutcg7e2gNLCA&s=08
4- د وزارت انسټګرام:
https://instagram.com/nasharat_hajj
5- ټیلي گرام:
https://t.me/MinstryAfghanistanhajj
6-  یوټیوب چینل: https://youtube.com/channel/UCgC_GwutZKMR32byjmjmXgA

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعالم

دحج او اوقافووزرات څخه احترامانه غوښتنه کووچی ټولو هغو حاجی صاحبانو ته چی نوم لیکنه یی کړی ده هریوه ته په خپل وخت او زمان دحج موقع ورکړی ترڅو ټولو حاجی صاحبان دحج دعامی فرضی څخه برخمن شی
ښی چاری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx