ادبي لیکني

بلاغي علوم د شعر پېژندنې حلقه بګوش هنر/ علم

سیلاني

د ادبیاتو یو محصل چې زما د فېسبوک ملګر هم دی راته یې  پۀ مسنجر کې لیکلي دي:« سیلاني صاحب! ادبیات دې ورک شي له دې ادبي فنونو سره، زما یې زړه له ادبیات تک تور کړی، ددې مضامینو ګټه څه ده؟ سبا زه فارغه شم په یو دفتر کې وظیفه واخلم نو زه د حنان، حمید، شیدا او دا نور شاعرانو اشعار او دا بدیع، بیان او قافیه څه کوم؟ کله چې دا مضامین را اخلم د لوستلو له پاره هېڅ مې مطالعې ته زړه نه کیږي او خوب راځي، ځکه بې ارزښته دي او دردبخوره نه دي، نو څه وکړم؟ لاره را وښایه، آیا دا مضامین په لوستلو ارزي؟ کۀ ارزي نو ته ووایه چې د شعر پرته یې ګټه څه ده او چیرته په درد خوري؟»

ځواب، تنقید او وړاندیز:
د ګاونډو ژبو لۀ ادبیاتو او لیکوالو سره زموږ د ادبیاتو او لیکوالو یو توپیر پۀ دې کې دی، چې هغوی هره پوهه د علمي اړیکو او کارونې لۀ مخې پۀ تخصصي او غیر تخصصي ساحو کې د یو عالي او با ارزښته فن، هنر او علم پۀ توګه لوستونکي ته ور پېژني؛ د نورو لاملونو تر څنګ یو بارزه لامل یې همدا دی چې دهغو ادبیات او لیکوالان منلي او د ارزښت وړ دي.

غواړم دا مسئله پۀ یوه بېلګه کې واضحه کړم: موږ د بلاغي علومو  اثار د ادبیاتو پۀ پوهنځي کې لولو، دا پراخ او کارنده هنر حتا علم يوازې او یوازې د شاعر خیال او شعر پورې اړوند ګڼل کیږي، کله چې بحث د کنایې، استعارې، یا هم مجاز شي نو سمدستي مو ذهن ته شاعر او شعر را وګرځي، ځکه موږ دا هنريت او حق یوازې شعر او شاعر ته ورکړی نور یې پۀ کارونې او ارزښت نۀ پوهېږو.

راځئ کۀ لږ ځیر شو او پۀ پښتو ادبیاتو کې بلاغي علوم لۀ هماغۀ مبدا نه تر اوسه دقیق او مسلکي مرور کړو او بیایې لۀ ایراني، ترکي، اردو، عربي، روسي او نور ژبو لۀ ادبیاتو سره پر تله کړو، پۀ ډاګه به شي چې موږ لاهم پۀ دغۀ برخه کې د عربو د جهالت ادبي کړنلاره پالو او هېڅ پرمختګ مو نۀ دی کړی.

زموږ ادبي تیوري د شعر پر قوانینو را څرخي، حال دا چې تیوري او قواعد ځمکه او اسمان توپیر لري، شعر مو لا اوس هم د قافیې مجهوله، ناقصه او پردۍ پېټي پر اوږه وړي او موږ ورته یو غټ مضمون د قافیه پوهنې پۀ نوم وضع کړی دی، معاني اوس اوس د یوۀ مضمون پۀ توګه پېژنو، خو نورو ژبو کې د دکتورا تر کچې تخصصي څانګه ګڼل کیږي، بدیع او بیان یوازې د شعر پېژندنې او د شاعر ببولالو ته لولو چې د شاعر دروغ او خیال پر دازي پرې سیقل کړو د یو حلقه بګوش غلام پۀ توګه کاروو…

حقیقت دادی چې موږ نۀ تخصصي زده کړې کړي او نۀ هم متخصصه استادان لرو، همدا لامل دی چې زموږ ادبیات، لیکوال او مسلک بې ارزښته او ټولنه کې کاري ساحه نۀ لري. کۀ چېرې موږ خپل مسلک ته ژمن وی او پۀ واقعي بڼه مو ددې مسلک ارزښت لوستونکو ته ثابته کړی وی، نو اوس به د نورو ژبو او ادبیاتو پۀ شان دا پوهنځی دعلومو مور ګڼل کېده.

هو!
موږ بلاغي علوم یوازې د شعر او شاعر پېژندنې لپاره لولو، حال دا چې سیاست پوهنه د بیان پوهنې پر توکو متکي ده او د همدې پوهې پر بنسټ تبادل نظر پرې کیږي. سیاست د رمز، کنایې، مجاز، استعارې او سمبول پر بنسټ پرمخ وړل کیږي؛ سیاست کې سوچه او کره خبره نشته، د سیاست ژبه د ابهام او تجاهل العارف، حسن تعلیل او کنایې ژبه ده، د سیاست او ادبیاتو یوه مفهومي اړیکه دا داده چې دواړه پوهې خبره پۀ لفافه کې کوي…

ډېر لرې نۀ ځو؛ څو ورځې وړاندې به مو پۀ طلوع تلویزیون کې د نجفي زاده او قریشي مصاحبه لیدلي وي، کۀ لږ ځیر شئ ورته او د بلاغت پوهنې لۀ اړخه یې و ارزوئ نو بې شماره کنایې، استعارې، سمبولونه، تشبېه ګانې، ابهامات، بدیعي توکي او ورسره نور بلاغي صنعتونه پکې موندلی شئ.

مگر!
ولې لیدونکي دا کار نۀ کوي او د مصاحبې ناسم تعبیرونه او برداشتونه اخستل کیږي؟ ځواب روښانه دی، ځکه چې موږ پۀ سیاسي بیانپوهنې نۀ پوهېږو او موږ یاده پوهه یوازې د خیال بافه او بې مضمونه شیدا او شعر پېژندنې لۀ پاره لوستي دي نور دا علم لکه عقیم یا خسي شوی انسان یوازې د پښتو څانګې پۀ چپټرونو کې پاتې دی.

پوځ د نظام او حکومت د ملا تیر ګڼل کیږي، خو بیا هم د همدې ځواک ژبه ادببات جوړوي، موږ پۀ نورو ژبو کې د جنایي ژبپوهنې او ادبیاتو پۀ نوم مضامین لرو، هغوی همدا ادبیات پۀ ځانګړې توګه بلاغي علوم د جنایي جرمنو، استخباراتو او جګړیزو حالاتو کې د جنګي تکتیکونو د نومونې او شفرونو لپاره د سمبول، کنایې او زمز پۀ توګه کاروي، تاسو زموږ د پوځ د یوۀ جنرال بیان واورئ او تر څنګ یې د یو بل هېواد جنرال خبرې هم واورئ، درته څرګنده به شي چې هغه جنرال څومره مسلکي خبرې کوي، خو بر عکس زموږ جنرال چې څۀ یې پۀ خوله راشي را اوباسي یې. دلته یو توپیر د مسلکیتوب او پوهې دی، چې زموږ جنرال یې نۀ لري…

تاسو به کله نا کله خبرونو ته ناست یاست، ډېر ځلې به مو اوریدلي وي چې د شاهین، یا تندر، یا هم سیلاب.. قولو اوردو ګانو قوماندانان د جګړو لۀ صحنې پۀ ژوندۍ بڼه خبرې کوي او وایي: زموږ پوځیانو د عقاب ۳ تر نامۀ لاندې عملیات د دغو ساحو د پاکسازۍ لۀ پاره پیل کړي دي، یا هم طالبان وایي موږ خپل پسرلني عملیات د خالد بن ولید تر نامۀ لاندې پیلوو؛ موږ دا خبر اورو یوازې نظامي او امنیتي تحلیل یې کوو او بس، خو پۀ دې مو کله هم فکر نۀ دی کړی چې دا « عقاب۳، تندر، اتل، شاهین او سېلاب، خالد بن ولید » څه معنا او ولې یې کاروي؟

بیاهم ځواب روښانه دی!
موږ د بلاغي علومو پۀ کارونې نۀ پوهېږو او نۀ هم د جنایي او پوځي بیانپوهنې، ژبپوهنې او ادبیاتو زده کړې او ځانګړی نصاب لرو.

راځو د هېواد ننۍ تودې او اهمې موضوع ته چې سوله ده؛ موږ نۀ سولییز ادبیات لرو او نۀ هم سولییز منطق. سولییز منطق هغه وخت موندۀ شي چې سولییز ادبیات ولوستل شي، مګر لۀ بده مرغه موږ نۀ سولې ته ارزښت ورکړی او نۀ هم سولییزو ادبیاتو ته، خو دا غوښتنه لۀ ۴۰ کلونو را پۀ دېخوا زموږ ولس غواړي او ورته قربانۍ ورکوي.

لازمه وه چې د سوولیزو ادبیاتو تر نامۀ لاندې مضامین ترتیب او نصاب کې ځای پر ځای شوي وی.

کۀ چېرې د سولییزو ادبیاتو مضامین مو لرلی او پۀ هغه کې د بلاغي علومو لۀ هنر څخه سمه ګټه اخستل شوې وی او پۀ نصاب کې تطبیق شوې وی، نو نن به نۀ باتور دوستم ملت شرمولی او نۀ هم عباس ستانکزي او نۀ هم دا ولس دومره کمزوري ادبیات کارول.

راځو ټولنیزو ادبیاتو ته:
پۀ ټولنیز او فردي ژوند کې د بیانپوهنې یا پۀ ټوله کې د بلاغي علومو لۀ مرستې او کارونې پرته ټولنیز ژوند لکه: د مقابل کس پېژندنه، ډیالوګ، تعامل او راشه درشه ناشونې ده، زموږ عادی ډیالوګ هم د بلاغي علومو لۀ دایرې بهر نۀ وي، تاسو به نورو هېوادونو ته سفرونه کړي وي، کۀ لرې تللي نۀ یاست نو ایران به مو لیدلی وي، هلته ټولنیز ادبیات څومره لوړ او عالي دي، د نورو لاملونو تر څنګ یو لامل یې پۀ ښوونیز نصاب کې د ټولنیزو ادبیاتو او بلاغي علومو سمه کارونه ده

دا منم چې زموږ ډېری ځوانان او ماشومان نالوستي دي، مګر د لوستو ځوانانو ادبیات او د بیان اکټ تاسو پۀ ټولنیزو رسنیو کې هره ورځ ګورئ.

دا دبلاغي علومو د کارونې یو کوچنۍ بېلګه وه، دا پوهه د کارونې ډېرررر اساسي ځایونه لري، ما یوازې دلته مشت نمونه خروار یادونه وکړه.

راځم اصل موضع او جمع بندي ته:
درنو لوستونکو، لیکوالو، استادانو او محصلینو!
د پښتو ادبیاتو پۀ پښتو څانګو کې د بلاغي علومو تدریسېدونکي چيپټرونه او اثار نۀ د وخت غوښتنو ته ځواب ویونکي دي او نۀ هم د یاد مسلک پر مختګ ته ډېر ګټور دي. د بلاغي علومو کریکولم باید د وخت  غوښتنو ته پۀ کتو او ددې پوهې د کارونې مطابق جوړ شي.

نۀ شاعر د ټولنې طبیب دی او نۀ هم شعر ټولنه رهبري کوي، شاعر او شعر پېژندنه د یو ذوقي مسلک پۀ توګه باید و پالل شي، مګر زموږ پښتو څانګو یو کارنده او اساسي علم ( بلاغي علوم)  چې هېڅ پوهه او مسلک ترې جلا پر مخ نشي تللی، یوازې خیال پردازۍ او شاعر ته ځانګړی کړی، مګر لۀ بده مرغه د نړیوالو اکدمیکو نورمونو خلاف زموږ محصلین د علومو دا بحر د شاعر او شعر پېژندنې لپاره لولي(!)

ددې برخې لۀ متخصصینو نه مې هیله ده چې یاده پوه د ټولو پوهنځیو او علومو لۀ پاره د اساسي مضامینو پۀ توګه وړاندیز کړي او پۀ ارزښت او کارونې یې سیمینارونه، مقالې او اثار ولیکي. نور دې دا علم د حنان، شیدا، حمید، باقر او دې ته ورته خیال پسنده شاعرانو لۀ منګلو وباسي.

کلي هدف دادی چې پۀ پښتو ادبیاتو کې بلاغي علوم د نور ژبو او ادبیاتو پۀ پرتله د یو بې ارزښته، عادي او غیر مسلکي مضمون پۀ توګه پر مخ وړل کیږي حال دا چې بلاغي علوم د ادبیاتو روح او د نور علومو معلم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx