نظــر

د لويديځ د هيواد پالنې تيوري

مولوي کريم الله کامران

د بشريت په تاريخ کې د خپل هيواد او خاورې سره مينه طبعي ده، له ادمه تر دې دمه هر انسان د ځمکې د هغه جغرافيې سره د زړه له تله مينه کوي، چې ژوند يې په کې پيل کړی وي.

زموږ خوږ او ګران پيغمبر صلی الله عليه وسلم هم د خپل ټاټوبي مکې مکرمې څخه د بېلوالي له امله د هجرت پر وخت د خواشينۍ اظهار وکړ او په خپله مبارکه ژبه يې د خپل وطن او خاورې سره مينه خپل امت ته ښکاره کړه.

له هېواد سره مينه د ايمان يوه برخه هم بلل شوې ده، ځينې فلاسفه د خپل هيواد او خاورې سره مينه د انسان په خټه اغږل سوې ګڼي، چې د انسان څخه يې بيلوالی بيخي ناشونی بللی شوی دی.

دا او دې ته ورته لسګونه شواهد او دلايل موجود دي، چې د خپل هيواد او ټاټوبي سره مينه د انسان د فطرت تقاضا ده او له هيواد سره مينه انسان اړ باسي، چې د هيواد پالنه وکړي.

نو د ټولو شواهدو او دلايلو څخه څرګنديږي، چې له هيواد سره د مينې او د هيواد پالنې تاريخ تر هغه ډير لوړ او مخکې دی، چې لويديځ او د لويديځ همفکران يې زموږ ټولنې ته تلقينوي.

په معاصره وخت کې لويديځ د هيوادپالنې تيوري د هغه تيوريګانو په قطار کې درولې ده،  چې هغوی په خپلو مستعمره هيوادونو کې د خلکو د اغفال او تسخير په موخه استفاده ترې کوي.
د هيواد پالنې تيوري هم د نورو تيوريګانو په څير يو سپيڅلی او زړه راښکونکی ترکيب لري، چې انساني فطرت يې طبعا تمناء لري، خو لويديځ ددې تيوري تر شا هم خپل شوم اهداف پياده کوي.

د بيلګې په توګه پر افغانستان د لويديځ د ښکيلاک سره د دوی د ډنډورچيانو له لوري هم د هيواد پالنې ږغ پورته شو، خو هغوی چې په خپل هيواد کې لسګونه زره يرغلګرو پوځيانو ته خوشحاله وو، په ژبه، قلم او ټوپک يې دفاع کوله.

هغوی چې د هيواد پر ځمکه يې د ښکېلاکګرو ځواکونو د زرګونو ټانګونو او پوځي موټرانو غرهار وو، هغوی چې د هيواد د فضاء واک يې د يرغلګرو په لاس کې وو.

هغوی چې د خپل هيواد ديني او ملي ارزښتونه يې يو په بل پسې تر پښو لاندې کېدل او نړيدل، هغوی چې د هيواد پر کلي، کورونو، مدرسو او جوماتونو يې د بمونو باران و.

هغوی چې د امريکايي يرغلګرو په ملتيا يې د خپلو هيوادوالو پر کورونو په تروږمۍ شپه کې چاپې وهلې، هغوی چې د پرديو په خوله او وینا يې خپل هيوادوال، ووهل، وډبول، شکنجه کړل او آن ووژل، هغوی چې د هيواد لويه پيمانه شتمني يې غصب، غلا چور او تالان کړل.
او هغوی چې د يرغلګرو ځواکونو سره اوږه په اوږه له خپل هيواد څخه وتښتېدل، لويديځ هوبهو د دغسې انسانانو په ژبه خلکو ته د هيواد پالنې تلقين ورکاوه، همدغسې هيوادپالنه د لويديځ په ګټه وه او همدا د لويديځ له لوري د هيواد پالنې د تيوري اصلي عکس و.
خو نن چې پر هيواد د لويديځ د فکر او نظر مخالفين واکمنان دي، په نيک شګون سره ډيره تمه ده، چې په هيواد پالنه کې به د لويديځ د همفکرانو برعکس رول اداء کړي، پرديو ته به هيڅکله پر خپل هيواد د تيري اجازه ورنه کړي، د هيواد د ځمکې او فضاء واک به يې په خپل لاس کې وي، خپل ديني او ملي ارزښتونه به يې ساتلي وي، د خپلو هېوادوالو سره به د بې حده نرمۍ، حوصلې، اخلاقو او مينې ډک برخورد کوي، د هيوادوالو د سر، مال او ناموس ساتني ته به ژمن وي، د غصب، غلا، چور او تالان مخنيوی به کوي، خپل هيواد به د پوهې، فکر، پرمختګ، ابادۍ او عمرانۍ په لور سوقوي، د نفاق، عصبيت، تفرقه بازۍ، ملوک الطوايفي، بې عدالتۍ او بې انصافۍ بوټي به له بيخه باسي، نو همدا به د هيواد پالنه وي او رښتينې هيواد پالنه…

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx