ټولنیزه برخه

د کلي او ښار ټولنیز، فرهنګي او فکري ټکر!

عبدالجبار وحدت

عمومي فهم:

د شادګل له داستان څخه بېخي ډېر څه زده کېږي، له بده مرغه چې د کليوالو او ښاریانو تر منځ ټولنیز، فرهنګي او فکري ټکر لاهم په خپل ځای پاتې دی او که کم شوی هم وي، نو ډېر لږ کم شوی دی.
راځم بحث ته، زه فلمونه بېخي نه ګورم (هدف مې سپیناوی نه و، فقط د فلم د علاقې په اړه وایم)، حتی ممکن داسې فلم مې لومړی د پښتو د داستان فلم وي، که څه هم ډېر پخوا تولید شوی دی، په هر صورت په دې داستان کې ډېر څه دي، ،بېخي ډېر څه، حتی داسې مسایل به پکې زده کړې، چې په کتابونو کې به یې کله هم و نه مومې، هغه د چا خبره «چې څو روپۍ پور کړه، خپل زوی په بازار لوی کړه» مانا یې دا نده، چې ګواکې ښاریان په انسانیت نسبت کلیوالو ته ډېر پوهېږي، هدف یې دا ده چې د چالاکانو له مداریتوب څخه به دې زوی ژغورلی وي، یا به نسبتاً سر خلاصی شي، بیا به په اسانۍ سره نه تېروزي.

شادګل د کونډې زوی دی، لومړی یې د کلي مداریانو او فیوډال خانان د ځان په ګټه کاروي، کله ورته وایي چې رشقه موږ ته راکړه، ته پروړه(بوس) یوسه، ځکه وچ مال ته باید وچه غذا ورکړل شي او کله یې د ښار په مستو او خوږو کیسو غولوي او د کور بامونه پرې جوړوي، چې بالاخره په یوه تیاره او نامعلوم سفر او د لویو خیالي هیلو د تر لاسه کولو په تکل له کوره وځي، مورکۍ یې په تمه وي، چې زوی به مې ګټه وکړي، خبره نه ده، چې زوی یې د لارې په پاټکیانو، د ښار په مداریانو او ورسره په څنګ کې په خدا ناترسته کارفرمایانو(استخداموونکو) باندې اوړي( ور برابرېږي).

د ټول ژوند پانګه یې یوه وزه وي، هغه هم یو زوی مړی ښاري په ټیټه بیه ترې اخلي او بل کیسه بر، یا په معاصره اصطلاح غلچکی غل یې د کلیوالي ( له محبته ډکې ستړي مه شي) په نوم هغه د پلورل شوې وزې ټولې پیسې ترې اخلي، په ښار کې د اوسېدو هیڅ ځای نه لري، په حضوري چمن کې د شنه اسمان لاندې ستورو ته شپې سبا کوي، نینې(پاخه غنم) او د مورکۍ په لاس پخې شوې هګۍ هسې هم د لارې پاټکي د دهشتګردۍ او قاچاقو په نوم ترې اخلي، کیسه ډېره نه اوږدوم، په بېلا بېلو ځایونو کې مزدور کېږي، مګر پاتې پکې ځکه راځي، چې ښه مشاور او زړه سواند څوک نه لري، د ښار مداریانې یې هم غولوي، په خلکو یې وهي، د درملو په نوم شراب ورکوي، بالاخره سړی ډېر خرابېږي، له دې وروسته سم درمل هم نه خوري، وایي چې شراب دي او په یوه روغتون کې بستر کيږي.

په بستر کې هم بېخي په رواني تکلیف اخته کېږي، په ځنځيرو تړلی وي، روغتیا پالان هم درست نشي تشخیصولی، چې شادګل د ژوند سختیو دې ځای ته رسولی، نور هیڅ ناروغي نه لري. هیڅوک په سختو شپو کې لاس نه ورکوي، ژوند یې نور هم تیاره کېږي، په ښار کې یې څوک په واسکټ، څوک په څادر او څوک یې په کوت کوت جامو پورې خاندي، مقصد ټوله خندا وي، هیڅوک داسې نه پیدا کېږي، چې له دې غریب کلیوال سره وژاړي، لاسنیوی یې وکړي، دا حالت سره له دې چې داستان دی، مګر سړی ډېر سخت دردوي.

کیسه مې دا کوله چې د ښار او کلي تر منځ ډېره شدیده ربړه اوس هم شته، استثناات به وي، مګر موږ په ټوله کې دا بحث کوو، کلیوالتوب اوس هم ډېرو ته ساده توب ښکاري او دی هم، ځکه کلیوال ځان نه پېژني، هر چا ته بې ځایه زړه وروړي او کلیوال ځوان د خندا یوه ښه متاع ګرځيدلې، په داسې حال کې چې ښارونه له کلیو تشکیل شوي دي، کلي له ښارونو ندي تشکیل شوي، همدغه ښاریان یوه لسیزه مخکې کلیوال وو، ولې کلیوالتوب هېروي؟ د دوی خټین کورونه، ساده پاده ژوند د برق په نشتون کې کوت کوت جامې ولې د استهزاء او خندا وړ بولي، نیمه لسیزه مخکې دوی هم همداسې وو؟

هوکې غریب سړی باید ځان وپېژني، باید ځان د علم په ګاڼه سمبال کړي، د کلیوالتوب او ښاريتوب تر منځ دا ناولې جګړه یوازې علم پای ته رسولی شي، خپل ژوند ته باید متوجه واوسي، د رغون، سمون او مثبتې سیالۍ فکر باید ولرو، کورنۍ باید د خود کفایي لور ته بوځو، داسې چې په هره برخه کې په ځان بسیا وي، خپل بایسکل د بل تر کراس روډ هم ښه وساتو، د هیچا په غوړو کیسو و نه غولیږو.

هیله ده، د ښار او کلي تر منځ فاصله او جګړه نوره ختمه شي، دلته هر څوک یو څوک دی، لباس، دود او عنعنه یې د قدر وړ ده، باید یو بل ته مینه ورکړو او له بې ځایه تفکیکونو، تبعیضونو او رجحانونو تېر شو، باید هیڅوک استثمار یا استحمار نه کړو.

یادونه: پورته د اذهانو د تنویر په پار یو عمومي بحث شوی دی، هیڅ ځانګړی مخاطب نه لري، موږ ټول سره وروڼه ـ وروڼه یو.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx