نظــر

د اوبو په غاړه ناست له تندي مرمه

ډاکټر عبدالرحمن شهيد زاده

ورستيو وچکاليو ډېرې ستړې په هيواد والو وليدي، په ځانګړي ډول په کروندګر قشر زما کلينک ته څيرمه د سولر اجناسو پلورنځی او ماسترخونه شتون لري، کرۍ ورځ ورباندې د غريبو بزګرو بير و بار وي، د ځمکې پنځوس سلنه عايد يې د لمريزې انرژۍ په مټ اوبو برابرولو خوراک شي، په داسې حال کې چې افغانستان ښه اقليم، حاصل خېزه ځمکې او نږدې اويا سلنه غرو پوښلی محيط لري، چې هره لوړه څوکه يې د اوبو سترې زيرمې لري، کومې چې ستر رودونه جوړوي، خو د سالم مديريت نه شتون له وجې دغه طبعي زيرمې هم په وچېدو دي، ځکه چې په دا ورستيو کې د ورښتونو کچه خورا کمه شوې، چې آن د لوړو غرونو په لمنو کې استوګن هم د اوبو د کمښت له ستونزو څخه کړيږي.

د زابل خاک افغان او دايچوپان ولسوالۍ هغه سيمې دي، چې د لوی کندهار د اوبو سرچينو مرکزي نقطو کې موقعيت لري، په دواړو ولسواليو کې د اوبو د پراخو منابعو شتون سره يې اوسيدونکي د اوبو د کمښت ستونزي ګالي، ځکه چې دلته شته سرچينو مديريت ته هيڅ حکومت پاملرنه نده کړې، ولې چې دغه ولسواليو اوسيدونکو د پرمختګ او مادي ګټو پر ځای لومړيتوب ورستيو يرغلګرو شړلو ته وقف کړی، خو اوس چې په هيواد کې خپلواک ازاد اسلامي حکومت منځته راغلی ورسره د افغان ولس د پرمختګ او هيواد طبعي زېرمو څخه د سالمې استفادې نوې هيلې هم ټوکيدلي.

په نوموړو ولسواليو کې له اوبو څخه د ګټې اخيستو داسې فرصتونه شته که پاملرنه ورته وشي، د سيمې خلکو د ستونزو د حل تر څنګ به د غزني، زابل او کندهار په لويه لاره پرتې ټولې مخروبه دښتې زرغونې شي او يو زراعتي انقلاب به رامنځته شي او دا داسې بندونه ندي چې حکومت يې په فني او بوديجوي اړخ کې له ستونزو سره مخ شي، ځکه چې هر بند يې په ډېرو کمو امکاناتو رغيږي او د غريبو هيوادوالو ستونزې په بنسټيزه توګه ورسره حليږي او حکومت په عوايدو کې د پام وړ سود راتللی شي، هر بند يې له دوه سوه نيولې تر پنځه سوه متره پورې طول لري، نور شاوخوا ورباندې ډبرين غرونه تاو دي، ددغه بندو له جملې څخه يو هغه هم د خرنې بند يادولی شو د کوم چې د شهيد سردار محمد داود خان دوره کې لومړنۍ سروې ګانې هم شوي، چې له تړلو سره يې دوه ستر کانالونه چې يو د غزني ولايت ګيلان، مقر ولسواليو په لور ځي، دويم هغه يې د زابل شاه جوی ولسوالۍ څخه نيولې بيا دکندهار دامان ولسوالۍ پورې رسيږي، چې د هيواد په لويه لاره پرتې سيمې زرغونيږي او د هيواد د سترو پروژو لکه قوشتېپې کانال، سلما بند،کمال خان بند په قطار کې راځي، متاسفانه چې تر اوسه نه په ولايتي سطحه او نه په مرکزي سطحه تر بحث لاندې نيول شوي او نه د نوموړو سيمو فرعي بندو ته پاملرنه شوې، له اسلامي امارت څخه هيله لرو چې د هيواد دغې محرومې سيمې ته له هر څپرکي رسيدګي وکړي، د يادو سيمو اوسيدونکي د بنسټيزو پروژو څخه د محروميت تر خوا له تعليمي، روغتيايي او نورو اړينو برخو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx