ورزش

د ابراهیم په زړه پورې سلیزې افغانستان ته د زمبابوې پر وړاندې بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې د ۸ ویکټو په توپیر خپل سیال ته ماتې ورکړه او سیریز یې پخپل نوم کړ.

د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي ابراهیم ځدران په دغه لوبه کې غوره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او په زړه پورې سلیزه یې ووهله.

د لوبې پچه افغانستان وګټله خو زمبابوې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. فضل حق فاروقي په غوره توپ د زمبابوې لومړۍ ویکټه وسوځوله چې په پېل کې یې پر لوبډله یې فشار راوړ.

یادې لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۲۸ منډې وکړې. ددوی له لوري اناسینت کایا ۶۳ او ریان برل ۵۱ زیاتې منډې وکړې.

په توپ اچونه کې فرید ملک ۳، فضل حق فاروقي، راشد خان او محمد نبي ۲-۲ ویکټې واخیستلې.

د هدف په تعقیب کې ځوان لوبغاړي رحمان الله ګربز یو ځل بیا خپله ویکټه په ۴ منډو له لاسه ورکړه خو ابراهیم ځدران ۱۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ابراهیم ځدران په خپله توپ وهنه کې ۱۴۱ توپونه ولوبول او ۱۶ څلوریزې یې ووهلې. نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

بل لوري ته رحمت شاه یو ځل بیا ښه لوبه وکړه خو په سلیزه وهلو بریالی نشو. نوموړي ۸۸ منډې وکړې، هغه لومړۍ لوبه کې ۹۴ منډې کړې وې.

په دوهمې بریا سره افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لړۍ په خپل نوم کړه. ددوی ترمنځ به دریمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د جون په ۸مه نېټه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx