ادبي لیکني

په اوسني جهاد کې د افغاني ملالو څو عجیبې خاطرې

ضیاءالحق (حسان)
کله هم چې کفري یرغلګر په کوم هیواد یرغل وکړی د هغه هیواد په نارینه او ښځینه وګړو جهاد فرض کیږی، زموږ جنتي ټاټوبی کلونه وشول چې د ښکیلاکګرو له خوا ورباندې یرغل شوی و، دلته نه تنها ددې چم ځوانانو د دوی د مقابلې ډګرونه ګرم ساتلي وو بلکه ملالو مو هم د جهاد لویه فریضه سرته رسولې چې بالاخره ناټوګۍ ماته او غرور یې دړې وړې شو.

راځئ! ددې غیرتي خاورې د ملالو څو عجیبې کيسې ولولو:
یو ملګري کيسه کوله: یوه شپه موږ یو کور کې میلمانه وو د شپې لپاره مو د معمول په شان د پیرې لیست برابر کړ، زما دوهم نوبت و، په پیره مصروف وم چې د کور دروازه خلاصه او یوه سپین سرې مورکۍ مې مخ ته ودریده.
وایی بچیه! کلاشینکوف راکړه! نور زه پیره کوم.

ما ورته وویل: مورې موږ ستا بچیان یو، موږ پیره کوو، مورکۍ ویل بچیه زه غواړم جهاد کې برخه واخلم او د دوزخ په اور مې سترګې حرامې شي، اخر يې کلاشینکوف رانه واخیست او تر سهاره یې راباندی پیره وکړه.

یو بل ملګري ویل:
د جهاد لپاره مو په چنده ملګرو یوه پيکا ماشیندار اخیستی و، کور کې مې دا کيسه وکړه، کله چې تنها شوم خورکۍ مې راته وايي دا لس زره افغانۍ واخله د پیکا قرضه کې یې ورکړه، دا زما د مخ دینۍ(کله چې پیغله واده شي خپلوان یې د لیدلو پر مهال روپۍ ورکوي)روپۍ دي، خو زما راز به چاته نه وایې هسې نه ثواب مې کم شي.

یو مجاهد مولوي صاحب کيسه کوله:
یوه ورځ مې شاګرد راته زر روپۍ راکړې او ویل یې مولوی صاحب! په دې مجاهدینو ته کریډيټ کارتونه واخله، ما ورته وویل چا درکړي؟ ویل یې کورواله مې راکړي، هغې ویل نن مجاهدین عملیاتو ته تللي وو او سخت بمبار و، ما نذر وکړ که الله نن مجاهدین روغ راستانه کړل دا روپۍ به د الله لپاره صدقه کوم.

یو مجاهد کيسه کوله:
کور ته مو مجاهدین زیات راتلل زموږ کورواله به یې جامې ورصفا کولې، یوه شپه خوب کې ویني چې نبي کریم “ص” ورته پړونی په سر کوي..
قدرمنو! لوستونکو شاید پورتنۍ کيسه مو د حیرانتیا نړۍ ته بوځی، دا( مشت نمونه خروار)څو کيسې وې، زموږ ټولنو کې داسې بې سارې قربانۍ وشوې چې تاریخ یی ساری نه لري، لوی رب دې دا هر څه د قبول په ګاڼه ونازوي.

د امت ځوانانو!
دا چې ملالو داسې قربانۍ کړي موږ او تاسو او دا دنګې ځوانۍ د څه لپاره؟
راځئ د جهاد قطارونه ښکلي کړو او وروستیو نسلونو ته یو ځل بیا معاذ، معوذ، محمدبن قاسم، یوسف بن تاشفین، صلاح الدین ایوبی او……. وریاد کړو.

په امت کې د بیدارۍ په هیله

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx