
د بدخشان والي او نور لوړ پوړي چارواکي د طالبانو په کمین کې پریوتي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د ملي امنیت سرچینې او د بدخشان ولایت د والي ویاند وايي چې د بدخشان ولایت لوړپوړي چارواکي په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو په کمین کې پریوتي.
سرچینه زیاتوي چې د نورو لوړ پوړو چارواکو سربېره د بدخشان ولایت والي، امنیه قومندان او د ملي امنیت رییس هم شامل دي.
د دغې سرچينې په وینا چې دوی د اردو او پولیسو د جز وتامونو څخه لیدنې لپاره جرم ولسوالۍ ته تللي وه.
د بدخشان ولایت د والي ویاند احمد فروتن ویلي چې دوی د علي پل سره د طالبانو په کمین کې پریوتل چې په ترڅ کې د ملي امنیت ۴ سرتیري ټپیان شول.
د عیني شاهدانو له قوله په دغه برید کې د ملي امنیت د رییس سکرتر هم ټپي شوی دی.
د بدخشان ولایت د والي ویاند احمد نوید فروتن نن سهار ویلي و چې له غرمې وروسته به جرم ولسوالۍ په دن خستک سیمه کې د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات پيل کړي.
د فروتن په وینا چې دغه تصفیوي عملیات به د افغان ځواکونو لخوا په دهن خستک نومې سیمه کې چې د طالبانو قوي مرکزونه په کې پراته دي، پیل شي.
طالبانو د برید مسؤولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د جرم ولسوالۍ د علي مغلان په نامه سیمه کې د بدخشان ولایت د والي کاروان ددوی د کمین سره مخ شوی دی، چې په جګړه کې تر اوسه ۵ پولیس وژل شوي، او جګړه لا روانه ده.
طالبانو دغه خبر په خپل فیس بوک پاڼه کې د یو عاجل خبر په بڼه خپور کړی.
بدخشان د شمال یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان په کې پراخه نفوذ لري، په دغه ولایت کې یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو تر حاکمیت لاندې دي او د جرم ولسوالۍ یې هم څو وار نېولې ده.
الحمدلله