شعـــــرونه

باران د غم و اورېده طبعه مې خټه شوله/ حقاني

انس حقاني

د مینې لاس ته چې د یار په شونډو نټه شوله
باران د غم و اورېده طبعه مې خټه شوله

تاته اسانه وه اشنا خو ماته رټه شوله
وړه کیسه وه خو په ټوکو، ټوکو غټه شوله

ستا د جفا له جبره سر وخوړ د وصل هيلو
په بمبارۍ کې مې وړه خيلخانه سټه شوله

څنگه به زه او گریوان یو بل ته سلگۍ نه وهو
د شنه اسمان پر بام ولاړه سپوږمۍ پټه شوله

د مینانو غورځې پرځې هم رنگ نه راوړي اوس
مینه یې مړه مه شه خو داسې ښکاري لټه شوله

نن به یې دوست وې خو سبا به دې دښمن یادوي
ټیټه دنیا څومره بې مخه او بې څټه شوله

هر څوک راځي او په ورغوي دې سکه ږدي د زړۀ
انسه! څومره د موسکا سودا په ګټه شوله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx