نړۍ

د اسامه بن لادن وروستي پيغام – په ږغ کي

Usama_with_aljazirah

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۹) تیره ورځ یوي جهادي  ویب پاڼی دشیخ اسامه یوه دقیقه پیغام نشر کړ، په دي پیغام کي اسامه امریکا ته اشاره کوي اوقسم اخلي چي امریکایان به ترهغه پوري دامن خوب  ونه ویني ترڅو چي مونږ(مسلمانان) په فلسطین کي په امن نه یو اوسیدلي.

شیخ اسامه په خپل یوه دقیقیزه پیغام کي دامریکا ولسمشر بارک اباما ته مخاطب دي وایی زه په هغه خداي سره قسم اخلم چي دغه لوي اسمان یی بي له کومي تکیی څخه درولی دي، ترهغو پوري به امریکا اودامریکي خلګ دامن خوب ونه ویني ترڅو چي مونږ (دفلسطین خلګ) په فلسطین کي په امن نه وي اوسیدلي، او دمحمد صلی الله علیه وسلم له پاکي خواري څخه ټولو کفارو خپلي ناپاکی پښي نه وي سپکی کړي.

اسامه په خپل پیغام کي هغه نا کامه بریدته په اشاره کولو سره وویل کله چي ۲۰۰۹ کال کي دنایجریی دیوه اوسیدونکي عمرفاروق عبد المطلب له لوري دیوي امریکایی الوتکي دچاودیدلو لپاره ترسره شوي وو، نوموړي زیاته کړه، که څه هم زمونږ ځینی پیغامونو ترتاسو پوری خبري در رسولي دي، خو ځینی نورو پیغامونو بیا تاسو ته الوتکي درلیږلي دي، لکه د مجاهد ورور عمر فاروق پیغام، دغه پیغام دهغه مخکینی پیغام په تآکید سره درولیږل شو کوم چی د۲۰۰۱ کال د دیسمبر په میاشت کي زمونږ زړورو مجاهیدینو درلیږلی وو او دا رنګه بریدونه به ترهغو پوری دوام ومومي ترڅو چي مونږ په فلسطین کي په امن سره نه یو اوسیدلی.

اسامه زیاته کړه دا په څرنګه انصاف وی چي مونږ په ارامه واوسیږو او زمونږ وروڼه په فلسطین کي په کړاوونو کي راګیر وي، زمونږ بریدونه به ترهغو پوري ستاسو مقابل کي دوام ومومي ترڅو چي داسرائیلو له مرستي څخه مولاس نه وي اخیستی،

دامریکي ولسمشر بارک اباما درواني میاشتي پر دوهمه نیټه داسامه دشهادت خبر نشر کړی، چي وروسته بیا دالقاعده ډلي دنوموړي دشهادت خبرتائید کړ او زیاته یی کړه چي دشیخ اسامه یو پیغام له شهادت څخه څه موده مخکي ریکارډ شوی دي چي  ډیر ژر به پرلیکه شي

بخت الرحمن بخت،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،نن ټکی اسیا

داسامه وروستي پیغام دلته واوري

{saudioplayer}from_osama_to_obama.mp3{/saudioplayer}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x