افغانستان

پکتيا: د نظامي محکمې رئيس له دندې ګوښه کړل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د پکتيا د نظامي محکمې رئيس مولوي عبدالباري د سترې محکمې له لوري له دندې ګوښه کړل شو.

د سترې محکمې له لوري د نظامي محاکمو عمومي رياست ته په ليږل شوي مکتوب کې راغلي چې د پکتيا د نظامي محکمې رئيس مولوي عبدالباري له دندې ګوښه شوی دی او نور د قضاء په مسلک کې دنده نشي اجراء کولی.

بايد وويل شي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په خواله رسنيو کې د مولوي عبدالباري په اړه ويل کېږي چې د تېر نظام د واکمنۍ پر مهال يې په محاکمو کې مجاهدين مجازات کول او په اړه يې ويل کيږي چې د فدايانو په اړه سخت او له کرکې ډک دريځ درلود.

که څه هم د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د تېر نظام ګڼ شمېر کارمندان په خپلو دندو پاتې دي او خپلې چارې پرمخ بيايي خو د تېر نظام ځينې کارمندانو د بيا ګمارنې او د اسلامي امارت په وړاندې د هغوی د دريځ په اړه د خواله رسنيو کاروونکي انتقادونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فريد پکتياوال

سخت خوندي وکړو چي دغه بدبخته ئي لري کړو

الحاج استاذ بیانزی

ماهی چه هر وخت له اوبو راوباسی تازه وی،
یعنی اوس هم چه له دندی لیری شوی د ستاینی وړ ده ، مګر زه به دی جیران یم چه امارت اسلامی دا ۹ میاشتی ولی ویده وو له اوله باید امارت کی قاضی شوی نه وو. به دغه نهه میاشتو کی به یی څومره فساد او رشوتونه اختستی نه وی او به دغه ۹ میاشتو کی به د هغو مجاهدینو کورنۍ به څومره زوریدلی وی چه هماغه خبیث او ملحد قاضی بیا قاضی شویدی دا معنی چه امارت خدای ناخواسته ویده یا ړوند او کوڼ وو

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx