
د زمبابوې او افغانستان ترمنځ وروستۍ سیالي، ځوان لوبغاړو ته د لوبېدو ښه فرصت
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د زمبابوې او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ وروستۍ لوبه نن پنجشنبه ترسره کیږي چې ځوان لوبغاړو ته د لوبېدو فرصت په لاس ورغلی دی.
افغان لوبډلې دغه سیریز لومړۍ دوه لوبو کې بریا خپله کړې چې لړۍ یې پخپل نوم کړې، او اوس کولی شي هغه ځوان لوبغاړي چې د لوبډلې د ۱۵ کسیز نوملړ غړي دي فرصت ورکړل شي.
په تېرو لوبو کې هر یو ځوان لوبغاړي رحمان الله ګربز، مجیب ځدران فرید احمد ملک او فضل حق فاروقي ولوبېدل چې پرځای یې ممکن ریاض حسن، اکرام علیخیل، ضیاء الرحمن اکبر او یمین احمدزي ته فرصت ورکړل شي.
همدا راز هغه مشران لوبغاړي لکه رحمت شاه او محمد نبي که څه هم په تېرو لوبو کې ښه وځلېدل کولی شي یو یې خپل ځای په وروستۍ لوبه کې شاهد الله کمال ته پریږدي.
د افغان لوبډلې تېرې تجربې که څه هم په دې تړاو له توقع خلاف ثابت شوي خو د کرکټ بورډ په نوې ادارې سره تمه کېدلی شي نوي لوبغاړو ته د لوبېدو فرصت ورکړل شي.
د زمبابوې پر وړاندې د افغان لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه دي چې په مرسته یې کولی شي نړیوال جام ته مستقیما لار ومومي. په همدې اساس د لوبډلې مشرتابه ممکن په لوبډله کې له زیاتو بدلونونو ډډه وکړي.
د یادونې ده چې افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته د ۶۰ منډو په توپیر او په دوهمه لوبه کې د ۸ ویکټو په توپیر سترې ماتې ورکړې دي.