ورزش

افغانستان زمبابوې ته په ماتې ورکولو د سوپر ليګ جدول کې دوهم مقام ته پورته شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د افغانستان کرکټ لوبډلې زمبابوې لوبډلې ته د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ کې په ۳-۰ ماتې ورکړه چې په مرسته يې د کرکټ نړيوالې شورا سوپر ليګ جدول کې دوهم مقام ته پورته شو.

افغان لوبډلې وروستۍ لوبه کې د ۱۳۵ منډو هدف په ۶ لوبغاړو سوځېدلو بشپړ کړ او سيريز يې په ۳-صفر په خپل نوم کړ.

که څه هم له سيريز ګټلو وروسته په دریمه لوبه کې افغان لوبډلې هغه لوبغاړو ته چې نه و لوبېدلي د لوبېدو فرصت ورنکړ خو د کرکټ نړيوالې شورا د سوپر ليګ لس مهم پواينټونه يې لاس ته راوړل.

ددې پرځای چې افغان لوبډله د لوبغاړو په انتخاب کې هجومي تخنيک غوره کړي او نوي لوبغاړو ته فرصت ورکړي، د دفاعي تخنيک له مخې یې هماغه يوولس کسيزه لوبډله وروستۍ لوبې لپاره هم غوره کړه.

په دغه لړۍ کې رحمان الله ګربز د تمې سره سم ونه ځلېده چې په دریواړو لوبو کې يې یوازې ۲۸ منډې وکړې، خو پرځای يې ابراهيم ځدران ۱۳۴ او رحمت شاه ۱۹۸ زياتې منډې وکړې.

د توپ اچونې په برخه کې محمد نبي، راشد خان او فضل حق فاروقي وځلېدل چې هر يو په ترتیب سره ۸، ۷ او ۶ ويکټې واخيستلې، چې د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

د لوبډلمشر حشمت شهيدي او رحمت شاه په ګډون به يو شمېر لوبغاړي هېواد ته راستانه شي، په داسې حال کې چې پاتې لوبغاړي به د جون په يوولسمه د درې شل اوريزو لړۍ پېل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx