ورزش

هند ونشو کړی د افغان لوبډلې «پرلپسې زياتو برياو» ريکاډ مات کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): هند ونشو کړی په پرلپسې زياتو برياو د افغانستان ريکاډ مات کړي هند کرکټ لوبډلې ونشو کړی په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې د پرلپسې زياتو برياو د افغانستان ريکاډ مات کړي.

د سويلي افريقا پر وړاندې د پنځه شل اوريزو لړۍ لومړۍ لوبه کې هند لوبډلې ونشو کړی د ۲۱۱ منډو دفاع وکړي چې په دې سره يې د برياو تسلسل پای ته ورسېد.

دا لومړی ځل دی چې سويلي افريقا لوبډلې په شل اوريزو لوبو کې دومره ستر هدف بشپړ کړ.

هند لولډلې له دې وړاندې په شل اوريزو لوبو کې پرلپسې ۱۲ برياوې خپلې کړې وې، چې دغه ريکاډ افغان لوبډلې په ۲۰۱۹ کال کې د اصغر افغان په مشرۍ جوړ کړی و.

خو ونشو کړای خپلې بریاوې ۱۳ ته پورته کړي چې ریکاډ د افغانستان په ګټه د هند سره ۱۲-۱۲ مساوي شو.

د هند او سويلي افريقا ترمنځ لومړۍ لوبه کې هند خپل سيال ته د ۲۱۲ منډو هدف وټاکه، ددوی له لوري ايشان کيشان ۷۵ زياتې منډې وکړې.

په ځواب کې سويلي افريقا ښه پېل وکړ خو په وروستيو لسو اورونو کې ډيويډ ميلر او رسي وندر دوسن په ۱۱ څلوريزو او لسو شپږيزو ۱۳۱ منډې وکړې او بريا يې خپله کړه.

رسي وندر دوسن ۷۵ او ډيوډ ميلر ۶۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډلې ته یې د هند په خاوره تاریخي بریا ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx