افغانستانورزش

له یو ورځنیو وروسته افغانستان د شل اوریزو پېل هم په بریا وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ا): د افغانستان کرکټ لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه د 6 ویکټو په توپیر وګټله.

په دغه لوبه کې زمبابوې لومړي توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې ۱۵۹ منډې جوړې کړې. ددوی له لوري سکندر رضا ۴۵ زیاتې منډې وکړې.

نجات مسعود ته په شل اوریزو کې په لومړي ځل فرصت ورکړل شو چې په خپلو ۴ اورونو کې یې ۳۹ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

د هدف په تعقیب کې د افغان لوبډلې له لوري حضرت ځاځي او رحمان الله ګربز ښه پېل وکړ، چې ځاځي ۴۵ او ګربز ۳۳ منډې وکړې.

د عثمان غني او درویش رسولي له چټک سوځېدو وروسته نجیب ځدران مسئولانه لوبه وکړه او لوبډلې ته یې بریا ورکړه. افغانستان یاد هدف په شلم اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

هغه د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۴۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، په داسې حال کې چې محمد نبي ۱۵ منډې جوړې کړې.

په پای کې نجیب ځدران د لوبې غوره لوبغاړي په حیث اعلان شو، خو نوموړي خپله جایزه نوبتي لوبغاړي نجات مسعود ته ډالۍ کړه.

له دې وړاندې افغان لوبډلې د یو ورځنیو لړۍ کې زمبابوې ته په ۳-۰ ماتې ورکړې وه. ددوی ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه به د سبا د جون په ۱۲مه نېټه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx