نظــر

امر بالمعروف و نهی عن المنکر؛ یوه جدي اړتیا

نعمان دوست

هره ټولنه خپل ارزښتونه لري. دا ارزښتونه یا عقیدوي وي او یا کلتوري. ارزښتونه پالل او ساتل غواړي. ځینې ټولنو کې فکري بلوغ دې کچې ته رسیدلی وي چې هر انسان د ارزښتونو په پاللو ځان مکلف ګڼي؛ خو ځینې نورو کې بیا ځانګړې ادارې دا کار کوي.

هیڅ داسې ټولنه به پیدا نکړئ چې هلته دې انسان د حیوان ترکچې ازادي ولري. یعنې دا چې د هیڅ ارزښت په لومه کې دې راګیر نه وي او هر څه چې یې زړه غواړي هغه دې وکړي او که دا لومه وشلوي؛ نوهیڅ خبره دې نه وي. نه، داسې نه ده؛ بلکې خامخا به د نافذه قوانینو له مخې خپله سزا ګالي.

امر بالمعروف و نهی عن المنکر یو الهي حکم دی. خدای ج دا د مسلمانانو خاصه ګڼي او فرمايي: ((كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ …۱))

بل ځای الله ج د امربالمعروف و نهی عن المنکر، ستر اهمیت په ډاګه کوي او همدا د بریا سبب ګڼي:

((وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُون – ۲))

د امر بالمعروف و نهی عن المنکر دا الهي حکم په یوه نه، یوه شکل زموږ په هره کورنۍ کې نږدې هره ورځ عملی کیږي؛ خو کله چې همدا نوم ته کومه اداره ځانګړې شي، نو خلک حیران شي.

وګورئ؛ یوه هوښیاره مور، پلار، یا د کور مشر/مشره، حتماً کشرانو ته هره ورځ وايي: له چا سره به جنګ نه کوئ. بدو ماشومانو سره به نه ګرځئ. د چا شیان به نه غلا کوئ. مشرانو ته به سلام اچوئ او… په حقیقت کې همدغه د کورنۍ په کچه امر بالمعروف و نهی عن المنکر ماموریت دی چې هره ورځ اجرا کیږي.

ښه، چې دا اصل دومره مهم او په هر کور کې مروج دی؛ نو په کار دی چې له هغې ادارې ، چې دا چارې د وطن په کچه په مخ وړي، ملاتړ وشي. او اړوندې ادارې ته بیا په کار ده چې د خپل ماموریت ساحه محدوده و نه ساتي، بلکې لا یې پسې پراخه کړي او د هر منکر د مخنیوي په وړاندې ودریږي ځکه چې دا د ټولنې شدیده اړتیا ده.

راځئ یو څو موضوعات د بیلګې په توګه وړاندې کړو؛ خو مخکې له بېلګو د دې خبرې یادول ضروري دي چې ځینې منکرات زموږ په ټولنه کې، متاسفانه، دومره ډير او مسلسل تکراریږي چې حتی خلک ور سره عادي شوي او نور ورته منکرات نه ښکاري.

بېلګې:

تله ( میزان) یو ډير مهم شی دی. اهمیت یې په دې کې دی چې که انصاف پکې ونشي؛ نو هرڅوک ترې متضرره کیږي. د همدې اهمیت له مخې قرانکریم کې بار بار تاکید شوی چې انصاف پکې رعایت شي او هغوی چې په تله کې خیانت کوي آن له الهي وعیدونو سره مخ شوي:

(( وَيْلٌ لِلْمُطَفِّفِينَ ﴿۱﴾الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ ﴿۲﴾ وَإِذَا كَالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ ﴿۳﴾

دغه شان خدای ج بل ځای قاطع امر کوي او فرمايي:

((وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ)))

د وزن اهمیت له قراني ارشاداتو معلوم شو، ګټه یې دا ده چې که انصاف پکې رعایت نشي نو پیردونکي ته زیان رسیږي او انسان ته زیان رسول ظلم او ګناه ده.

دا جنجال یوازې د هټیوالو په تله کې نه دی؛ د تیلو او ګازو پمپونو کې هم شته او د لوړ تناژ په تلو کې هم. په دې غریبۍ کې یو موټروان ستړی ستومانه کار کوي او بیا په دې قیمتۍ کې تېل اخلي؛ خو د ځینو بې انصافو پیمانې داسې دي چې کم تېل د پوره پیمانې په توګه پلوري او ستړی موټروان متضرره کوي.

دغه شان د لوړ تناژ تلې هم دي. وګورئ؛ سره له دې چې زموږ په لویو لارو کې د لوړ تناژ تلې شته او مجاز وزن هم معلوم دی؛ خو زموږ خپل مسلمانان د خپلې ګټې لپاره الهي احکام نقضوي، د پیسو په مقابل کې غیر مجاز وزنونو ته د مجاز وزنونو سند ورکوي چې په پایله کې زموږ د سوال په پیسو جوړ شوي سړکونه خراب شول او خرابیږي. ( په دې اړه تېر حکومت کې بار بار راپورونه خپاره شوي)

اوس که د امر بالمعروف و نهی عن المنکر اداره، د هټیوالو، پمپونو، لوړتناژ تلو څارنه وکړي او هغوی له دې کاره منع کړي څومره ستر کار به شوی وي، څومره لوی خیر به یې وطن او خلکو ته رسیدلی وي. شاید ځینې ووايي چې د هرې ادارې خپل مسوولیت معلوم وي. سمه ده، خو امربالمعروف و نهی عن المنکر دې له اړوندو ادارو سره په ګډه دا منکرات په داسې توګه منع کړي چې وظیفوي تداخل پکې رانشي.

اسلام د ترحم دین دی؛ او د دې ترحم لمن دومره پراخه ده چې ټول اهل زمین پکې رانغاړل کیږي. په آهل زمینو یې رحم دومره مهم ښودلی چې د آهل سماء ( خدای ج) د رحم وسیله یې ګڼلې:

(( ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء ))

دغه شان د دې سپیڅلي دین په لارښوونو کې آن د حیواناتو حقوقو ته ځانګړې پاملرنه شوې. خو دا چې له دې سپیڅلي نوم څخه ناوړه استفاده کیږي؛ دا د استفاده کوونکيو ناسم برداشت یا د خپلو ګټو د ترلاسه کولو او د رواني عقدو زیږنده ده.

وګورئ، آن د حلالې (ذبحې) لپاره ځانګړې لارښوونې لري. حضرت محمد ص مهرباني کوي او فرمايي چې څاروي په ښه طریقه ذبح کړئ یعنې کړاو یې مه اوږدوئ.

«إنَّ الله کتب الإحسانَ علی کل شیءٍ فإذا قَتَلْتُمْ فأَحسنوا القِتْلةَ وإذا ذبحتُمْ فأحسِنوا الذِّبحة ولْیُحِدَّ أَحدُکُمْ شَفْرَتَهُ ولْیُرحْ ذبیحتَهُ»

دغه شان د څاروي په مخ کې د چړې تېره کول یا د یوه ژوندي څاروي په مخ کې د بل ذبح کولو څه د ډډې کولو سپارښتنه شوې ده.

خو موږ په ښارونو کې وینو چې یو تازه حلال شوی څاروی چنګک کې ځوړند وي، له پوسته کیږي، په تبر ترې هډونه جلا کیږي او بل ژوندی څاروی ورته له نږدې ګوري او خپل مرګ ته شیبې شماري. دا چې دا مهال په دې ژوندي څاروي څه تیریږي، د درد او خپګان کوم اور یې په زړه کې لمبې کوي، خپله څاروی ترې خبریږي او بس.

ښه، څومره به ښه وي که امر بالمعروف و نهی عن المنکر موظفین قصابان له ظالمانه او د نبوي ارشاداتو خلاف کړنو څخه را منع کړي او سمې لارې ته یې را وبولي.

دغه شان ځینې مدرسین او ښوونکي له تنکیو ماشومانو سره، د شوخۍ ( چې د عمر تقاضاء یې ده) او یا د درس نه یادولو په مقابل کې، ډیر وحشیانه او ظالمانه چلند کوي. دومره یې وهي چې په تنکیو بدنونو یې چاپونه جوړیږي، وینې ترې څاڅي. خو موږ د خپل خوږ نبي ع په اړه خبر یوو چې هغه به آن د عبادت ( لمانځه وخت کې) د خپلو لمسیانو ( حسن او حسین رض) مزاحمتونه په سړه سینه زغمل او نه غوسه کیده. هغه مبارک به لمونځ کاوه او لمسیان به یې پر اوږو سپریدل. دا زغم د رسول الله ص د لمسیانو په اړه د کوم ځانګړي حکم له کبله نه و؛ بلکې دا یو سبق و او هدف یې دا و چې ماشومانو ته هر ځای او هر وخت مینه ورکړئ او په مینه یې لوی کړئ چې هغوی بیا نورو سره مینه وکړي.

څومره به ښه شي که امربالمعروف و نهی عن المنکر موظفین، له ښوونځيو او مدرسو لیدنه وکړي، له ظالمو مدرسینو او ښوونکیو د ماشومانو شکایتونه واوري او بیا هغوی له دې وحشیانه او غیر شرعي چلند څخه رامنع کړي.

یا، په ځینو ادارو کې ممکن کار شکني روانه وي، خپلوي پالل کیږي یا حتی رشوتونه اخیستل کیږي. چې دا ټول ناروا اعمال دي. امر بالمروف و نهی عن المنکر باید دا وڅاري او مرتکبین ترې منع کړي.

همدارنګه په تقرر کې ، چې د ټولنې برخلیک ورسره غوټه دی، د انصاف تقاضا ته مسوولین راوبولي چې د خدای ج دا امر (إِنَّ اللَّهَ يَأمُرُكُم أَن تُؤَدُّوا الأَماناتِ إِلىٰ أَهلِها… ۷) عملي شي.

موارد ډیر زیات دي، پورته د بېلګې په توګه ذکر شول. خبره به را ټوله کړو:

د اروپايي او نورې غربي نړۍ په اړه به مو اوریدلي وي چې که کورنۍ کې له ماشوم یا بل غړي سره تاوتریخوالي وشي، د چا حق تلف شي؛ نو سمدلاسه موظف پولیس راځي او موضوع څیړي.

ولې موږ د خپل کلتور او عقایدو په رڼا کې داسې ونکړو؟

زه وایم؛ امر بالمعروف و نهی عن المنکر، باید په خپل مهم، هر اړخیز او ښه چلند خلک دومره راخپل کړي چې هرڅوک پرې اعتماد وکړي او هرڅوک یې خپل مدافع وګڼي.

که په ښوونځي/ مدرسه، کې له زده کوونکیو سره ناوړه چلند کیږي، باید په پوره ډاډ دوی په جریان کې کړي. که په کور کې له کوم غړي سره وحشیانه چلند کیږي، له دوی سره رابطه وشي. که په ادارو کې خلاف اصول عمل کیږي، که په ښار او بازار کې ظالمانه، خاینانه او یا د خلکو په تاوان کارونه کیږي باید دوی پرې خبر شي او مرتکبین له منکراتو راوګرځول شي.

له هر ډول منکراتو پاکه ټولنه د ټولو په خیر ده او په همدغه شان ټولنو کې ژوند ارزښت پیدا کوي او روح سکون.

———
د ذکر شویو آیتونو او احادیثو ازادې ژباړې:

1. سوره آل عمران: تاسو له غوره امتونو څخه یئ… چې خلکو ته په نیکیو امر کوئ او له بدیو یې راګرځوئ.
2. سوره آل عمران: او د تاسو له منځه باید داسې ډله وي چې نور ښېګڼو ته راوبولي او په نیکیو ورته امر وکړي او له بدیو یې منع کړي او دا هماغه بریالي خلک دي.
3. سوره المطففین: افسوس پر کم پلورونکيو ( چې د پوره په نوم کم شیان پلوري). دا هغه کسان دي چې کله له نورو څه اخلي نو په پوره پیمانه یې اخلي؛ خو چې کله یې نورو ته ورکوي نو بیا په کې کمی کوي.
4. سوره الرحمان: تول په عدل کوئ او په وزن کې کمئ مه کوئ.
5. حدیث شریف: په اهل زمین رحم وکړئ چې اسمانونو والا ( خدای ج) پر تاسو رحم وکړي.
6. حدیث شریف: خدای ج په هره برخه کې د نیک عمل کول لازم ګرځولي. که کله مو قتل کاوه ( کوم مضر حیوان مو وژه، نو په ښه طریقه یې مړ کړئ چې ډير په تکلیف نشي) که کله ذبح ( حلاله ) کوئ په ښه طریقه یې وکړئ او باید خپله چاړه ښه تېره کړئ چې څاروی په ښه شکل ( ژر) حلال شي.
7. سوره النساء: خدای ج تاسو ته امر کوي چې امانتونه یې خپل آهل ته وسپارئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشوره

د اسلام د تطبیق او پراختیا لپاره دعوت او تبلیغ یو اساسی رکن دی. هر مسلمان باید خپل تر وسه دین ته خدمت او دعوت وکری. خو یوه خبره شته چی دا دعوت او تبلیغ یا امر با المعروف او نهی عن المنکر باید د سیرت نبی، صحابه وو او سلفو صالحینو په طریقه وی. اسلامی امارت تول د امرباالمعروف او نهی عن المنکر اشخاص باید د رسول الله سیرت عملا خپل کری تر سو نور خلګ په دوی اعتماد وکری. دین ته دعوت تدریجی مدبرانه او حکیمانه طریقه غواری تول قران د رسول الله خدای تعالی دی مو تری… نور لوستل »

ُطاهر

تا خو ښه موضوعات یاد کړی خو متاسفانه اوس خو امر بالمعروف فقط د افغانستان په مظلومو ښځو پسی را اخیستی او ژوند یی پری حرام کړی او فقط یوه غوا یی تر جوړه کړی چی ځان ته به یو نارینه څښتن (محرم) پیدا کوی او ژوند به کوی که نارینه (میړه، ورور، وراره….) یی پیدا نکړ یا یی نه وو نو مړه د شی ځکه نه درس ویلی شی نه کار کولی شی حتی بیرون ته نشی وتلای. باور ولری چه خدای به ستاسونه د ښځو د حقوقو د پایمالولو غچ هم پر دی دنیا او هم پر هغو… نور لوستل »

خوګياڼي

اسلامي امارت او د اسلامى امارت د امر بالمعروف ونهى عن المنکر وزارت باید افغانى ټولنه د اسلامي احکامو مطابق جوړه او مکمل شرعي نظام په تطبیقولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي. او په دغه سپيڅلې لاره کې د چا زور ته تسلیم نشي. زمونږ د مسلمانانو افغانانو حاضر او ناصر الله پاک دئ. کفري تش په نامه طاقتونه په هيڅ اسلامي نړۍ کې اسلامي نظام نه غواړي. نو همدا لامل دئ چي شپه او ورځ د اسلامي امارت پر خلاف بې بنسټه پروپیگنڈا کوي. کله د بشر د حقوقو چغې وهي، حالا چي په خپله دغه تش په نامه… نور لوستل »

سيد زرغون شآه آغا

امربالمعروف ونهى المنکر په دا نه مياشتو کى بل څه نسته, غير چى د ښځو په غاړه کى تناب اچولى دى, کله داسى وکى کله هاسى, ښونځى بندى, نطاقانى ماسکونه واغوندى. مګر نارينه پر شريعت برابر دى. سګوانان, چرسيان, قماربازان, کرک, کوک, مرغ, کبوتر بازان, بچه بازان, زناکاران, لوطيان, کيسه بران, روژه خوران, محتکرين, دروغ ګويان, ګدى پران, بينمازان, ريکاران, شرابيان, انسان تښتونکى, قاتلان, غاصبان, رشوتخوا ران, ډاکوګان, ……. دا ټوله نارينه دى. موڔ. خو تر اوسه د شريعى احکامو تطبيق پر دغو ډلو نه دى اوريدلى دى

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx