ورزش

هند نه په ماتې منلو، افغان فوټبال لوبډله ونه توانېدله راتلونکي اسیا جام ته لار ومومي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د افغانستان فوټبال لوبډلې د هند پر وړاندې په مهمه لوبه کې ماتې ومنله چې له مخې یې د ۲۰۲۳ اسیا ملتونو جام ته د لار موندنې فرصت له لاسه ورکړ.

افغان فوټبال لوبډلې د اسیا ملتونو جام لپاره د غوراوي سیالیو په دغه لوبه کې هند ته په ۱-۲ توپیر ماتې ومنله.

دغه لوبه چې د هند په کولکته ښار کې د شاوخوا ۵۰ زره نندارچیانو پرمخ ترسره شوه، درې ګولونه د لوبې په وروستۍ ۱۰ دقیقو کې وشول.

د لوبې په ۸۶مه دقیقه کې د هند تر ټولو زیات ګول وهونکي سنیل چیهتري لومړی ګول راوړ، خو دوه دقیقې وروسته زبیر امیري ځوابي ګول راوړ او لوبه یې مساوي کړه، چې وروسته په ۹۱مه دقیقه کې د هند ساحل صمد ګټونکی ګول راوړ او بریا یې خپله کړه.

د لوبې تر بایللو وروسته د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف رسنیو ته ویلي چې د هند  پر وړاندې له ترخې ماتې وروسته موږ د اسیا ملتونو جام ته د لار موندنې فرصت له لاسه ورکړ. د نوموړي په وینا، دوه پرلپسې ماتې ددې لامل شوې چې په خپل ګروپ کې دوهم نمبر له لاسه ورکړو.

افغان فوټبال لوبډله په خپل ګروپ کې د هند ترڅنګ هانګ کانګ او کمبودیا سره یوځای ده، چې د چهارشنبې په ورځ یې هانګ کانګ څخه هم په ۲-۰ ماتې منلې وه.

په دغه ګروپ کې هانګ کانګ او هند دوه دوه لوبې کړي او دواړه بریاوې خپلې کړي چې په ترتیب سره په لومړي او دوهم مقام دي، او کولی شي راتلونکي اسیا ملتونو جام ته لار ومومي.

بل لوري ته افغانستان او کمبودیا خپلې دواړه لوبې بایللي چې خپله وروستۍ لوبه به د جون په ۱۴مه د یوه بل پر وړاندې د سه شنبې په ورځ ترسره کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx