ورزش

زمبابوې پر وړاندې دوهمې بریا سره افغانستان د شل اوریزو لړۍ هم خپله کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د زمبابوې پر وړاندې افغان لوبډلې په دوهمه شل اوریزه لوبه کې د ۲۱ منډو په توپیر بریا خپله کړه چې په مرسته یې دغه لړۍ هم پخپل نوم کړه.

افغان لوبډلې په دغه لوبه کې لومړی توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو د نجیب ځدران او محمد نبي په مرسته ۱۷۰ منډې وکړې.

نجیب ځدران په داسې حال کې توپ وهنې ته ښکته شو چې افغان لوبډلې په ۸ اورونو کې شاوخوا ۵۰ منډې کړې وې او ۳ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو. نوموړي غوره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او ۵۷ منډې وکړې.

دغه راز محمد نبي چې په وروستیو کې توپ وهنې ته ښکته شو په ۲۲ توپونو د ۴ شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته ۴۳ چټکې منډې وکړي او مجموعي منډې یې ۱۷۰ ته ورسولې.

د لوبې پېل کې ویکټ ساتونکي رحمان الله ګربز یو ځل بیا په توپ وهنه کې ناکام شو چې له یوې منډې جوړېدلو وروسته وسوځېده. هغه په ۳ یو ورځنیو او ۲ شل اوریزو کې ټولټال ۳۰ منډې کړې دي.

زمبابوې د هدف په تعقیب کې په شلو اورونو کې ۱۴۹ منډې وکړې چې د ۲۱ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شول.

د افغان لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې فاروقي په خپلو ۴ اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیستله، هغه د لوبې غوره لوبغاړی هم ونېول شو.

بل لوري ته راشد خان ۲ لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې نجات مسعود، محمد نبي او کریم جنت ۱-۱ ویکټه واخیستله.

افغان لوبډلې له یو ورځنیو وروسته د شل اوریزو سیریز هم په خپل نوم کړ. ددوی ترمنځ وروستۍ لوبه به د سه شنبې په ورځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx