نړۍټکنالوژي

له دې وروسته د ټولو موبایلونو لپاره د یو ډول چارجر کارولو پریکړه شوې

د اروپایي اتحادیې د ټکنالوژي اسانه او ارزانه کولو په لور یو جالب ګام پورته کړی چې له مخې به یې ټول ډوله موبایلونه، تابلیتونه او لیپټاپونه یو ډول چارجر وکاروي.

څو ورځې وړاندې د اروپایي اتحادیې قانون جوړونکو په یوه غونډه کې هغه هوکړه اعلان کړه چې د یادو توکو لپاره به یوازې د ټایپ سي چارجر کارول کیږي.

په هوکړه کې راغلي چې تر ۲۰۲۴م کال پورې به ټول نوي موبایلونه، تابليتونه، ډېجیټل کامرې، غوږۍ، کیبورډ، مایک، کوچني ویدیو ګېمونه او نور ټول پورټېبل الات به USB-C نوکه استعمالوي.

همدارنګه یاد قانون به د ۲۰۲۶م څخه په ټولو نویو لېپټاپونو هم عملي کیږي. د اروپایي اتحادیې دغه پریکړه اروپایي هېوادونو پورې مربوط ده، خو دا به ټول شرکتونه اړ کړي چې یو ډول چارجر جوړ کړي.

ددې هوکړې له مخې به د ایفون په ګډون د ټولو شرکتونو موبایلونه او نور پورټېبل الات یوازې ټایپ سي (چې په اوسني سامسنګ او نورو چینایي موبایلونو کې کارول کیږي)، چارجر وکاروي.

دغه قانون به د اروپایي اتحادیې په پای کې د پارلمان تصویب ته هم اړتیا ولري، خو داسې بریښي چې دغه هوکړه رسمي او د ۲۰۲۴م تر مني موسم پورې به په اروپایي هېوادونو کې ټول نوي موبایلونه سي پورټ ولري.

که څه هم د ایپل په ګډون ځینو شرکتونو دغې هوکړې سره مخالفت ښودلی او زیاتوي چې دا کار به د نوښتونو مخه ونیسي، خو اروپایي اتحادیه وایي چې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره یې دغه ګام پورته کړی دی.

اروپایي اتحادیې اټکل کړی چې دغه پریکړه به د مشتریانو کلنۍ ۲۵۰ ملیونه یورو وژغوري او کلنی به ۱۱ زره ټنه کثافات کم کړي.

اوسمهال ایپل یوازینی شرکت دی چې د USB-C پورټ نه کاروي، په ۲۰۲۱م کال کې ایپل د ۲۴۱ ملیونه یورو په ارزښت په نړیواله کچه خپلې چارجرې پلورلي چې یوازې ۵۶ ملیونه یې په اروپایي هېوادونو کې پلورلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمو ستاسو صرف یو خبر په ورز کی ماته رازی مشکل سه ده چی زه پوه شم. باربار پوشتنه کوم خو ستاسو جواب نشته

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx