
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د ټولنیزو رسنیو پیغام رسونې مشهور اپلیکیشن بالاخره پر هغې ځانګړتیا کار پېل کړی چې له مخې یې پرته له کومې ستونزې د اندراید موبایل واټساپ څخه د ایفون موبایل ته معلومات ولیږول شي.
د واټساپ مالک مارک زوکربرګ پر خپله فیسبوکپاڼه خبر ورکړی چې دغه ځانګړتیا به ډیر ژر پېل شي او د کاروونکو هغه اندېښنه چې دوهم موبایل ته د معلوماتو لیږلو په پار رامنځته کیږي پای ته ورسیږي.
د فیسبوک مالک وایي، «موږ په واټساپ کې دا ځانګړتیا اضافه کوو چې په خوندي ډول د تلیفونونو ترمنځ د چیټ تاریخ، عکسونه، ویدیوګانې او غږیز پیغامونه د اندراید او ایفون ترمنځ په خوندي توګه ولیږل شي».
نوموړي زیاته کړې چې دا د واټساپ په تاریخ کې تر ټولو زیاته غوښتونکې ځانګړتیا ده، «موږ تېر کال د ایفون نه اندراید ته د معلوماتو تبادلې ځانګړتیا پېل کړې وه چې اوس د اندراید څخه ایفون ته د لیږلو ځانګړتیا اضافه کوو».
د میټا شرکت مالک په وینا دوی دغه ځانګړتیا په خوندي توګه ترسره کوي او د کاروونکي هیڅ معلومات به د خلکو ترمنځ افشا نه کړي.
په دې معنا چې که تاسې په یوه موبایل کې تر ډیره واټساپ وکاروئ او ډير معلومات مو ساتلي وي، غواړئ موبایل بدل کړئ، کولی شئ خپل معلومات هم په خوندي توګه ولیږئ.
نن ټکس آسیا ته: سلامونه. یار دا اخبار خو لیاقت د دی نلری چی ستاسو د پاڼی سر خط شی. ډیری خبری شته دی چی باید د بحث لاندی ونیول شی مثلآ: د نورستان ځنګلو اور واخیست، بیا دا اور کنر او بیا خوست ته انتقال وکړ. اوس خبر راځی چی د ننګرهار د هسکې مینې ځنګلونو هم اور اخیستی. هر با شعوره انسان پوهیږی چی دا اور لګیدنه قصدی او عمدی ده خو زه حیران پدی یم چی ولی میډیا او حکومت دومره بی پروا دی چی پدی باره کی چپه خوله دی؟ د مولوی مهدی بغاوت بله موضوع… نور لوستل »