نظــرټولنیزه برخه

د یوه یهودي یادښتونه

حامد افغان

دا خاطرات او یادښتونه د سوریه موجوده او د اسلامي نړۍ تاریخي پلازمینې “دمشق” پخواني اوسیدونکي “عاموس” نومي “یهودي” دي. چې فعلا په اصطلاح یهودي دولت (اسرائیل) کې اوسي. باید ووایم چې دا یادښتونه ما د وتلي هندي عالم دکتور محمد اکر الندوي له ټلیګرام چینل نه راخیستي دي.

دی لیکي: دمشق کې د اوسیدا پر مهال به روژه کې د مسلمانانو له هر کور نه زموږ کره ډوډۍ رالیږل کیدله، چا به پوخ نږولی رالیږه، چا به شیدې او مستې رالیږلې، چا به سبزي او مېوې رالیږلې او چا به شوروا او قورمې رالیږلې. مازدیګر مهال به زموږ کور ته د مسلمانانو ښځې او ماشومان تلل او راتلل، ډول ډول خوراکونه به یې راوړل او خوندور ازدحام او رش به جوړ و.

موږ ته به مو مور ویل چې له مسلمانانو سره به خامخا روژه نیسئ، سره له دې چې زموږ به روژه نه وه، خو د مسلمانانو مخکې به مو هیڅکله څه نه خوړل، مور به مو غرمه مهال دېګ هم نه پخوه! هغې به ویل بیا یې زموږ مسلمانو روژتیانو ته بوی ورځي … !! مور به مو ټوله ورځ انتظار کاوه، کله به چې مازدیکر مهال مسلمانانو #روژه_مات پخول پیل کړل؛ اتې به دې هم دېګی باندې کړ.

موږ ته به مور په ټینګار سره ویل: ګورئ بازار کې د روژتیانو مخکې څه شی ونه خورئ، زه به روژه کې مازدیګر مهال دمشق کې “شاغور” بازار ته د چکر لپاره وتلم، پر سبزیو او مېوو به مې د اخیستونکو ازدحام او رش لیده، مسلمانانو به سوداوې کولې، موږ ته به یې هم مختلف شیان راکول، که به مو نه ورنه اخیستل په زور به یې راباندې منل! ما به هغه مهال ډېر د نېکمرغي او خوشالي احساس کاوه، ما به داسې احساسوله لکه زه چې مسلمان یم، مسلمانانو سره د دې احساس له امله خپل دین (یهودیت) رانه هېر شوی و، زه به قصابانو ته هم ورتلم.

یوه ورځ یوه مسلمان درې ګرمې سمبوسې راکړې، د هغوی بوی ته مې طاقت ونه کړی شو، نه مې دېته وکتل چې کور ته ولاړ شم وبه یې خورم، نو پر لاره روان وم برید مې پرې وکړ، شاوخوا د کوڅې ماشومانو چیغې پیل کړې: روژه خوري، روژه خوري! ځینو زموږ کور ته منډه کړه، زما مور یې خبره کړه چې ده روژه وخوړله! هغې لښته راواخیستله او د هغو مخکې یې سم لښته کاري کړم، کور ته یې ننویستلم، ښه یې سپک کړم او یوه اونۍ یې بازار ته له وتلو منعه او کور یې بندي کړم، ځکه ما د مسلمانانو د دیني شعائرو (روژې) احترام نه و کړی! له اونۍ زندان وروسته به چې ښار ته وتلم، مور به مې تالاشي کولم چې ډوډۍ یا د خوراک بل شی راسره نه یي.

موږ مسلمانانو سره په پوره متقابل احترام ژوند کاوه، چې د دین بېلوالي او نورو مخالفتونو نه شوی کمزوری کولی، اوس (چې خپل اسرائیلي دولت کې اوسم) هغه مینه او احترام نه وینم کوم مې چې د مسلمانانو منځ کې د اوسیدا پر مهال لیده! سره له دې چې هغوی شتمن نه وو، بلکې غریبان وو او ساده ژوند یې لاره، خو هغوی نېکمرغه او چې څه یې لرل په هغه خوشاله وو، هغوی د اخلاقو شتمن وو، هغوی ډېر زیات عزتمن خلک وو، په ځانګړې توګه زموږ سره یې خورا زیات غوره او انساني چلند کاوه.

 

نن زه مهاجر یم، پردي وطن کې اوسم، چې هغه د اسرائیل هیواد دی، موږ چې د لومړي ځل لپاره دلته راتلو پلار به مې راته ویل چې زموږ یهودو سره د دې ځمکې ژمنه شوې ده. زه اوس د خپلو هم مذهبه یهودانو منځ کې اوسم، خو داسې احساسوم چې زه مسافر او پردی یم، ځکه د دې خلکو چلند او اخلاق زما د خپل هیواد او خپلو خلکو په څېر نه دي، زما خپل خلک خواږه، مینه ناک او مهربانه وو. هوکې زما د سوریې او دمشق خلک مهربانه وو.

موږ دلته پردي یو، داسې ځمکه کې اوسو چې هغه زموږ نه ده، موږ ته دا هیواد اهمیت نه لري، بس موږ ته ویل کیږي چې دا د یهودو ځمکه ده او یهود به دلته راټولیږي، خو زه په دې کې شک لرم، زه وایم ما، زما پلار او کورنۍ چې له عربیته او خپل ژور دمشقي اصلیته لاس واخیست نو موږ لاره خطا کړه، موږ پردیو خلکو ته ځان منسوب کړ، زموږ سره هغه کانه وشوه لکه د دمشق خلک چې متل کوي (څوک چې له خپلي ځمکي ووځي؛ پر ځان یې ظلم وکړ).

موږ دلته لکه کډوال د څلورو دیوالونو او شلو سرکونو منځ کې بندیان پراته یو، خو همدا موږ دمشق کې هر ځای ازاد او ډاډه ګرځیدلو، هلته مو هیڅ د ډار او پردیتوب احساس نه کاوه، هلته د مسلمان او یهودي توپیر نه کیده. تاسو تعجب مه کوئ، زه دمشق کې یوه ورځ جومات ته ننوتلم، زما له همځولو هلکانو سره مې په یوه صف کې لمونځ وکړ، ما دا احساس نه کاوه چې زه مسلمان نه یم! دا یو تریخ حقیقت دی.

د دمشق دا حالات چې رایاد کړم، په یقین سره ووایم چې ما او زما کورنۍ د پاکو او نېکو خلکو ځمکه پرېښودله او په ابدي زندان راضي شوو، په داسې هیواد کې چې زما نه دی او نه زه د دې هیواد یم. نو د ځمکې پر مخ هر دمشقي مسلمان ته دعا کوم چې هر ځای یئ الله مو سلامت لره.

د اسرائیلو دولت د یهودو نړیوالې اتحادیې (CJM) په هڅو رامنځته شوی دی او د همدې اتحادیې په هڅو د نړۍ له مختلفو برخو یهودان هم په زور او تزویر سره ورته رالیږدول شوي دي، هغه زموږ په اصطلاح په زور کلي نه کیږي خو دې اتحادیې د نړیوالو ځواکونو خصوصا د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ په زور پوره هیواد جوړ کړی دی، ځکه خو د دې هیواد هر څه مصنوعي او وختي ښکاري، لکه د دې یهودي له یادښتونو ډېر څه رامعلوم شول. الله دې د مسلمانانو ځمکه ورنه پاکه کړي.

د یهودي له یادښتونو یوه بله مهمه خبره دا رامعلومه شوه، چې اسلامي نړۍ کې مېشتو ذمي کفارو دلته څومره د میني او ډاډ ژوند تېر کړی او تېروي یې، دې خلکو ته اصولا اسلام خورا زیات حقوق ورکړي دي او هغه مسلمانانو عملي کړي دي، دلته چې عاموس د خپلې مور د غوره چلند کیسې راخیستې دي؛ دا یې له متقابل احترام نه سرچینه اخلي، دوی دلته محترم پاتې شوي او د مال او ځانونو مکمل خوندیتوب ورکړل شوی ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

لکه چی د کمونیستی پورتال د واقعیتونو څخه کرکه لری همداسی طالبی پورتال هم پدی بیماری اخته دی !!!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx